کور / راوي / هند،پاکستان ، افغانستان او طالبان ! عالیه راوي‌اکبر

هند،پاکستان ، افغانستان او طالبان ! عالیه راوي‌اکبر

دروان ۲۰۱۵ کال دریمه میاشت رانوې شوه ، هر لورته دا یوه خبره کېږي‌چې دا کال به دافغانستان په تاریخ کې ډېر مهم کال وي او دا به دطالبانو دجنګي ‌حرکت وروستی کال وي . 

دا اټکلونه او څرګندونې یوازي او یوازي دافغانستان او پاکستان دبهرنۍ پالیسي دبدلون په رڼا کې کېږي . دافغانستان دایتلافي‌حکومت تر جوړېدا راوروسته تر بل هروخت ظاهرآ افغانستان او پاکستان یوبل ته نېژدې شوي‌دي . عالیه راوي اګبر

ددواړو هیوادونو واکمن هڅه کوي‌چې ددوستي‌او مرستي فضا وساتي ، دپاکستان پوځ پر خپلو رسنیو غږ کړی چې د افغانستان په اړه دي له منفي‌خپرونو ډډه وکړي ، افغان حکومت هم خپلو چارواکو ته ویلي دي‌چې دپاکستان په اړه دي په رسنیو کې له منفي‌خبرو ډډه وکړي او انتظار دي‌وباسي چې یوځل سولي ته بشپړه لاره پرانیستل شي .

پاکستان افغانستان ته ژمنه ورکړې ده چې له طالبانو سره به روغه ورکوي . افغانستان به ددغه روغي‌په بدل کې پر ډیورنډ کرښه دخندق په اړه څه نه وايي، دپاکستاني طالبانو مشران به پاکستان ته ورسپاري ، په کنړ کې به دبند جوړولو پروژه پاکستان ته ورکوي ، دافغان پوځ دروزلو په چاره کې به پاکستان ته لوړ مقام ورکوي‌ . هم دا راز پاکستان له افغانستان نه ژمنه اخیستې ده چې په افغان خاوره کې به دهند اثر کموي او دپاکستان اثر به زیاتوي . له دې سره سره به ځیني‌نوري پټي او ښکاره ژمنې هم شوي‌وي ، چې لا تر اوسه موږ بشپړ نه یو ترې خبر . 

خو ددغو ژمنو په مقابل کې افغان حکومت یوازي او یوازي له طالبانو سره سوله غواړي‌. په دغه جبري سوله کې چې طالبان به دپاکستان له لوري په وچ کلک زور سولي ته اړیستل کېږي‌نوري ډېري خبري هم شته . یوه لویه ستونزه چې افغان حکومت ورته پټه خوله او خاموشه دی هغه دا چې په پاکستان کې دشا وخوا ۴ میلیونه افغان کډوالو کړاو دی چې هره ورځ دپاکستاني ادارو له لوري‌ځورول کېږي . 

ددغې جبري ناڅرګندي سولي لپاره موږ ډېري لويي قربانۍ ورکوو. 

تر ټولو ستره قرباني دهند غوندي‌دوست هیواد قرباني ده چې پاکستان یې په هر قیمت مخنیوي‌ته تیار دی ،خو افغان حکومت له بده مرغه په ډېر لږ قیمت هند هیواد پر پاکستان پلوري . 

داشرف غني او ډاکترعبدالله ایتلافي‌حکومت که څه هم په بهرنۍ پالیسي کې ژور بدلون راوستی دی او دا یو ستر بدلون دی ،خو ددوی دې ټکي‌ته پام نشته چې دهند داثر ختمولو په بدل کې پاکستان ډېر لوی قیمت ته تیار دی . دنورو قربانیو دورکړي‌ حاجت نشته . 

اوس هم وختي‌دی ،پر پاکستان باید فشار راوړل شي‌چې دافغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي‌کنه ددغه کار دنه کولو په صورت کې افغانستان بیا ځلې دهند مرسته تر لاسه کړي‌.‌

که چېرته پاکستان وګوري چې افغانستان بیا هم له هند سره پر پخوانۍ تګلاره روان دی نو ډېر ژر به دکډوالو افغانانو له ځورولو لاس واخلي‌. 

بل لوري ته طالبانو او افغان حکومت ته په کار دي‌چې پخپله خوښه ده خبرو لار سره راوباسي‌، نه دا چې دپاکستان په خوښه سوله وکړي . که چېرته سوله دپاکستان په خوښه کېږي نو بیا به په سوله کې هم زیات شرطونه دپاکستان منل کېږي او پآکستان به هغه طالب قوماندانان دحکومت لیکو ته ننباسي‌چې یا خو دپاکستان استخباراتي‌کړیو ته بلک میله دي او یا یې دپاکستان سره خواخوږي‌زیاته ده . 

دا یو حقیقت دی چې ټول طالب قوماندانان او دطالبانو ملاتړي او خواخوږي دپاکستان ملاتړي‌او خواخوږي‌نه دي‌،خو له دې هم سترګي‌نشي‌ پټېدلای چې په طالبانو کې دپاکستان ملاتړي شته دي‌. 

طالبان رښتیا هم تر ډېره ډېره دپاکستان مرستي‌ته اړتیا لري‌، دهغوی مشران هلته پټ دي ، دهغوی کورونه هلته دی ، دهغوی دهوساینې او درملنېې ځای پاکستان دی نو بیا خو ښګاره خبر ده چې پر دوی به دپآکستان اثر ارو مرو وي‌ . 

اوس خبره داده چې که چېرته طالبان په دې پوهېږي چې پاکستان یې په زور دخبرو لورته را اوباسي‌ ، له افغان حکومت سره خبري‌او سوله ددوی مجبوري‌ده ،نو بیا خو په کار دي‌چې طالبان له موقعې نه په ګټه اخیستلو خپله لاره وباسي‌او له افغان حکومت سره تر هرڅه وړاندي‌پر یوه داسي‌پروسه خبري‌وکړي‌چې دطالبانو کورنۍ په افغانستان کې ژوند وکړای شي‌، ددوی علاج او درملنې ته لار هواره شي او دوی په افغانستان کې د اوسېدلو لپاره ځای پیدا کړي . 

که چېرته طالبان مجبوري احساسوي‌او اوس هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه راوزي ڼو بیا خو دا دطالبانو یوه لویه تېروتنه ده چې نه یوازي‌دا چې ددوی ۱۳ کلنه اوږده جګړه به په خاورو لاهو کړي‌بلکه ملت ته به یې هم درانده زیانونه واوړي‌.

لیکواله : عالیه راوي اکبر 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …