کور / راوي / دشهلا عطامړینه که وژنه ! عالیه راوي اکبر

دشهلا عطامړینه که وژنه ! عالیه راوي اکبر

شهلا د سردار غلام صدیق لور په ۱۳۴۶ هجري لمريز كال د کابل په ښار كې زيږيدلې ده.هغې خپل پلارنی ولایت کندهار یاداوه  او ژوند یې په کابل کې کاوه .

شهلا عطا د افغانستان په ولسي جرگه کې د(۱۵) دورې لپاره له کابل نه د خلکو استازې وه.، مېرمن عطا په خپلواکه توگه ځان د افغانستان د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته کانديده وه.عالیه راوي اکبر

شهلا عطا په ژوند کې ویلي وو چې پلار یې سردار غلام صدیق خان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د پوځ جنرال و.

آغلې عطا ویلي وو، له محمدزیو سره تړاو لري، چې د نسب شجره یې تر امیر دوست محمد خان  پورې رسېږي.

شهلا عطا پاکستان کې په ارواپوهنه کې زده کړې کړې وې چې په ۱۳۳۹ کال امریکا ته تللې او هلته یې د نرسې په توګه هم کار کړی دی.

داغلې عطا مړی دپانجشنبې په ورځ په کابل کې دهغې په کور کې وموندل شو. مېرمن عطا دکابل په عادي سیمه کې نه اوسېدله بلکه په ګران بیه سیمه کې ژوند کاوه . 

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وايي چې دشهلا مړی یې دعدلي طب لپاره روغتون ته استولی او انتظار باسي‌چې دپېښي اصلي علت را څرګند شي . 

دشهلا عطا دمړي‌دموندلو سره سره په فیسبوک او ټولنیزو رسنیو کې شور جوړ شو ،ځینو وویل چې مېرمن شهلا وژل شوې ده . 

ځینو ویل چې نه هغه مړه شوې ده . 

ځیني وايي چې هغې زیاته نشه کړې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی . 

تر اوسه لا خبره ګونګه ده ،خو که چېرته وکتل شي‌نو ښايي اوس مهال په کابل کې دشهلا مړینه ممکنه ونه اوسي ،او که ممکنه وه اوسي نو بیا سوال دادی چې شهلا به وژلې چا وي ؟

طالبان خو هسي‌تر ډېره په ښځو کار نه لري‌او که بیا چېرته طالبانو هم وژلای نو بیا خو به په ټک ، کارتوس ، بم او یا هم ځانمرګي برید وژل شوې وای . خو داسي نه ښکاري چې دا کار دي دطالبانو وي . 

بله خبره داده چې هغه یوه مخوره مېرمن وه او که داسي وای چې په ناروغي مړه کېدلای نو بیا ښايي چې هغه تر روغتون پوري رسول شوې وای او که مړه کېدلای نو بیا به هم په روغتون کې مړه شوې وای او مرموزه مړینه یا وژنه به نه وای . 

اوس خبره دنشې دحالت ده ، که هغې چېرته رښتیا نشه کړې وي او په زهرجنو شرابو وژل شوې وي نو بیا خو هم دا مړینه نه ده بلکه وژنه ده ،او حکومت ته په کار دي چې هغه کس راپیدا او جزا ورکړي چې زهرجن شراب یې شهلا عطا ته ورکړي دي . 

دا چې شهلا نشه کوله او کنه ، زه نه یم ترې خبره ،البته زموږ په افغانه ټولنه کې زما پر هغه انځور هم نیوکې کېږي چې کلونه وړاندي انټر نیټ ته ختلی او زه ورکي سرتور سر یم . 

دلته اوس خبره دشهلا عطا دمړیني یا مرګ ده چې هغې ژوند ورکي له لاسه ورکړ. په کار خو دادي چې افغان حکومت په دغه موضوع کې له پوره دقته کار واخلي‌او داسي نشي چې ددوسیې دختمولو لپاره دغه مېرمن بېځایه تورنه شي . 

شهلا که په زهرو وژل شوې او که چا تر غړې نیولې یا یې پر خوله بالښت ورایښی دی ، په کار ده چې موضوع ښکاره شي . او که هغه په خدايي مرګ مړه شوې ده هم په کار دي چې حکومت دهغې دمرګ په تړاو پوره معلومات خپاره کړي . 

دافغانستان ځوان او رسنیز کهول ته په کار دي‌چې شهلاعطا بېځایه په شرابو څیښلو او نشه کولو تورنه نه کړي او انتظار وشي چې دهغې دمړیني ریښتونی حالت راڅرګند شي .

په درنښت 

لیکواله : عالیه راوي اکبر 

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …