کور / مقالې / د اوباما او اشرف غني تر منځ د نظر د بېلوالي څرک

د اوباما او اشرف غني تر منځ د نظر د بېلوالي څرک

obama_in_bagramد نیویارک ټایمز راپور هغه انديښنې نورې هم قوې کړي چې په افغانستان کې به سوله او امنیت ډیر وخت وغواړي، ځکه اوباما او اشرف غني لاهم په پټه د جګړې پلوي او پر جګړه عقیده لري چې له دي لاري به کامیاب شي.

په ښکاره ډاکټر اشرف غني ځینو هغو کسانو ته چې ده ورته د سولې وعده ورکړي وه، او د واک درسیدو په وخت يې دهغوئ ملاتړ غوښتی ؤ وايې چې د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسیدو وروسته به امريکا هیڅ ډول محاربوي عملیاتو کې برخه نه اخلي، هغوئ به خپلو اډو ته ځي او افغان پوځ به يواځي جګړه پر مخ بیايې، د امنيتې تړون په دري متن کې هم داسي معلومیږي چې د ۲۰۱۵ کال له پېلېدو سره سم به امريکا خپل عملیات دروې او يواځي د افغان پوځ په روزنیز خدمتونو کې به ونډه ولري.

لومړی داچې امريکا، افغان حکومت  خپل دلاس آله بولې او هیڅ ډول تړون ته ژمن نه دی، دوېیم داچې د متن اصل انګلیسي متن منل شوې، انګلیسې داسې ژبه ده چې ځينې جملات او کلیمې څو ډوله معناوي ورکوي، او په تړون کې په عمومي ډول سره دغه ډول کلمات او جملات کارول شوې.

نیویارک ټایمز داهم لیکلي چې اشرف غني او حنیف اتمر له امريکا څخه د درنو بمباریو د زیاتوالي غوښتنه  کړي، دارنګه د ولسمشر تر ټاکل کیدو وروسته د دفاع وزارت وویل چې ناټو او آیساف ته به د شپنيو عملیاتو اجازه ورکول شي.

د ولسمشر ویاند په نیټه ۲۲مه، نومبر ۲۰۱۴ په ډیر احتیاط سره د اوباما او نیویارک ټایمز اړوند نظر څرګند کړ، سالارزي وویل چې دواړه خواوي (امريکا او افغانستان) د تړون متن ته باید ژمن وي.

په ښکاره چې اشرف غني د سولې ږغ کوي، وايې چې د ۲۰۱۵ م کال له پېلېدو سره سم به بهرنیان اجازه نه لري چې په هیواد کې دننه خپلسرې عملیات وکړي، بلخوا اوباما په افغانستان کې د امريکا د پوځ محاربوي عملیات د ۲۰۱۵ م کال تر پایه پوري اجازه ورکوي، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د نظر د بېلوالي څرک ښکاري.

ولسمشر غني او اوباما بيا ځل له سره جګړه پېل کوي، دوی بیاهم خپل بخت ازمويې، دلته زموږ په ګران هیواد کې ډیرځله ځينې کارونه چې پای ته نږدې شې بیاځل پېل کيږي.

کرزي پای ته نږدې کړې وه، هغه وویل چې امنيتې تړون ستونزې ډیروې، وسلوال طالبان د جګړې دلاري نه شې ماتېدلای، او جګړه د حل لاره نه ده، امريکا غواړې چې جګړه بې ځایه دخپلو ګټو له پاره زموږ په هیواد کې اوږده کړی، البته واضیح ده چې خپله کرزي هم عملا ۱۳ کلونه په جګړه کې بوخت ؤ، او پر جګړه او زور يې باور ؤ، د واک د ساتلو له پاره يې د سولې هر ډول هڅې خنډنۍ کولي.

اوس چې په افغانستان کې نه هغه د نږدې ۴۷ هیوادونو پوځیان شته، نه هغومره اقتصادې مرستې شته چې په تیرو اولو ۱۲ کلونو کې د کرزي وخت کې وي، او بیا د کرزي په دیارلسم کال هرڅه کم شول، نه د نړيوالې ټولنې هغومره توجه شته لکه د ۲۰۰۱ – ۲۰۱۲ پوري، نه د ګاونډيو هیوادونو لاسوهنې کمې شوې، بلکه زیاتې شوې، او نه هم قوي اردو شته، او نه هم په حکومت کې د نظر يووالي، دابه ډیره ستونزمنه لار وې چې نوی ګډ حکومت د جنګ دلاري خپل واک وساتي او خپل مخالف وسلوال به له منځه يوسي.

زه ډیر پخوا په دې نظر وم چې ډاکټر اشرف غنې به د هیواد ستونزې زیاتې کړي ددي پرځای چې سولې او امنیت ته کار وکړي، ولي د ځینو دوستانو له نظرونو څخه متاثرشوم، او بیا د دوېم پړاو ټاکنو پرمهال مې فکر کاؤ چې رښتیا به اشرف غني د سولې له پاره پلان لري، زما په پخوانيو لیکنو او د ښاغلي عمرخطاب سره په مرکو کې له ورایه معلوميږې چې نوی حکومت به ډیري ستونزې له ځان سره ولري، او بیا د دوېم ځل ټاکنو وروسته مې په لیکنو او نظر کې توپېر داؤ چې يوه ډله د سولې له پاره پلان لري او بله ډله د سولې له پاره ځانګړی پلان نه لري. همدا خبره چې د سولې له پاره پلان لري ولسمشر اشرف غني د ځینو څیړنيزو مرکزونو سره په مرکه کې هم کړي، نوځکه موږ هم فکر کاؤ، ولي کله چې اشرف غني ولسمشر شو، د لوړې د مراسمو په لومړۍ ورځ يې څرګندونې د سولې پر خلاف پر جنګ او زور ټینګار ؤ.

که اشرف غني امريکا ته وایې چې زما سره په درنو بمباریو کې مرسته وکړئ، او پر جګړه ټینګار کوي، نو بیا هغه پخوانۍ د کرزي او بوش تېروتنه تکراروي.

آیا ولسمشر  د افغان پوځيانو څخه پوښتنه کړي چې هغوئ د نورې جګړې توان او حوصله لری؟ زه خو په دې باور یم چې افغان پوځ د جګړې د اوږدوالي حوصله او زغم نه لري.

جګړه د عقیدي، خاورې د ازادۍ او خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره کامیابه وي، نه هغه جګړه چې د نورو د ګټو له پاره ځان وژنه وي.

يوځل يو بهرني ډیپلوماټ ته ما وویل چې افغان اردو کې ډیری پوځیان له وسلوالو طالبانو سره جګړه نه کوي، او نه هم غواړي چې په جګړه کې له وسلوالو طالبانو سره ووژل شي،  بهرنی دومره غوسه شو او ټول ډیپلوماټیک اصول يې تر پښو لاندي کړل چې ما يې هیڅ فکر نه کاؤ.

دلیل مې ورته وړاندي کی، د کابل-کندهار پر لاره په هر يو کیلومټر کې د اردو عسکري پوسته ده، د همدې يو کلیومټر فاصلې په منځ کې چې ۵۰۰ متره کيږي ، د عسکرو ددو پوستو ترمنځ  وسلوال طالبان پر سړک دريږي او له بسونو څخه د افغان دولت پولیس او امنيتې کسان کښته کوي، بیا يې کله همهلته د سړک دغاړې سره په ډزو وژني چې د اردو پوسته کې ناست عسکر د ډزو اوازونه اوري، او کله کله بیا په تیریدونکو کاروانو باندي وسلوال طالبان برید کوي، مګر د اردو پوځیان جنګ ته زړه نه ښه کوي.

د وسلوالو طالبانو سره د افغان امنیتې کسانو مرسته هغه وخت ښه جوته شوه چې کله د کورنیو چارو وزیر د غزني ولایت کې خلکو ته وینا کوله او همهغه ځای په راکټونو وویشتل شو، بیا چې کله بیرته کابل ته د ده د موټرو کاروان پر لاره ؤ نږدې په هر ۲۰ متره کې يو پولیس ولاړ ؤ خو بیا هم دده پر موټریز کاروان برید ؤشو. او خپله د امنيتې ویرې له امله په چورلکه کې کابل ته راستون شو.

د اردو پوځیان يوه ډله يې د زړه له کومې له وسلوالو طالبانو سره سخته جګړه کوې، هغوئ د قومې، نژادې او سمئیز تعصب له مخې جګړه کوي، نه د عقیدې او جنت په نیت.

بله لویه ډله د پوځیانو يواځي د پوځ په لیکو کې ددي له پاره کار کوي چې معاش ترلاسه کړي، هغوئ د افغان حکومت ملایانو او د علماؤ شورا پر دي نه دي ډاډه کړي که مړه شي نو جنت ته به ځي، هغوئ يې نه دي ډاډه کړي چې دوئ يوه برحقه جګړه پر وړاندي لري. د حکومت او بهرنیو هیوادونو او امريکا له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدل چې یوه موثره ډله علماء دي فتواء ورکړي چې د اردو جنګ ته جهاد او مړو ته يې شهید ووایې.

پوځیان او پولیس پر دي هم پوهیږې که کوم يو يې مړشې بیا يې جنازې ته هم په لیرې پرتو سېمو کې خلک نه ورځې، او يا خو يې مړی له هلمند څخه تر کابله د ۳۰۴ بس موټر په ټول بکس کې دهغه کورنۍ ته استول کیږي.

 بل خوا بیا وسلوالو طالبانو ته يوې لويې ډلې علماؤ د جګړې د جهاد او فرضیت فتواء ورکړي، د هغوئ وژل کیدل شهادت ګڼي، په جنازه کې يې ډیری خلک ګډون کوي، کورنۍ يې په دي ویاړي چې زوی او ورور يې د امريکا او امريکا پلوه پوځ له خوا وژل شوې.

يوه ډله (وسلوال طالبان) د عقیدې، ازادۍ او خپلو حقونو ترلاسه کولو له پاره په لوړ مورال جګړه کوي، بله ډله د افغان حکومت ډیری پوځیان د مرګ د ویرې او کورنۍ ته د روزې پیداکیدو له امله د مجبوریت له کبله جګړه کوي.

ولسمشره! ستا د جګړې د  زیاتيدو او د امريکا د درنو بمباریو او شپنیو تلاشیو قربانیان په جنوب، جنوب ختیځ او خیتځ ولایتونو کې هغه کورنۍ او خلک دي چې ستا له پاره یې قرباني ورکړه، ته يې ارګ ته ورسولي.

ډاډه اوسه د جګړې لوبه نه ګټلای او نه ختمولای شي، که غواړي چې د افغانانو د قربانيو قدر وکړي، د رښتونې سولې او امنیت له پاره د ناپېلو علماؤ، مشرانو او پوهانو نظرونو ته غوږ ونیسه، په رښتونې ډول عملي کار وکړه.

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …