کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / ولې دخوست والي‌ عبدالجبار نعیمي ؟ میرویس افغان

ولې دخوست والي‌ عبدالجبار نعیمي ؟ میرویس افغان

دافغانستان په خوست کې چې دډیورنډ پرپوله پروت ولایت دی دتېري‌اونۍ راوروسته احتجاجونو زور اخیستی . خلک راغونډ شوي دي‌او هڅه کوي‌ چې دخوست والي عبدالجبار نعیمي‌له دندي‌لیري کړي . میرویس افغان

دوی پر ښاغلي نعیمي تور پوري کړی دی چې ګواکې په اداري فساد کې لاس لري او دځمکو په غضب او دقومونو په جنګولو کې ښکیل دی . 

دولایتي شورا ځیني‌ وکیلان او ځیني مخور کسان دیوه جوړپلان له مخي ‌په پرله پسې ډول داسي هڅه کوي چې دوالي جبار نعیمي ‌پرځای یو خپل کس والي کړي او ښاغلی نعیمي‌له دې ځایه وشړي . 

زما لپاره دا موضوع هغه مهال لا په زړه پوري‌شوه چې داحتجاجونو لړۍ زور واخیست او احتجاج کوونکو خېمې ووهلې او دخپلو غوښتنو دمنلو لپاره یې دخوست له هغو خلکو کار واخیست چې هرڅوک وغواړي‌ دیو چا په خلاف یې اودرولای شي . 

یوه خبره چې سترګي‌ نه شي‌ ورباندي‌ پټېدلای هغه دا چې دوالي ‌عبدالجار نعیمي‌ دولایت پر مهال په خوست کې لږ تر لږه دومري‌ دیموکراسي‌او امنیت راغلی دی چې نه په مظاهرو کې شکر کومه دنا امنیو پېښه شوې او نه هم دولایت مقام دخپلو امنیتي‌ساتونکو په مټ دمظاهرو مخه ډب کړې ده . 

دواړه لوري‌ هڅه کوي ‌چې په یوه دیموکراتیکه فضا کې بدلون راولي ، البته دولایتي‌شورا دځینو وکیلانو لپاره دنعیمي ‌لیري کول بدلون دی او دنعیمي‌لپاره دحالاتو سم لوري‌ته تګ لویه غوښتنه ده . 

دغه خلک چې نن دوالي ‌نعیمي په خلاف راغونډ شوي دي‌ دوه ټکي دمظاهرو ترتیب کوونکو ورنه پټ کړي ‌دي‌ . 

لمړی دا چې ټول والیان سرپرستان دي‌او دا ښکاره ده چې دډاکتر عبدالله او اشرف غني ‌له لوري‌ به په ولایتي‌ادارو کې ژور بدلونونه راځي‌. 

دوهمه خبره داده چې ښايي ډېرو احتجاج کوونکو ته هم نه وي‌معلومه چې دډاکتر عبدالله عبدالله او اشرف غني‌احمدزي‌ترمنځ دشوې پرېکړي له مخي‌ دولایتونو والیان باید دولایتونو اوسېدونکي‌نه وي‌، مطلب دا چې که احتجاج کوونکي دا خوب ویني‌ چې خوست وال به یې والي‌ وي او دوی به خپلي‌ ګټي ‌ترې اخلي دا غوښتنه یې ناسمه ده .‌

دا یو حقیقت دی چې جبار نعیمي په ډېرو سختو حالاتو کې خوست له یوه ځپلي‌ او لیري پراته مقام نه تر یوه داسي‌ښاره ورساوه چې اوس یې دیوې لوېشتي ځمکي‌ دترلاسه کولو لپاره خلک مظاهرې کوي . 

دا هم پټه نه ده چې دجبار نعیمي د ښه مدریت له کبله په خوست غوندي ولایت کې چې دډیورنډ پر پوله پروت دی او ستراتېژیک اهمیت لري تر بل هر ګاونډي‌ ولایت امنیت ښه دی او دخلکو اقتصاد یې هم تر ډېرو نورو ولایتونو پیاوړی دی . 

تر ډېره داحتجاج کوونکو دا ادعا سمه نه ده چې والي‌ نعیمي قومونه او خلک سره جنګولي دي بلکه برعکس څومره چې زما یاد دي دنعیمي دولایت پر مهال دخوست دلویو لویو قومونو شخړي حل شوې دي . 

بل داچې دخوست بیا رغاونه او هغه ولایت ته دهوايي ‌ډګر منظوري‌ دیادولو وړ خبري ‌دي‌او احتجاج کوونکي‌باید په دې پوی شي‌ دداسي یوه والي ‌په خلاف درېدل ددوی سیمي‌ته زیان لري .

دې کې شک نشته چې له نعیمي نه به ځیني خلک خوابدي‌شوي‌وي ،ځینو وکیلانو او مخورو کسانو ته به یې پروخت ځواب نه وي ویلی او ځینو کسانو به دنعیمي له نوم نه په ناوړه ګټه اخیستلو فساد کړی وي‌او یا به یې دځینو شخصي ګټو لپاره ملي ګټي ‌تر پښو لاندي کړې وي ،خو که په ژوره توګه وکتل شي نو دافغانستان په اوسنۍ اداره کې جبار نعیمي‌یو له هغو والیانو څخه دی چې په خپل ولایت کې خپلو خلکو ته تر ډېره بریده په هر ډګر کې کار کړی دی . 

اوس پوښتنه داده چې دمظاهره چیانو هدف ولي دخوست والي دی ؟ 

دا پوښتنه په بیلا بیلو ډولونو ځوابېدلای شي . 

خوست یو تاریخي‌او دستراتېژیک اهمیت څېښتن ولایت دی چې تازه دمه ورته دډیورنډ له پولي ها خو ګڼ کډوال راغلي‌دي‌. دنور اهمیت سره سره دوزیرستان دکډوالو راتګ خوست ته نور اهمیت هم وروبخښه . 

دخوست والي‌او دهغه پلویان وايي چې داحتجاج تر شا ولاړ کسان هڅه کوي‌چې دی له دندي لیري کړي‌،ځکه ولایت مقام یې درغلیوته نه پرېږدي . 

دسیمي ځیني خبریالان او دنظر خاوندان بیا په دې باور دي‌ چې داحتجاج کوونکو تر شا په شعوري یا نا شعوري توګه ځیني نوري‌کړۍ هم شته چې خوست نا ارامه کول غواړي . 

اوس دخوست تر والي ‌زیات مرکزي حکومت له بد امتحان سره مخامخ دی ، که والي‌ جبار نعیمي‌ ددې احتجاجونو په پایله کې له دندي ‌ګوښه کړي‌ نو دا به یو رواج شي‌ او بیا به په هر ولایت کې وکیلان خلک راغونډوي‌او والیان به له دندو ګوښه کوي . 

ځکه دولایتي‌شورا هر وکیل دزرګونو کسانو په رایه تر ولایتي‌شورا رسېدلی ،بیا نو دسلګونو کسانو راغونډول څه لویه ستونزه نه ده ، او که چېرته ډاکتر اشرف غني‌ ددا ډول مظاهرچیانو تر فشار لاندي راشي‌ نو هیڅ شک نشته چې فساد ته به لانوره لاره هواره شي‌، او خدای مکړه دولایتي‌شوراګانو وکیلان به هڅي‌کوي چې احتجاجونه وکړي‌او والیان به دهغوی ناسمو غوښتنو ته له دې کبله غاړه ږدي‌چې پر خپلو څوکیو پاتې شي . 

لیکوال : میرویس افغان 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …