کور / راوي / دخوست دولایتي شورا کوم کشفي ارګان ؟ راوي

دخوست دولایتي شورا کوم کشفي ارګان ؟ راوي

زه له هیواده لیري په امریکا کې ژوند کوم ، کلونه کېږي افغانستان ته نه یم تللې ،خو کلونه کېږي‌چې یوه لحظه مي هم خپل هیواد ، خلک او خاوره له فکره او سترګو نه دې وتلې . زه هره ورځ یا دتلیفون او یا هم دټولنیزو رسنیو له لاري‌دهیواد په بیلا بېلو سیمو کې له خپلو خلکو سره خبري کوم . که دا مینه بولئ زما مینه ده او که یې زما دلیکوالي‌برخه بولئ بیا مي‌لیکوالي‌ده ،او که ځیني خلک پر دې کار باندي‌بل نوم ږدي هغه دهغوی فکر دی او زه دخلکو پر فکرونو بندیز نه شم لګولای . عالیه راوی اکبر

په افغانستان کې مي دښځو پر حالت په انګرېزي ژبه یو کتاب چاپ شوی او دهیواد پر بیلا بیلو مسئلو مي لیکنې کړي دي‌او دا کار به دژوند دتر وروستۍ سلګۍ پوري کوم . 

نه په کوم ګوند پوري تړلې یم او نه هم غواړم چې دچا مخالفت یا ملاتړ وکړم ،هو همېشه مي دخپل فکراو پوهي  سره سم (سم ته سم او ناسم ته ناسم ) ویلي دي . 

پر 03/04/2015 نېټه مي دخوست دناورین په اړه په خبریال ډاټ کام کې یوه لیکنه خپره شوه ، دا لیکنه ددې سبب شوه چې ځینو کسانو په سپین سر په ټولنیزو رسنیو کې وښکنځلم او ځینو راته تلیفونونه وکړل او په رشوت اخیستلو یې تورنه کړم . 

که څه هم دخبریال ویبباڼې دمعلوماتو له مخی زما لیکنه زرګونو کسانو لوستې او (۶۰۰) کسانو په ټولنیزه رسنۍ فیس بوک کې خوښه کړې او یوازي‌په فیس بوک کې )(۱۸۷۰۰) اتلس زره اوه سوه کسانو کتلې ده .  ګڼې تبصرې شوي دي چې لږ یې منفي ‌او ډېري‌زیاتي یې مثبتې دي . عالیه راوي اکبر

ښکاره خبره ده چې په دې لوستونکو کې به ځیني کسان دخوست دوالي‌مخالفین هم وي ،خو زه دغو وروڼو ته دسپیناوي لپاره دچلنج په ډول یوه خبره کوم او هغه دا چې :

ما په خپل ټول ژوند کې نه دخوست والي‌جبار نعیمي لیدلی ، نه مي پر تلیفون خبري‌ورسره شوي او نه مي‌په انټر نیټ کې هیڅ ډول پیغام ورسره تبادله شوی دی . یوازي‌والي نه که کوم چا دخوست دوالي‌له ټیم سره زما اړیکي ثابتي کړې په سپین سر به خپل سر خریم . 

اوس نو چې یو کس تر دې اندازې والي‌نه پېژني بیا پر داسي یو کس دپیسو داخیستلو تور لګول دا ثابتوي چې په خوست کې دوالي‌په خلاف راغونډ شوي وکیل صاحبان بس دتورونو لګولو ماهرین دي‌او دوی ته هم دا کار ورپاتې دی . 

زه په کوم ډول داسي یو بغاوت ته احتجاج ووایم او ملاتړ یې وکړم چې نه ملګري‌ملتونه مني ، نه دافغانستان مرکزي دولت مني ، نه دبشر دحقوقو سازمان مني او نه هم پر رسنیو باور لري . سمه ده دخوست والي‌یې په فساد کې ککړ ، خو دخوست ولایتي‌شورا هم دانن یوه خبرپاڼه را استولې چې پر پورته ټولو ادارو یې بې باوري ښودلې ده . 

بل لوري ته دخوست والي جبار نعیمي نارې سورې وهي چې دخوست داحتجاجونو او وروستي ځانمرګي برید پلټنه دي ملګري‌ملتونه ، دبشر دحقوقو سازمانونه ، مدني ټولنې او رسنۍ وکړي . 

بیا هم دخوست ولایت احتجاجیان دا نه مني او په دې ټولو بې باوره دي  . 

له هغه وروسته پر والي‌دځانمرګي برید تور پوري کول په ټوله نړۍ کې دافغانستان پر نوم ، وقار او عزت یو ګوزار دی . 

دخوست دولایتي شورا وروستۍ خبر پاڼه کې لیکل شوي چې : 

«دکشفې معلوماتوله مخې او دعیني شاهدانودوینا پراساس چې دغه ځانمرګی دوالی له کورڅخه راوتلی و اوپه لوی لاس سازمان شوی و.»

عجبه خبره ده ، دافغانستان لوی کشفي ارګان او دهیواد دملي ګټو ساتونکې اداره ملي امنیت وايي چې ځانمرګی برید دحقاني‌شبکې له لوري شوی او پلان یې دډیورنډ له کرښي ها غړه جوړ شوی وو. 

زه دخوست دولایتي شورا نه دا پوښتنه کوم چې ستاسو کشفي ارګانونه څوک دي ؟ که دا لږ خپلو هیوادوالو ته وروښایاست دا به مو احسان وي . 

که څه هم زما دمعلوماتو له مخي‌به دسه شنبې تر ورځي‌په خوست کې حالات سمېږي او داحتجاجیانو کمبله به غونډېږي ،خو احتجاج کوونکو ته یو احترامانه وړاندیز کوم چې دتورونو پر ځای دي پر ثبوتونو تم شي . او ثبوتونه دي ملګرو ملتونو ،دبشر دحقوقو سازمان او نړۍ والي ټولنې ته وړاندي کړي او خپل هدف ته دي ځان ورسوي . 

دخدای په خاطر پر والیانو دځانمرګو برید کوونکو دتنظیموونکو تورونه مه پوري کوي دا دافغانستان پر حکومت ، دولت ، خلکو او عزت په نړۍ واله ټولنه کې ډېر بد تاثیر پرېږدي ، داسي نه چې له موږ سره دمرستو ژمنه کوونکي هیوادونه زموږ حکومت ته دمرستو په نه ورکولو کې له داسي بهانو کار واخلي . 

لیکواله : عالیه راوي اکبر

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …