کور / راوي / دطالبانو زړه او دداعش نوې ډرامه ! راوي‌

دطالبانو زړه او دداعش نوې ډرامه ! راوي‌

ټول پوهېږو چې دافغانستان په تقریبأ ټولو ولایتونو کې دنا امنۍ داسي ټغر خور دی چې دناچاره ولس هره خوښي او خوشحالي یې تر خپل سیوري‌لاندي راوستې ده . 

دطالبانو په نوم جوړه ډرامه دهندي سریالونو په څېر ډېره اوږده او وغځېده . دطالبانو زړه او دداعش نوې ډرامه  ! راوي‌

موږ داشرف غني ‌حکومت ته په داسي‌انتظار وو چې ښايي دطالبانو جوړي‌ شوې ډرامې ته دپای ټکی کښېږدي‌او افغان ولس ته یونوی داسي سریال وړاندي کړي‌چې دسولي‌او خوښي سریال وي او هر لورته یې دیوه افغاني‌سریال له نویو سحنو نه ټول افغانان ګټه واخلي‌، خو له بده مرغه داسي ‌ونه شول . دطالبانو اوږده او غمېدلې ډرامه لاپر ځای پاتې ده ، ورسره د طلوع ټلویزیون دپردیو ډرامو په څېردپردیو ډرامو دکاپي کولو لړۍ دافغانستان دحکومت په مرسته پیل شوه . 

دپردیو دا ډرامه په عربو کې داسلام د بدنامي ‌لپاره پیل شوې، دداعش ترهه ګري ‌ډلي کاپي ده چې په افغانستان کې دعملي‌ کېدو هر اړخیزه هڅې کېږي‌. 

دې ډرامې چې اوس دطالبانو اوږده ډرامه هم ترې ښه بلله کېږي ‌په افغانستان کې داسي‌ خپلي رېښې وغځولې چې هیواد وال یې په هر ډګر کې داسي ‌په وېره کې واچول چې دیوې مړۍ ډوډۍ دموندلو اقتصاد هم ورپآتې نشو . 

دغریبو بچي‌ لا نور اورته ولوېدل او دافغانستان دګوتو په شمار مالدارو خو لا له وړاندي دکابل سره سره دنړۍ په نورو هیوادونو کې لوړمنزله ودانۍ جوړي ‌کړې وې . اوس په دغه هیواد کې یوازي‌او یوازي غریب ولس له نېستي ، نا امني‌، خواري‌او غریبي سره مخ دی .

دا نا امنۍ چې پر ټول هیواد تپل شوې دي ،دګاونډي پاکستان او ایران سره سره دافغانستان ګڼ چارواکي‌هم پوره ونډه ورکي‌لري‌. 

ددې پردۍ ډرامې لوی هدف سیمه نا امنه کول دي ، دسیمي‌دنا امنه کېدو لپاره امریکا په خپل ډول له ایران ،چین او روسیې سره خپله سیالي‌کوي‌، پاکستان له هند سره په سیالي‌بوخت دی او دنړۍ دوسلو تجارانو زموږهیواد دځان لپاره دبیلا بیلو لویو او کوچنیو وسلو ښه تجربه ګاه جوړه کړې ده . 

ددې ډرامې په لوبغاړو کې په یوه نه یوه بڼه دافغانستان حکومت هم ښکیل دی ، والیان یې بې واکه کړی او امنیتي‌ ځواکونو ته تجهیزات نشي ‌رسولای . 

دهیواد دکورنیو چارو وزیر دهیواد (۲۰) ولایتونه نا امنه اعلان کړل . ښاغلي ‌وزیر دانشوای کولای چې دولایتونو دنا امنیو دمخنیوي‌طرحه اعلان کړي‌ او دستونزي ‌حل لاره راوباسي‌، یوازي او یوازی یې دترهه ګرۍ هغه اورته ور پؤ کړل چې نورو ټوپکسالارانو او دهیواد دښمنانو بل کړی دی . 

دداسي یوه له ډاره ډک اعلان ګټه څه وه چې ولس نور هم وځوروي او دافغان امنیتي‌ساتونکو مورال ظعیف کړي‌. 

دا خو دکورنیو چارو دوزیر کارنامه وه چې دهیواد په بیلا بیلو سیمو کې دترهه ګرو بریدونو لپاره لانوره لاره هواره کړه . ښاغلي‌وزیر صیب ته چې یو مسلکي ‌افسر دی په کار وو چې درسنیو داعلان پرځایې لمړی له خپله حکومت او دنړۍ والو مرستندویانو سره دا خبره شریکه کړې وه . 

په دوهم ګام کې هغه وخت له ولس سره خپل دغه درد شریک کړی وای چې دحل لپاره یې لار ورته لټولې وای . 

خیر له دې پرته اوبه په لوی سر کې ددوو ایتلافیانو عبدالله عبدالله او اشرف غني‌ له لوري‌ را خړي‌ دي ، هغوی دواک پر سره نه سره جوړېدل کابینه وځنډېده ، او امنیتي ساتونکو ته معاشات ونه رسېدل ، په هلمند کې قوماندانانو دافغان امنیتي‌ساتونکو تجهیزات وپلورل ، دیوه عطا نور له کبله په ټول هیواد کې (۳۳) نور والیان په داسي ‌وخت کې په یوه بې مفهومه فرمان بې واکه کړل شول چې متبادل کسان یې نه لرل ، دوالیانو له بې واکه کېدو دهیواد دښمنانو او دپردیو جاسوسانو دا سي‌کار واخیستو چې دوالیانو په خلاف یې دهیواد په ګڼو ولایتونو کې سختي ‌دسیسې جوړي‌ کړې ، ددغو دسیسو پایله داشوه چې بې واکه والیان دسرپرستانو پرځای ناست او د ولایتي‌شورا دیوه وکیل د ځواب نه دي. 

دا ټول علتونه وو چې په هیواد کې دنا امنیو ټغر وغوړېده او دادی تر اوسه هم هیواد وال په سخت ناورین اخته دي‌، که اوس هم دافغانستان دغه دوه واکمن دواک پر ویش سره صلاح  او دنا امنیو دمخ نیوي‌لورته مخه نه کړي ، خدای مکړه دنیوي ‌یمي لسیزي پړاو ته به افغانستان لاړ شي‌. 

دوهم که چېرته حکومتي ‌چارواکي دداعش دډرامې له تبلیغاتو لاس وانخلي‌ ، ښايي ددوی بچي او ګټي هم ددغې ډرامې ښکار شي . 

په درنښت 

لیکواله : عالیه راوي اکبر 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …