کور / افغانستان او نړۍ / کندهاري ممثلين:پر احمدالله مجامجو بريد غندي

کندهاري ممثلين:پر احمدالله مجامجو بريد غندي

له هغي وروسته چې د کندهار پر يوه تکړه او زيات مينه وال لرونکي هنرمند احمد الله مجاجو د چړو تر بريد لاندي راغلى په ټولنيزو رسنيو او د ممثلينو له لوري دا بريد وغندل سو.11182785_477255345765885_8932679751012072741_o

د تیري دوشنبې په ورځ د کندهار تکړه ممثل احمدالله مجاجو د خپلو دوستانو له خوا په چړو وهل سوی چي دغه کار د کندهاري ممثلینو د سخت غبرګون سره مخ سو.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د افغان فلم عمومي مدیر ولي جان ابراهيمي او ازادو ممثلینو په یوه غونډه کي دغه کار په سختو ټکو سره وغندي او د دولت څخه يي د مجرمینو د نیولو غوښتنه وکړه .
دوئ وايي افغانستان خپل اجرایه او قضایه محاکم لري باید هغه کسانو چی د احمدالله مجاجو سره يې ستونزه درلوده ددولت په واسطه هواره کړي واى نه پر هغه د برید له لاري.
دغه ممثلینو پر مجاجو برید ددولت د قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بولي او له دولت څخه غواړي چی د ترسره سوي عمل په مقابل کي باید یادو کسانو ته سزا ورکول سي.
11201146_477255409099212_3117572632521641986_o
مجاجو چی د کندهار د هنر یوه مهمه څیره هم بلل کیږي په تیرو دیارلسو کلنو د ښه تمثیل په واسطه دخلکو په زړونو کي خورا ځاى نیولى. 
پر مجاجو دغه برید یوازي د کندهاري ممثلینو د غبرګون سره نه دي مخامخ سوي بلکي د کندهار ښاریان هم دغه برید په کلکه غندي او عاملینوته يي دسزا غوښتنه کوي.

په ټولنيزو رسنيو کي هم پر مجاجو بريد په سختو ټکو غندل سوى دى او ويل سوي دي چې ددي پېښي عاملين دي ونيول سي.
 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …