کور / کلتور / زما آتله زما ځان معلوله

زما آتله زما ځان معلوله

ښاغلی جمعه ګل مجاهد سره له دې،چي په سترګو معيوب دئ بياهم په ژوند کي  ناهيلی نه دئ او دژوند هره چاره په خورا غيرتdw پرمخ وړي او له دغه ژونده خوند اخلي،د مجاهد صاحب شاعري يوبل څه دي،چي انسان ورته په حېرانتيا پاته کېږي او ډېری شعرونه يې له حالاتو او عشقه رنګ اخلي، د ده شعرونه ټوله په ياد دي ،چي پر خورا قوي حافظې يې دلالت کوي تاسو يې دغه لاندي غزل وګورئ،چي ناهلي معيوب ته څه پکښي وايې!

غزل:

زما آتله زما ځان معلوله

زه دي ترتا سمه قربان معلوله

 

ګوره په ژوند کي ،چي ناهيلی نه سې

په ځان باور ولره ګران معلوله

 

په خپلو مټوکي دي زور پيداکړه

ځلانده لمر سه پر جهان معلوله

 

وچاته تمه دغيران مه کوه

په خپله وګټه غيران معلوله

 

زه مجاهد،چي ستا په ننګ وياړمه

دقدر وړ يې قدر دان معلوله

شاعر:جمعه ګل مجاهد

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

چرس لاخان لنډه کیسه

بنډار يې ښه ګرم روان و،هر یو ګل،ګل ځواني درلوده،شېبه وروسته یو يې سګریټ ته …

انور خان لالا ونمانځلى شو

  په خېبر پښتونخوا کې د لومړي ټائپيسټ او د پښتو اکېډمۍ د زوړ کارکوونکي، …