کور / افغانستان او نړۍ / رازق: ګيزاب له امنيتي ګواښ سره نه د مخ سوي

رازق: ګيزاب له امنيتي ګواښ سره نه د مخ سوي

وروسته له هغي چې د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ تر امنيتي ګواښ لاندي سوه او د اروزګان چارواکو ددي ولسوالۍ د سقوط انديښنه

SONY DSC
SONY DSC
ښکاره کړه ور سره سم د کندهار امنيه قومندان او سويلي حوزي اپراتيفي مشر لوى پاسوال عبدالرازق د ګيزاب ولسوالۍ ته رسيدلى دى.

لوى پاسوال عبدالرازق وايې چې د ګيزاب ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو وسله والو طالبانو وسله والي حملي کړي وي او بيا سخته نښته رامنځته سوي.

نوموړى وايې چې د وسله والو د مخنيوي او د ګيزاب ولسوالۍ د ستونزو څخه د خلاصون په موخه يې د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ عمليات پيل کړل او وتوانيدل چې مخنيوى يې وکړي.

هغه وايې چې دا مهال د ګيزاب ولسوالۍ ته هيڅ ډول امنيتي تهديد نسته او دوى به ډېر ژر ډېرى سيمي د وسله والو طالبانو له منګولو څخه خلاصي کړي.

امنيه قومندان جنرال رازق د اروزګان د امنيت آمر رحيم الله هغه څرګندوني رد کړي چې ګني دا ولسوالي په ډېر بد حالت کي ده او بايد له دي حالته وايستل سي.

لوى پاسوال عبدالرازق د رحيم الله دا څرګندوني بې مسوليته بللي او زياتوي چې د ګيزاب ولسوالۍ په وړاندي دا مهال هيڅ ستونزه نه د مخامخ.

د ګيزاب ولسوالۍ ولسوال عبدالله خان هم نن رسنيو ته ويلي وه چې دولس امنيتي پوستي يې وسله والو نيولي او نوموړي د مرستي غوښتنه کړي وه.

بل پلو وسله والو طالبانو هم ددي ولسوالۍ د ګڼ شمېر سيمو د امنيتي پوستو د نيول کيدا ادعا کړي او ويلي يې وه چې لا هم پر مخ ځي.

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …