کور / مقالې / زما ځای پښتون ته مه ورښیه – رشید دوستم

زما ځای پښتون ته مه ورښیه – رشید دوستم

Dostum 11

عبدالرشید دوستم چې په شمال کې د طالبانو سره په  جګړو کې ماتې وخوړه، ترکيې ته ولاړ او هلته يې استوګنه کوله.

په ترکیه کې ډیر پټ ځای اوسیدی، دومره ویریدلی ؤ چې خپلو نږدې ملګرو يې هم ځای  نه شو پيداکولای.

د ترکي چارواکو په وساطت يو ترکي ژورنالسټ ته د عبدالرشید  دوستم سره د مرکې کولو زمینه برابره شوله.

ښاغلی امام الدین ساپی وايې : ناوخته مازیګر مهال  ترکی  ژورنالسټ راغی، او ماته يې وویل چې نن مې د افغانستان له يوه مشهور کس سره په زړه پورې مرکه وکړه، د ترکيې په مشهور اخبار او ټلویزون کې به دغه مرکه خپريږي،ژورنالسټ وویل چې ډیر وخت وروسته وتوانېدم چې دوستم مرکې ته تیار شې، ژورنالسټ يواځي زه دومره پېژندلم چې افغان یم، هغه پوه نه ؤ چې زه پښتون، تاجک يا د بل قوم یم، ساپی صاحب وایې چې ترکي ژورنالسټ وویل د مرکې په  پای کې دوستم زما څخه يوه پټه او خصوصي غوښتنه وکړه، نه پوهیږم چې تاته ووایم که نه، ورته مې وویل چې خیر زه او ته خو له ډیره وخته سره پېژنو، راته ووایه چې هره خبره وي، دوستم تاته څه ویلي دي.

 ترکي ژورنالسټ وویل چې دوستم سره چې مې کله مرکه خلاصه شوه، هغه راته وویل زما ځای او ادرس هیڅ افغان ته مه ورښیه، زه دلته پټ اوسیږم،  او پام دي وي چې پښتون ته زما ځای ونه ښايې. پښتانه ډیر خطرناک خلک دي، زموږ ورسره جګړه ده، که زما ځای ورمعلوم شې بیا دلته په ترکیه کې هم  مشکل راته جوړيږي.

ترکی ژورنالسټ نور نه پوهیدی چې پښتانه څوک دي، خو ویل يې چې زه تعجب کوم چې دا څه ډول خلک دي چې رشید دوستم په  ترکیه کې هم ورڅخه ویره لري، په خپل کور کې پټ دی، د افغانانو سره لیدنه او راشه درشه نه کوي او ماته وایې چې زما ځای پښتون ته ور ونه ښئې.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال به  دوستم د خپل ګلم جم ملیشو له پاره د ځینو سېمو ساتنه د پيسو په مقابل کې د دولت څخه په ټیکه نیولې، دوستم د کندهار ولایت  ته د خپلو ملیشو د تګ له پاره زړه ښه کړ، له ډاکټر نجیب سره يې د پيسو په مقابل کې معامله وکړه، کله چې کندهار ته بدنامه ګلم جم ملیشه ورغلل، دوئ فکر کاؤ چې د نورو سېمو په ډول به دلته هم هرڅه چې يې زړه غواړې هغه به کوي، هر سهار به د حمامونو مخکې او په کوڅو کې د ګلم جم ملیشو مړې پراته ؤ، د کندهار خلکو به پرته له دي چې  په اړه يې فکر وکړي چې چیرته يې په ګلم جم ملیشه لاس بر شوی وای ویشتل يې. په کوڅو کې د ګلم جم ملیشو مړې چې هر سهار به خلکو او خپله د دوستم ملیشو لیدل، دغه بدنامه ملیشه دومره وارخطاء کړل چې پای له خپلو قراراګاؤ څخه نه راوتل، او بالاخره يې کندهار ډیر ژر پريښود.

کله چې د اسلامي ډلو مجاهدینو خوست د ډاکټر نجیب الله  د قوتونو څخه ونیوی،  ژوندي پاتې شوې ګلم جم ملیشه له خوست نه کابل ته پرلاره ټوله تلف شوه، هر ځای به د سړک تر غاړې ددوی مړو بویونه کړي وه.

رشید دوستم ته لکه چې یاد نه دي چې په کابل کې يې له احمدشاه مسعود سره جګړه ونښتله، دده ملیشو تر صحت عامې څلورلارې پورې راورسیدل، خو د مسعود په مقابل کې يې ماتې وخوړه، او بیا يې وروسته کابل پريښود شمال ولایتونو ته يې خپلې ملیشې يووړې.

د طالبانو سره د جګړې پرمهال يې داسي ژر تېښته وکړه چې د دوستم د تېښتې له خاطراتو ډکه خاطره ورته پاتې ده.

بیا هم يو دوه ځله د ازبکستان دلاري دوستم شمال کې د جنګ له پاره زړه ښه کړی ؤ، مګر راپورونه ؤ چې دوستم به مخکې له دي چې د جګړې سېمې ته ځان ورسوې بیرته به  يې تيښته وکړه.

هو! کله چې امريکا پر افغانستان هوايې بریدونه پېل کړل، بیا نو دوستم له ترکيې څخه راغی، او د امريکايې چتر لاندي يې جګړه وکړه، طالبان چې په سیاسي برخه کې لاهم پاخه نه ؤ د دوستم پر وعدو وغولیدل، ځینې مهمو طالب مشرانو دوستم ته ځانونه تسلیم کړل، چې د طالب نه جبرانیدونکې تېروتنه وه، بیا نو سمه ده چې په لاس تړلو پښتنو دوستم بدمعاشي کوله، او د جنګې قلعه په بند کې يې په زندانې پښتنو خپله بدمعاشي کوله، داسي بدمعاشي چې خالي لاس پښتنو څخه ویریدی، زندان ته يې ملیشه نه شوای داخلیدای، او له خپل بادار امريکا څخه يې د بمبارد غوښتنه وکړه، اوس نو خود دوستم وايې چې ۴۵۰۰۰ طالبان  يې له منځه وړې دي.

جنرال دوستم! ستا به ياد وي چې په شمال کې دي لاره بنده کړه،  د نورو ډلو وسلوال او يا د لنډ مهاله حکومت وسلوالو ته دي د جنګ ګواښ وکړ، کله چې د هغه وخت ولسمشر کرزي په سټلایټ ټلیفون درته وویل چې خلکو ته لاره ورکړه، تا سپکې سپورې وکړي، ودي ویل چې د شمال مشر زه یم، لږ وروسته د امريکايانو له خوا درته وویل شول چې لاره د حکومت د وسلوالو پرمخ خلاصوي که بمبارد درباندي وکړو؟

ګوره! تا هغه کرزي ته چې لږ مخکې دي ورته سپکې سپورې کړي وي، څه وویل: کرزی صاحب! ما مثل بچه شما هستم، هرامر کې میکنې قبول داریم، از مه اشتباه شد، به خدا قسم، هرچه میخواهي ما میکنم، به دوستا (امریکايها) بګوئید که ما عسکر شما هستیم، بار دیګر این اشتباه تکرار نمیشود. او کرزي ته دي زارۍ کولي چې امريکايانو ته ووايې چې پر ما غصه نه شي، او پر ما  امکانات بند نه کړي.

وروستۍ پېښه د رشید دوستم له جمعه خان همدرد سره ډغره وهل ؤ، همدرد د جوزجان د دوستم د پيدايښت په ټاټوبې کې والي ؤ، دوستم نه شو زغملای،  کله چې ددوی ترمنځ شخړه زیاته شوه، د دوستم پخوانیو ملیشو برید وکړ، ټول په وسلو ښه سمبال ؤ، د جمعه خان همدرد سره چې دده خپل ساتونکي ؤ هغوئ يې مقابله داسي وکړه چې تاریخې درس يې دوستمیانو ته ورکړ، چې بیا ځل د پښتنو سره جګړې ته زړه ښه نه کړي.

زه دلته ولي پښتون یادوم، نه مې خوښيږې چې د قوم خبره ؤشي، مګر داچې دوستم د خپل ځان دښمن پښتون بولې، داکه طالب وی يا غیر طالب (جمعه خان همدرد خو طالب نه ؤ)، نو ځکه همدا نوم کاروم، او ترکي ژورنالسټ ته د دوستم له خبرې معلومه شوه چې دوستم له هر پښتون څخه ویره لري او خپل دښمن يې ګڼې.

آیا دوستم کله له اشرف غني څخه پوښتنه کړي چې ولي ددوئ د کمپاین په وخت په پښتون ميشتو سېمو کې اشرف غني د لويو لویو غونډو پرمهال د دوستم د عکس له ځړولو او نصبولو څخه ډډه کوله، او دپشتون قوم له قهر څخه يې ولي ویره لرله؟

سې آی اې  ډیره هڅه وکړه چې د پښتون او تاجک قومونو ترمنځ داسي نقاق او نفرت پيداکړي چې بیا دغه دوه  قومونه په يوه ټغر سره راټول نه شي، کله چې سې آی اې ونه توانیدله، ځکه په لیري پرتو سېمو کې تاجک پښتون خپل ورور او پښتون تاجک خپل ورور ګاڼه، ځينې سياسې لوبغاړي چې د پلان د عملې کیدو برخه ؤ، ونه توانیدل.

بیا ځل سې آی اې هڅه وکړه چې د پښتون او هزاره قوم ترمنځ داسي شخړې او نفرتونه ایجاد کړې چې دغه نفرتونه پای ونه لري، مګر داچې د هزاره قوم کلیوالیو مشرانو (نه سياست کونکې) له هوښيارې کار واخیست، خپل سياسې معامله ګر يې وپوهول چې پښتون زموږ مشر ورور دی، جګړه نه کوو، او که جګړه کوو ډیر  لوی زیان يې موږ وینو.

اوس هڅه روانه ده چې د ازبک قوم نفرت او شخړې له پښتون قوم سره ؤشي، ولي په لیرې پرتو سېمو کې پراته ازبک وروڼه پښتون ته او پښتون ازبک ته په درنښت سره قایل دي، داهڅه به هم د پورته نورو هڅو په ډول ناکامه وي.

د ولسې جرګې مشر ازبک او بیا د ولسمشر لومړی مرسییال ازبک راوستل ، دا هڅې عادې خبره نه ده، هغه دوستم چې امريکا  ورته خپل هیواد ته دتګ له پاره ویزه نه ورکوی، د پښتنو پر قتلونو يې تورن ګڼې، مګر نن هم دا دوستم د امريکا په خوښه او مرسته د ولسمشر لومړی مرستيال ټاکل کيږي.

عبدالرشید دوستم دي پر دي پوه وي چې موږ پښتانه هم پوه يو چې ته څه غواړې په يو او بل نوم  ددغه قوم مشران  له منځه وړلو پروګرام دی چې د سي آی اې په اشاره او لارښونه به عملې کيږي، خو پوه شئ دا یو داسي قوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې هیچا هم ورک نه کړلای شو.

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …