کور / راوي / دپاکستان په پنځمه صوبه بد لېدونکی افغانستان !

دپاکستان په پنځمه صوبه بد لېدونکی افغانستان !

کله چې په افغانستان کې دډاکتر نجیب الله واکمني‌ پای ته ورسېده ، نو هغه مهال دپاکستان دحکومت واګې د نوازشریف په لاس کې وې او نوموړی دهغه هیواد لومړی وزیر وو. شواهد شته چې هغه به په بیا بیا ویل چې اوس یې نو دافغانستان پوځ له منځه یو ووړ او دپاکستان دیوې صوبې یا ایالت اهمیت لري . 

رښتیا هم دهغه وخت مجاهدین صاحبانو دخپل هیواد پر هرڅه پنجاب ته واک ورکړی وو. ځینو پنجابیانو دافغانستان پیغلي‌په نوم کولې او ځینو نور بیا دزموږ دهیواد دپوځ توپي ، الوتکې ، ټانکونه سپکې او درنې وسلې لېږدولې . دپاکستان په پنځمه صوبه بد لېدونکی افغانستان  !

دپاکستان په بدنامه هیره منډۍ کې دمجاهدینو تر بریا وروسته افغاني نجوني‌ وموندل شوې او د فیصل اباد داوسپینو په کارخانو کې دافغانستان دپوځ تجهیزات او دشوروي‌ پوځ څخه پاتې شوي ‌ټانکونه وسوځول شول .

مجاهدین صاحبانو دافغانستان دتعمیراتو په ورانولو لاس پوري ‌کړاو دپنجابي ‌ملایانو دا فتوا یې عملي کړه چې هر هغه تعمیر باید ونړول شي چې خلقي او پرچمي ورننوتی وي‌. زموږ ښوونځي ، روغتیا يي مرکزونه او نوري‌ ودانۍ چې دوارناکارو له بریدونو روغ راوتي وو دې تش په نوم مجاهدینو دخپلو پنجابي‌ بادارانو لپاره داسي ‌ویجاړ کړل چې بېلګه او مثال یې دنړۍ په یوه هیواد کې هم نه تر سترګو کېده . 

وخت تېر شو دوراني‌ لړۍ دومري ‌وغځېده چې تر دې وړاندي یې بېلګه نه وه ورکول شوې . نور نو دافغانستان په تعمیراتو کې خښتي او سیخونه ورک شول ، دتلیفونونو مزي او دبرېښنا تارونه دپاکستان دکارخانو خوراک شول ، دتش په نوم مجاهدینو ګیډي‌ډکي نشوې او دیو بل وینو ته کښېنوستل او دافغانانو دغوښو په خوړلو یې پیل وکړ . 

په هره سیمه او کلي‌کې جلا جلا واکمني‌جوړه شوه . یو افغانستان نه شو پاتې او پر بیلا بیلو برخو ووېشل شو. خلک نا امنیو ، غلا غدیو ،بې پتیو او ستونزو دومري‌ وځپل چې دطالبانو نظام ته یې په پټو سترګو غاړه کښېښوده ، دافغانستان ډېری وګړي‌پوهېدل چې دطالبانو نظام افغانی نظام نه بلکه دپاکستان دپوځ او استخباراتو یوه جوړه پروژه ده ، خو بیا هم دمجاهدینو تر پروژه دا نظام هغه مهال ګټور وو او دا علت وو چې طالبانو په لږ وخت کې دافغانستان بیلا بیلي سیمي تر واک لاندي‌راوستې . لوږه زیاته شوه ،خو امنیت دډاډ وړ شو . ښځي‌دفترونو ته نشوای تللای ،خو دنارینه وو لپاره هم څه خاص دفترونه نه وو. پرنجونو دښوونځیو دروازې وتړل شوې ،هلکوانو هم چنداني‌زدکړي‌نه کولې . دهیواد ملي‌خزانه دملا محمد عمر تر کټ پوري‌راورسېده ، او ټول هیواد په یوه نا اعلان شوي‌بېړني‌حالت کې ژوند کاوه . دافغانستان حکومت ته د اداري‌چارو دسمبالښت لاري‌چاري‌له اسلام اباد نه ورښودل کېدې او افغانستان په نا رسمي‌توګه دپآکستان دیوه ایالت بڼه خپله کړې وه . 

په کندهار کې چې دهغه وخت پلازمېنه وه دپاکستان دبلوچستان ایالت دکويټې دټلیفون ځايي نمبرونه کارول کېدل . په کابل کې داسلام اباد او په جلال اباد کې دپېښور له تلیفوني‌سیستم نه کار اخیستل کېده . 

دا هر څه وروسته له هغه ړنګ او له منځه یو وړل شول چې په افغانستان کې مېشت یوه ترهه ګر اوسامه بن لادن پر امریکا تروریستي‌بریدونه وکړل . 

امریکا راغله او فضا بدله شوه ، مرګونه وشول خو اقتصاد پیاوړی شو . وران ویجاړ سړکونه او وادانۍ بیا ورغول شوې او نویو تعمیراتو په هیواد کې داسي‌بازار وموندلو چې په ډېرو ښهرونو کې دځمکي‌نرخونه (۱۰۰۰) برابره لوړ ولاړل . خلک په کار بوخت شول ، دښونځیو دروازې پرانیستل شوې ، ښځو کارونو ته مخه کړه ، دهلکوانو او نجونو دزدکړو بهیر پیل شو ، خلاصه دا چې هیواد یوه نوي‌پړاو ته داخل شو . 

خو له بده مرغه دغه نوی پړاو هم زموږ ددښمنانو لپاره دزغم وړ نه وو او ګاونډي پاکستان طالبان راته وساتل او هیواد یې په جګړه کې ښکېل وساته . دجګړه ئیز حالت له کبله غلا غدۍ ، رشوت ، بډي او نا سمه واکمني‌اوږ ده شوه . داسي‌حالت شو چې ګټه یې پاکستان ، ایران او نورو افغان دښمنه هیوادونو ته رسېدله او زیان یې یوازي‌دافغان بېچاره ولس وو. 

دا چاره لا روانه وه چې دافغانستان دحکومت واګې له کرزي نه اشرف غني‌احمدزي‌واخیستې ، هغه ته په لومړیو کې زما په ګډون ډېری افغانان خوښ ول چې ګوندي دغه ځورېدلی حالت په یوه سم حالت بدل کړي‌،خو اشرف غني‌دخپلي‌څوکۍ دساتلو لپآره لمړی خپل حکومت نیم په نیم پر عبدالله عبدالله په ډېر ارزانه قیمت وپلورلو . 

دافغانستان خلکو چې همېشه یې خپلو واکمنو ته وخت ورکړی داشرف غني‌ددې نا روا عمل په خلاف څه ونه ویل ، لږ وروسته ډاکتر غني‌ دافغانستان دپلورلو یوه بله طرحه وړاندي‌کړه . دې طرح کې دپآکستان دلومړي‌وزیر نواز شریف هغه ارمان نغښټی وو چې افغانستان دپاکستان په دوهمه صوبه واړوي‌. 

دسولي‌په نوم جوړه شوې غیري افغاني‌دسیسه کې ډاکتر اشرف غني‌پاکستان ته ډېر څه ورکړل . 

لمړی : له هند سره دافغانستان اړیکي‌ کمزوري‌کېدل او تکیه پر پاکستان کول . 

دوهم : دډیورنډ پر پوله پرتو ولایتونو کې هندوستان ته پرمخ تیا يي پروجکټي‌نه ورکول . 

دریم : پر ډیورنډ‌لین دپاکستان له لوري‌خندق کندل او دافغان حکومت پټه خوله کښېنوستل . 

څلورم : ‌دپاکستان په غوښتنه چینايي طالبان چین ته په لاس ورکول (چې ۱۳ یې وروسپارل شول). 

پنځم : دافغانستان له لوري‌ پاکستاني طالبان پاکستان ته سپارل . 

شپږم : دپاکستاني پوځ له لوري‌په افغان خاوره کې عملیات کول (چې یو ځل په کونړ او بل ځل په نورستان کې پاکستاني‌پوځ دخپل هیواد دطالبانو په خلاف وکړل) . 

اوم : دافغان پوځ دروزنې په چاره پاکستان را شریکول چې (دافغانستان ۶ پوځیان دروزنې لپاره پاکستان ته واستول شو. ) 

اتم : دپآکستان په غوښتنه له هند سره هغه قرارداد ځنډول چې له مخي‌به یې افغان پوځ ته هند درنې وسلې ، توپي او څرخي‌الوتکې ورکولې .‌

په دې اتو پریکړو ډاکتر اشرف غني‌یخ نشو او نهمه مهمه پرېکړه یې دا وکړه چې دافغانستان ملي‌امنیت به له پاکستاني استخباراتي‌ادارې آی ایس آی سره خپل استخباراتي‌معلومات شریکوي‌. 

داشرمونکې پرېکړي‌افغانان ورېږدول او په ځینو برخو کې غبرګونونه راوپارېدل . 

نن دافغانستان ملي‌امنیت ددې وروستۍ ناسمي پرېکړي دمشروع کولو په موخه یوه خبرپانه خپره کړې چې لیکي : 

« د ملي امنیت لوی ریاست د دغه تفاهملیک د نهايي کېدو او اجرایوي کېدو لپاره، د افغانستان د ملي ګټو او بهرني سیاست سره سم او د دغه تفاهملیک د مشروعیت په موخه لاندې پنځه پړاوونه اړین ګڼي.

لومړی پړاو: د افغانستان د ولسمشر لخوا د دغه تفاهملیک د چوکاټ، صلاحیتونو او حدودو ټاکل.

دویم پړاو: د دولت د اړوندو ارګانونو (د ملي‌ امنیت لوی ریاست، د بهرنیو چارو وزارت، د حکومت د اجراییه ریاست او د ملي امنیت شورا) د کارپوهانو له خوا چې دغه ډله مستقیماً ولسمشر ته راپور ورکوونکې ده، د تفاهملیک د متن تسوید او تدقیق.

درېیم پړاو:د ملي امنیت شورا په ناسته کې د تفاهملیک پر مسوده بحث.

څلورم پړاو:د سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو او د خلکو د منتخبو استازو په ګډون د ملي اجماع په رامنځ ته کولو سره مشورتي بحث.

پنځم پړاو:د پاکستان د دولت لوري ته د تفاهملیک د متن سپارل.

سرچيني ليکلي دي د ملي امنیت لوی ریاست ژمن دی، چې له بهرنیو سرویسونو سره په هر ډول تعامل کې به د افغانستان ملي ګټې مخکښې بولي او د هېواد ستر مصلحتونه به په پام کې نیسي.»

په افغانستان غوندي‌هیواد کې چې ډیموکراسي‌یې یوازي‌او یوازي‌داشرف غني‌تر لاس لاندي او هره پرېکړه هغه پخپله کوي ، څنګه دملي امنیت اداره کولای شي‌چې خپلي پرېکړي‌پخپله عملي کړي ؟ 

خیر چې هر ډول پرېکړه ده ناسمه پرېکړه ده . تر څوچې پاکستان دخپلي شوې ژمني‌چې په افغانستان کې سوله ده څرګند ثبوت ورکړي‌،په کار دي چې افغانان نور دغه دوه سري حکومت ته دهیواد دپلورلو اجازه ورنکړي‌. 

ددې قراردادونو او پرېکړو مطلب هرګز دانه دی چې پاکستان طالبان سولي‌ته رابولي ، بلکه پاکستان اشرف غني‌ ته وايي‌چې که زموږ خبره ونه منې موږ به هم دعبدالله تر شا ودرېږو او تا به له دې څوکۍ نه کوز کړو ، دا دولسمشري نیمه څوکۍ پر اشرف غني‌تر افغانستان ډېره ګرانه ده او هڅه کوي‌چې په هر قیمت یې وساتي‌. 

داشرف غني‌احمدزي‌ له لوري‌داپرېکړي په دې معنا دي‌چې افغانستان دپاکستان په. پنځم ایالت بدلوي ، په کاردي‌چې افغانان دډیموکراسي‌له نومه ګټه واخلي‌او دحکومت دناسمو پرېکړو په خلاف په احتچاج لاس پوري‌کړي او افغانستان وژغوري . 

لیکواله : عالیه راوي اکبر 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …