کور / افغانستان او نړۍ / هرکال دیارلس زره افغانان د نري رنځ په ناروغۍ مري

هرکال دیارلس زره افغانان د نري رنځ په ناروغۍ مري

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وزارت د نوو شمیرونو له مخې هرکال تر دیارلس زرو پورې افغانان د نري رنځ د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تیرکال دغه وزارت د نري رنځ د ناروغۍ د قربانیانو شمیر تر دولس زرو پورې ښودل شوی وو.غني

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزوالدین فیروز د نري رنځ د ناروغۍ د مخنیوي او د دغې ناروغۍ په باب د خلکو د خبرتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان  چې د نري رنځ د ناروغۍ د پراختیا او مړینې له امله په ټوله نړۍ کې دوویشتم هیواد دی.

ډاکټر فیروز وویل "هرکال په افغانستان کې اته پنځوس زره کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته کیږي چې له دغې ډلې د دولسو زرو نه نیولې تر دیارلس زرو پورې کسان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي چې له بده مرغه زیات شمیر یې ښځې دي. ددې لپاره چې د ښځو د بدن ټیټ مقاومت او د هغوی د اخته کیدلو امکانات د دې سبب کیږي چې ډیرې ښځې په دغه ناروغۍ اخته شي ".

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د افغان حکومت د یو لړ اقداماتو یادونه وکړه وې ویل چې تیرکال یې د نوو اخته شوو ټولوناروغانو له ډلې د ۵۶  فیصدو ناروغانو ناروغۍ تشخیص کړي او تر شپږو میاشتو يې درمل هم ورته برابر کړي دي.  

 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د نري رنځ د ناروغۍ اکثره قربانیان خوار او نیستمن خلک دي چې د دریو نه دوه برخې یې ښځې دي.

د روغیتا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ وو،  د شمیرونو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې په ټوله نړۍ کې  نهه میلونه خلک په نري رنځ اخته شوي وو.

د نري رنځ د نړیوالې ورځې دې غونډې ته په کابل کې د د روغیتا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ وو استازي ډاکټر ریچارډ پیپرکورن په نړۍ او افغانستان کې د نري رنځ د درملنې په برخه کې د یوې بلې ستونزې یادونه وکړه وې ویل چې د درملو په وړاندې د نري رنځ د ناروغانو د مقاومت شمیر هم په نړۍ کې مخ په زیاتیدو دی.

هغه دوویل چې یوازې په افغانستان کې تیرکال د دغسې ناروغانو شمیر دولس زرو ته رسیدلی وو.

نری رنځ یا توبرکلوز یوه انتاني ناروغي ده چي زیاتره د انسان په بدن کې سږي تر برید لاندې راولي.

ډاکټران وایي چې  هرکله چې یو ناروغ په نري رنځ اخته وي، دا ناروغ کس د ټوخیدو سره د نري رنځ میکروب هوا ته خپروي او ورسره دا ناروغي نورو روغو کسانو ته هم خپریږي.  

د کابل د اندراګاندي د ماشومانو د روغتون د پلوکلینک امر ډاکټر سید اسدالله سادات امریکا غږ ته وویل چې د هرڅوک په یوه کور کې له دوه اونیو زیات وټوخیږي نو باید ډاکټر ته ورشي او خپل ځان معاینه کړي.

ډاکټر سادات وویل " که یو ناروغ په یوه کورنۍ کې په دوامداره توګه د دوه اونیو لپاره وټوخیږي او وزن یې مخ په کمیدو شي، اشتها یې کمه شي او د شپې له خوا خولې کیږي دا ډول کسان باید ژر ډاکټر ته ورشي او که چیرې په نري رنځ اخته اوسي نو باید د دغې ناروغۍ درملنه پیل کړي".

ډاکټران وایي چې دا ناروغي د علاج وړ ده خو چې په وخت یې علاج وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په اوس وخت کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو ۸۵ فیصده یې د علاج لپاره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي او درملنې ته لاس رسې لري.

له امریکا غږ اشنا راډیو په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …