کور / مقالې / له بهر نه افغان پوهانو ته نه؛ بلکه هیواد ته د ناپوهانود راتګ اړتیا ده

له بهر نه افغان پوهانو ته نه؛ بلکه هیواد ته د ناپوهانود راتګ اړتیا ده

Kamaliپرون له يوه مشر دوست سره ملګری شوم د پوهاند محمد هاشم کمالي لیدو ته ورغلو، دلیدنې، نظریاتو او خبرو بحث بېل دی، خو دهغه په اړه ډاکټر قیوم مومند وویل چې د مالیزیا په اسلامي پوهنتون کې استاد او د کومې څانګې رئیس ؤ. بیا د قطر هیواد آمیر چې دده لیاقت لیدلی ؤ البته په ځینو نړيوالو کانفرانسونو کې، له کمالي صاحب نه يې غوښتنه کړي وه چې قطر ته ورشي، هغه هم ورسره منلي وه چې په قطر کې  نړيوال څیړنیز مرکز پرانیزي. 

د مالیزیا اسلامي پوهنتون له استادي او د څانګې له مشرتوب نه يې استعفی ورکړه. د مالیزیا د هغه وخت مشهور صدراعظم خبر شو چې پوهاند کمالي د پوهنتون څخه استعفی ورکړي او غواړي کوم بل هیواد ته ولاړشي.

کمالي صاحب افغان دی، د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی. عبدالله حاجي احمد بدوي د مالیزیا صدراعظم کورته ورغی ورته يې وویل چې تاسي ولی د مالیزیا اسلامي پوهنتون ته استعفی ورکړي ؟ کمالي صاحب ورته وویل چې زه علاقه لرم چې په څیړنیزه برخه کې کار وکړم، او د قطرهیواد ته ځم. د مالیزیا صدراعظم ورته وویل چې څیړنیز مرکز څومره پيسو ته اړتیا لري. کمالي صاحب ته يې ۵۰ میلیونه رینګټ ورکړل. او پري يې نښود چې د مالیزیا خلک ددغه افغان له خدمت څخه بې برخې شي.

اوسمهال کمالي صاحب په مالیزیا کې د پرمختللو اسلامي زده کړو د نړيوال انسټیټیوټ مشر دی.

کله چې مومند صاحب دغه کیسه راته وکړه ډیر چرت یووړم.  زموږ سیاسي معامله ګر دولتي مشران پوه او لایق افغانان له دي کبله له هیواد څخه پسې اخلي چې ددوی ځای ونه نیسي او د نورو هیوادونو مشران هڅه کوي چې لایق او پوه خلک چې هر څوک وي د خپل هیواد او خلکو د خدمت  له پاره کار ورڅخه واخلي.

همدا  کمالي ؤ چې کله ډاکټر اشرف غني د کابل پوهنتون رئیس ؤ، دده دراتګ خبره هم نږدې شوې وه، خو بیا د نامعلومو عواملو له کبله د کابل پوهنتون ته  راوستل نه شو، او د کابل  پوهنتون محصلین يې له خدمت او لکچرونو څخه بې برخې پاتې شول.

افسوس افسوس سیدجمال الدین نه پريږدو، پوهان، عالمان او مشران نه پريږدو، هغه څوک دولتي مشرانو ته په کار دي چې ددوی چاپړوسې وکړي او ددوی هره خبره ومني، سمه او ناسمه خبره يې رد نه کړي.

افغان دولتي چارواکې  هغه پوه او ځیرک افغانان ( په کور دننه او بهر) نه شي زغملای چې هغوئ خپل نظر ولري او د هیواد  له پاره کار وکړي.

موږ په کور دننه او بهر د پوهاند کمالي په ډول نور هم ډیری پوه، لایق او تجربه لرونکې افغانان لرو، خو دهغوئ له فکر او مغزو څخه اوسني او په تیرو ۳۵ کلونو کې د بهرنیانو لاسپوڅو حکومتونو ونه شوای کولای چې کار ورڅخه واخلي او په هیواد کې دننه د خدمت زمینه ورته برابره کړي.

بدبختانه هغو کسانو ته بیا د کرزي حکومت په تیرو ۱۳ کلونو کې د راتګ ښه زمینه برابره کړه، چې کورونه يې په بهر کې دي، د بهرنیو هیوادونو له پاره يې جاسوسې کوله، دلته يې په لوړو چوکیو د لیاقت نه بلکه ددوئ بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسې له برکته کښينول ، همدوئ افغانستان سره د امریکا او بهرنیو هیوادونو مرسته شويو پيسو د پام وړه اندازه  غلا کړه، بهر ته يې دغه پیسې وایستلي او کله هم چې په افغانانو بده ورځ راشي، دوئ به بیا هم خپلو بادارو هیوادونو ته پناه یوسي، بدبختې او ناامني کې به بیا هم بیچاره او مظلوم افغان ولس پرېښودل کيږي.

زه ښه پوهیږم چې په بهر او کور دننه ډیری پوه، لایق او تجربه لرونکې په هیواد او خپل افغان ولس مين افغانان ژوند کوي، خو هغوئ ته ځکه د راتګ چانس نه ورکول کيږي چې بیا د فاسدو او غلامو چارواکو د فساد ، اختلاس او غلا د خنډ سبب کيږي.

په دي هیله چې زموږ هیواد نور د دغو څو تنو سیاسي معامله کوونکو له ګروګان  او بهرنیانو له شتون څخه خلاص  شي، د امریکا سره د غلامي امنيتې تړون لغوه شې، سوله او امن راشي، د ګردو سیاسي ډلو څخه يې سم خلک د  افغانانو رښتونې مشران  په حکومت کې خپل حقوق ترلاسه کړي، په کور دننه او بهر هغه پوه او لایق افغانان چې اوس نه غواړي د بېلابېلو لاملونو له مخې د افغان دولت په اوسني چوکاټ او تشکیل کې کار وکړي،  هغوئ ته زمینه مساعده شي چې د هیوادوالو خدمت وکړي.

امیددی چې د افغانستان دسولې امنیت  او پرمختګ له پاره په کور دننه او بهر د افغان رښتونې بچیان لاسونه سره يو کړي، هیوا د او ولس نور د نا اهلو سیاست کوونکو له ولکې وژغوري او  هڅې وکړې چې هیواد د ګاونډیو او نورو هیوادونو سره په هر ډګر کې  سیال کړلای شي.

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …