کور / خاطرې / خاطره

خاطره


یوه ورځ د جلال اباد ښار نه تگاب ولسوالۍ (د کاپیسا ولایت پورې اړوند ولسوالۍ) ته روان تللم، د تگاب اډه په جلال اباد کې د کابل اډې سره ده کله چې هلته ورسېدم یوازې یو سراچه موټر پاتې وو، د تگاب چلوونکې معمولاً په مخکې سیټ کې دوه او په وروسته سیټ کې څلور کسه کښېنوي، وروسته سیټ پوره وو یوازې یو کس ته چلوونکی په انتظار وو، زه هم همدا شان په مخکې سیټ کې یو مشرحاجي صیب سره کښېناستم، حاجي صیب د دوبۍ نه تازه راغلی وو په تنه هم ښه وو، د وزن په مقابله کې يې شاید له ډېرو گټلی وای، په دغه وخت کې د ژوند څوارلسم پسرلی ته داخل شوی وم، پته نشته چې ډېر بې زړه وم او که د مشرانو احترام راته واړاندې وو، د جلال اباد نه مو حرکت وکړ په لاره روان وو، ډېره گرمې وه زړه مې دومره تنگ شو نږدې وو چې بې هوښي را باندې راشي په دې وخت کې په تنگې (د جلال اباد او کابل په لویه لاره د یوځای نوم دی) کې وو، خو دلته خدای راباندې رحم وکړ چلوونکي موټر د سرک غاړې ته ودروه ویل يې راځئ چې دلته لږ شخي وباسو، مخ او لاسونه به هم ووینځو، وروسته له دې بیا په موټر کې سپاره شوو کله چې د سروبي بازار څخه ووتلو د نغلو بند نه لاندې او باندې ډېر پرله پسې کږلېڅونه دي د موټر سرعت هم نسبت هغه سرک او کږلیڅو ته ډېر گړندی وو، په هر موړ کې چې به موټر په سرعت سره تاویده حاجې صیب به پر ما تکیه شو، دومره فشار به يې پر ما راوړ چې زړه به مې خولې ته راغی لکه په تواف او لاریونو کې چې کومه ټیله او ټمبه وي، په همدې وخت کې حاجې صیب ښه په سور کې ویده وو، حوصیله مې له لاسه ورکړې وه چلوونکی هم راباندې پوه شو چې ځای مې تنگ دی، حاجي صیب ته يې غږ کړ، څه کوې هلک دې ووژه، ویښ شو لږ یو خوا ته شو خو ځای مې بیا هم تنگ وو، هلته مې په ذهن کې دامتل متل ناسم ثابت شو چې وایي، (چې زړه تنگ نه شي ځای نه تنگېږي).

 

لیکوال: ضمیر ساپی

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د میرا د نکاح پرسر نکاح قضیه وتړل شوه

د پاکستان د لاهور محکمې وروسته له هغې د اداکارې میرا د نکاح پرسر د …

مرګيه ډېر ناځوانه يې!/ريښتیني یادښتونه

دلته نفرت شته دی، خو مینه نشته، دلته ژوند ښه دی، ارام نشته، پرون ښه …