کور / راوي / دخوست دوروستۍ پېښه ! هدف او قرباني‌ / عالیه راوي اکبر

دخوست دوروستۍ پېښه ! هدف او قرباني‌ / عالیه راوي اکبر

په خوست کې دپنجشنبې په ورځ یوه ډېره دردناکه او خونړۍ پېښه وشوه چې تر (۸۰) زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله . دا دلاریون کوونکو په مینځ کې ځانمرګی برید وو چې دوالي جبار نعیمي‌ په خلاف دلاریون کوونکو غوسه یې لانوره راوپاروله . 

په پېښه کې (۱۸) کسان وژل شوي‌او (۶۴) نور ټپیان دي . په ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی او د دفاعي کمیسیون مشر همایون همایون هم شامل دی.عالیه راوي اکبر

طالبان وايي چې برید ددوی له لوري نه دی شوی او بلي ډلي هم تر اوسه ددغه پېښي مسئولیت نه دی منلی . 

دا مرموزه خونړۍ چاودنه چې دخپل نوعیت لویه پېښه ده ، په داسي‌وخت کې وشوه چې دخوست دوالي جبار نعیمي په خلاف احتجاجونه دوهمي‌ اونۍ ته داخل شول . 

که څه هم دغه ظاهرآ ځانمرګی برید کوونکی خو خپلي‌موخي‌ته ورسېدو ، خلک یې ووژل او خپله یې هم ځان تر جهنمه ورساوه . خو دا چې دا ځانمرګی برید دڅه لپاره شوی دی دا لا تراوسه روښانه نه ده او حکومتي تحقیقات به یې روښانه کړي البته زه فکر کوم چې  

ددې ځانمرګي‌برید کوونکي ‌یا په بله معنا دچاودنې دکوونکي‌هدف دخوست والي‌جبار نعیمي ‌وو چې دبرید پر مهال په کابل کې وو. ستاسو لوستونکو لپاره به پوښتنه پیدا شي چې په کابل کې موجود والي ‌په خوست کې څنګه په نښه کېدلای شي‌ ؟ 

 خو له بده مرغه په کابل کې موجود دخوست والي‌په خوست کې دځانمرګي برید نښه شو .‌

که رښتیا هم دا ځانمرګی برید کوونکی وي‌نو په لاریون کې ښکیل ټول کسان به کفار ورته معریفي کړل شوي ‌وي‌ ، خو داسي ښکاري چې دبرید کوونکي طراح په کفر او اسلام پسي نه وو یوازي او یوازي‌یې دخوست دلاریون کوونکو غوښتنو ته نوی رنګ وربخښه . 

دخوست ولایت ستراتېژیک اهمیت او په هغه ولایت کې دولسواکي روان بهیر رښتیا هم وروستۍ پېښي سخت ټکنی کړ. 

که څه هم دخوست والي‌جبار نعیمي ‌په وارو وارو چیغي ‌وهلې چې دخدای لپاره حالات دخرابېدو لورته مه بیا یاست ،خو دشخصي ګټو تږیو کله دچا خبري ته غوږ ایښودو ،هغوی یوازي‌او یوازي دځمکي ‌د ترلاسه کولو غم اخیستي‌وو. 

دلته په امریکا کې هم احتجاجونه کېږي او احتجاج کوونکي خپل احتجاج راجسټر کړي‌او پرېکړه حکومت ، ولسي‌جرګې او سنا ته پرېږدي ،خو له بده مرغه زموږ په هیواد کې دا هرڅه سرچپه کېږي . 

نن چې خوست وال دغم پر ټغر ناست دي‌ او تر اتیا(۸۰) زیاتي‌کورنۍ ژاړي مسئولیت یې د مظاهره چیانو او په ځانګړي‌ډول دلوړرتبه مظاهره چیانو په غاړه دی . 

دخوست والي‌ په وارو وارو ویلي وو چې:

«دغه حرکتونه ځکه منفي دي چې عامه لارې يې تړلې، ولايت مقام، ټولې ادارې او دوالي کور يې محاصره کړې،په دې حرکتونه کې داسې وسلې او وسلوال هم شته چې له هيڅ امنيتي ارګان سره ثبت او راجستر نه دي، په ټولو هغه خيمو کې چې درول شوې په پيسو ورته د بازار سوالګر، معيوبين او معتاد کسان راوړل شوي دي چې د نا پيژندل شويو وسلوالو لخوا يې ساتنه کيږي.له کومې ورځې چې دغه حرکتونه پيل شوي دي د ښار ټول امنيت د همدغه وکيلانو تر کنترول لاندې شوى دى ځکه چې پر شخصي موټرونو يې سپکې او درنې وسلې نصب کړې او په ښار کې يې ګرځوي اوټول امنيتي ارګانونو يې تر خپل اغيز لاندې راوستي دي. 

 د افغانستان د اساسي قانون د ٣٦مادې پر اساس د افغانستان اتباع حق لري چې د جايزو مقاصدود تامين لپاره په سوله ييزه توګه  پرته د وسلو له انتقال څخه لاريونونه وکړي. خو له بدمرغه په خوست کې پيل شوي حرکتونه د سپکو او درنو وسلو او غير مسئوولو وسلوالو په ملتيا پيل شوي دي  چې ددغه ولايت عامه نظم ته يې سخت زيان رسولى. پيل شوي حرکتونه که په هراړخيزه توګه تر څيړنې او کتنې لاندې ونيول شي په بشپړه توګه د امنيت او عامه نظم پرضد دي.»

په کار دي‌چې اشرف غني‌احمدزی په افغانستان غوندي‌نا امنه هیواد کې دمظاهرو ،لاریونونو او احتجاجونو لپاره یوه نوې طرحه جوړه کړي ، داسي‌یوه طرحه چې احتجاجونه تر محدودو ځایونو پوري‌وساتي او په هر ولایت او پلازمېنه کابل کې داحتجاج سیمي‌وټاکي ، او بیا دي‌دهغو سیمو دامنیت دساتلو لپاره داحتجاج په ورځ امنیتي تدابیر نیول کېږي‌. 

ددې کار یوه ګټه به داوي‌چې بیا به خدای مکړه په کومه مظاهره او احتجاج کې ورته پېښه نه کېږي‌او بل داچې په یوه ورځ به په هغه ولایت او سیمه کې بیلا بیل احتجاجونه نه وي . 

تر ټولو لویه ګټه به یې داوي‌چې حکومتي‌مامورین به خپلو دندو ته ځي‌او ورسره به هټۍ وال او تجاران خپل کار اوبار کوي . 

بله اړینه کړنه چې مرکزي حکومت ته ګوري هغه دا چې دخوست دپېښي ژوري پلټنې دي‌وشي‌، دادوسیه دي‌دنورو دوسیو په ډول نه بندېږي ،ځکه دا پر یوه ولسي لاریون او ولسواکي‌برید دی ، په دغه برید کې ګڼو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی . 

په کار دي‌ دپېښي عاملین که هر څوک وي‌جزا وویني . 

 

لیکواله : عالیه راوي اکبر 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …