کور / راوي / دخوست پېښه او دامریکایانو نظر! عالیه راوي اکبر

دخوست پېښه او دامریکایانو نظر! عالیه راوي اکبر

زما دکور سره په خوا کې دچایو څیښلو امریکا يي سماوار یعني‌کافي شاپ دی . زه او زما ځیني نوري ملګرې وخت ناوخته دې کافي شاپ ته دچای او کافي‌څېښلو ته راځو او له یوبل سره خبري‌اترې کوو. 

دا کافي شاپ ته ګڼ نور امریکایان هم راځي ، زموږ په منځ‌ کې همېشه تودې خبري کېږي . دوی امریکا یان دي‌او دامریکا ګټي‌ورته مهمي‌دي‌او زه افغانه یم دافغانستان پر ګټو ټینګار کوم . عالیه راوی اکبر

تېره میاشت دلته امریکا ته دافغانستان ولسمشر اشرف غني‌احمدزی او یو لوړرتبه پلاوی راغلی وو، اشرف غني‌احمدزي‌ په افغانستان کې دوژل شویو ځینو امریکا يي پوځیانو دکورنیو له غړو سره وکتل او همدردي‌یې ورسره ښکاره کړه ، دې خبري په امریکا يي میډیا کې زور واخیست او انګازې شوې چې دافغانستان دنوي حکومت ملاتړ په کار دی ، رسنیو چیغې وهلې چې اشرف غني‌له کرزي نه ښه دی او له امریکا سره ښې اړیکي‌غواړي ، دا او دې ته ورته ګڼي تبصرې دامریکا په لویو او کوچنیو اخباراتو کې وشوې . 

 

زما په ګډون دلته ګڼ افغانان خوښ‌شول چې ځه امریکا یوځل بیا له افغانانو سره سم لوري ‌ته راغله ، خو ډېر وخت نه وو تېر شوی چې په امریکا يي میډیا کې یوځل بیا یو خبر خپور شو چې په خوست کې په لاریون کې ځانمرګی وشو او دولسي‌جرګې وکیلانو تور ولګاوه چې دا ځانمرګی دوالي‌ جبار نعیمي له لوري‌ رالېږل شوی وو. دغه خبر په امریکا او لوېدیځ کې دافغانستان نوم ،وقار او عزت ته دروند زیان واړه وه او دا علت وو چې په کافي شاپ کې ناببره یوه امریکا يي راته وویل : 

ته افغانه یې ؟ 

ما دهو سر خوځولو سره ځواب ورکړ بلې هو افغانه یم . 

هغه مسکی شو او راته ویه ویل چې وبخښه ما فکر وکړ چې ته امریکا يي یې ، ځکه زه له ډېره وخته تاسو دلته وینم خو تاسو همېشه دامریکا دګټو پرځای دافغانستان دګټو خبره کوئ ، دهغه افغانستان چې والیان یې ځانمرګي‌بریدونه کوي . 

زما او ددغه امریکا يي خبري‌اوږدې شوې او ما هغه ته وویل چې دا دسیاسي ګتي اخیستلو لپاره پر یوه والي تور وو، او اوس دافغانستان څارګري ادارې ملي‌امنیت ددغه برید ټول عاملین نیولي دي او برید کوونکی له پآکستان نه افغانستان ته راغلی وو او دافغا نستان ملي‌امنیت وویل چې : 

عبیدالله د افضل الرحمن زوی، د خیبر پښتونخواه اوسیدونکی، انورالدین د قیام الدین زوی، د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالی اوسیدونکی او د حقاني ډلي یو تن ډل مشر، شکیل الرحمن د حبیب الرحمن زوی، د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالی اوسیدونکی، عابدالله د لعل مرجان زوی، د خوست ولایت د کنډي سیمي اوسیدونکی، سیدالرحمن د کمال خان زوی، د خوست ولایت اوسیدونکی، وحیدالله د محمد خان زوی، د خوست ولایت اوسیدونکی، او د حقاني ډلي غړى چې په یاد برید کې رغنده ونډه درلوده نیول سوي دي.

د ان ډي ايس د معلوماتو پر اساس چې نیول سویو کسانو د څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی  او زیاته کړي یې ده چې، ځانمرګی بریدګر د عطاالله مشهور په(شاه غلام) د پاکستان د پنجاب ایالات اوسیدونکی یې د حقاني ډلي قوماندانانو هر یو محمد امین او بخت جمال مشهور په بلال په لارښوونه د ډیورند فرضي کرښي هاخوا د کرم ایجنسي له اړوندو سیمو څخه له مولی خان څخه د یو عراده سراچه موټر په واسطه د خوست ولایت علیشیرو ولسوالی ته راوستى.

په دي اعترافاتو کي راغلي چي وروسته دغه بريد کوونکى د حقاني ډلي یو تن ډل مشر د انورالدین په نوم ته رالیږدولی او وروسته یې د نوموړي په لارښوونه د لاریون کوونکو په منځ کې ځانمرکی برید وکړ چې په پایله کي تر (۸۰) اتیا زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله . 

په شخصي ډول خو ما دا امریکا يي قانع کړ چې زه لومړی افغانه او بیا امریکا يي یم، او دوهم دا چې ځانمرګی دوالي‌په خلاف وکارول شو او دا کار دحقاني شبکې وو، خو دټول لوېدیځ او امریکا وګړي‌خو زه نه شم پوهولای . ښه به داوای چې دافغانستان حکومت اوس په رسمي ډول دخوست دواړه وکیلان همایون  همایون او کمال ناصر اصولي وپوښتي چې ولي یې په ټول افغانستان دځان دشخصي ګټو لپاره داسي تور پور کړ چې یو ځل بیا یې دنوري نړۍ له وګړو سره سره امریکا یان پر موږ بې باوره کړل . 

او که چېري ددې وکیلانو خبره سمه وي بیا دي‌ولسمشر غني دملي امنیت له عمومي‌ریاست نه وپوښتي چې ولي یې راپور ناسم دی . 

فکر کوم په والیانو ، وزیرانو او نورو لوړرتبه چارواکو داډول تورونه پو ري کول یوازي دوالي په تاوان نه بلکه دټول افغانستان په تاون وي . 

هسي هم هیواد په یوه بهراني  حالت کې دی او زموږ دښمنان هڅه کوي چې په هر ډګر کې دغه جګړه ځپلي هیواد ته نور زیان واړوي . 

دخدای پار دی موږ په ټوله نړۍ کې په فساد ککړ هیواد معریفي‌شو ،اوس که دا تورونه روان وي بیا به دپاکستانیانو په ډول په خپلو پاسپورټونو هم شرمېږو. 

اشرف غني احمدزي او ګډ حکومت ته په کار دي‌چې دادواړه وکیلان وپوښتي ، او که یې تور ناسم وي عدلي ارګانونو ته دي وروپېژني . 

که چېرته دافغانستان مرکزي حکومت دا کار نه کوي ،بیا خو په کار دي‌چې دخوست والي‌جبار نعیمي پر دغو دواړو وکیلانو عریضه وکړي‌او څارنوالي‌ته یې وروپېژني ، څو بیا دشخصي‌ګټو لپاره کوم وکیل دهیواد ملي ګټي په خطر کې وانه چوي .

لیکواله :عالیه راوي اکبر 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …