کور / راوي / بلادي ستا پر مسلماني شي ! عالیه راوي اکبر

بلادي ستا پر مسلماني شي ! عالیه راوي اکبر

ټولنیزه رسنۍ فیس بوک په ټوله نړۍ کې دچټکو اطلاعاتو درسولو ترڅنګ ، دتبدیلیو او اړیکو دساتلو لپاره یوه له ښو وسیلو څخه ده ،خو زموږ ځینو بې شعوره او بې ننګو تش په نوم افغانانو یوازي‌او یوازي دښکنځلو ،سپکولو او ترټلو لپاره له دې رسنۍ څخه کار اخلي . 

ځینو ځوانانو ځانونه داسلام ټیکه داران جوړ کړي دي‌او داسي‌انګېري چې خدای مکړه دا دلوی خدای مسلماني او اسلام یوازي دده پر دې ناپوهه ککرۍ ولاړ دی او که دده له پروړه او ګندګیو ډکه ککرۍ نه وه نو ګواکې اسلام به له خطر سره مخ شي او مسلماني به دنړۍ نه ټوله شي‌. عالیه راوي اکبر

دا ډول کم عقله کسان له داسي‌ یوه ناوړه فکر سره سره داسلام دتبلیغیانو دنده هم په غاړه وړي ، دوی داسلام داسي تبلیغ کوي چې په یوه څادر نه پرسرکولو یوه ښځه له اسلام نه اوباسي او دمرګ دجایز کولو امر یې کوي . 

زه ځینو بې شعوره ،بې ننګو او بې پته تش په نوم افغانانو ډېره زیاته ځورولې یم ، کنه زه جزباتي ښځه نه یم او نه مي‌هم له جزباتو ډکي لیکنې خوښېږي ،خو دځینو بې ضمیره انسانانو له کبله اوس دې نتیجې ته رسېدلې یم چې خپله دفیس بوک پاڼه وتړم . 

زه یوه پښتنه یم ، ښايي زما دعمر لرونکې ډېري لږ مېرمني دي‌دا ډول فعاله وه اوسي چې هره ورځ ،هره شېبه دخپل هیواد له حالاتو دفیس بوک له لاري ځان خبروي.

زه په عمر زړه شوې یم ،خو احساس مي ځوان پاتې دی او هڅه مي داده چې دهیواد له هري پېښي‌خبره شم او دځینو نورو کسانو په څېر ښه ته ښه او بد ته بد ووایم ،خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې بد ته بد ویل هم ددې سبب ګرځي چې یو کس دي ګواښي ، ښکنځي دي ، سپکي سپوري درته وايي او تهدیدوي دې . 

زه پوهېږم چې ددغه ډول کسانو تهدیدونه تر ما پوري نشي‌رارسېدلای او نه هم ددوی ښکنځل ماته ډېر اهمیت لري ،ځکه ددوی فاملي تربیه هم داسي شوې ده چې یو بل ته ښکنځلې کوي . هو په دې ځورېږم چې په هیواد کې مي داسي کسان خورا زیات دي چې افغاني دود تر پښو لاندي کوي او سپکې سپوري وايي . 

زما دلیکنو لوستونکي پوهېږي چې زه دامریکا خواخوږې نه یم ،خو دمجبوري پر اساس دلته ژوند کوم ، ستونزي لرم او ناروغه یم ،خو که کله هم زما ډاکتران اجازه راکړي چې زه اوږد سفر وکړم او په خپل هیواد کې دګڼو نورو افغانانو ترڅنګ ژوند وکړم ،زه به یوه ورخ هم په امریکا کې پاتې نشم . 

البته دا داسلام ټیکه دار ځوانان چې په پټو نومونو او دبل په نومونو ښکنځلي کوي ،که دوی ته څوک په امریکا کې دژوند کولو زمینه برابره کړي ، نو زه ډاډه یم چې افغانستان څه چې تر ایمان به هم ورته تېرشي . 

زه له دغو ځوانانو غوښتنه کوم چې دخدای په خاطر له آزار او ناوړه تهدیدونو ، ښکنځلو او سپکو سپورو لاس واخلي ،ښه به داوي چې مطالعه وکړئ او دښکنځلو پر ځای دزغملو دود ته مخه کړئ . 

هڅه وکړئ چې خپل راتلونکي نسلونه دې ته وهڅوئ چې دجګړې پرځای سولي او د سپکاوي پرځای درناوي ته مخه کړي . 

تاسو چې انټر نیټ ته لاس رسی لرئ ،ښکاره ده چې په خپل کلي‌او ګاونډ کې به لويي لويي خبري هم کوئ او خلکو ته به ځانونه لوستي ورمعریفي کوئ ،خو که چېرته سپک حرکات وکړئ نو هیڅ عجبه نه ده چې خلک به درنه نفرت وکړي او ستاسو د رویې له کبله به خپل اولادونه له ښوونځیو راوګرځوي . 

ځکه ددوی لپاره خو تعلیم یافته تاسو یاست او تاسو هسي ځان جوړکړی چې وايي : 

چې علم یې ويعمل یې نه وي 

لکه پر خره باندي چې بار کې کتابونه 

لیکواله : عالیه راوي‌اکبر 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …