ښاغلی امام الدین ساپی وايې چې کله د طالبانو نظام ړنګ کړل شو، په جرمني کې اوسیدم، يو مشهور ژورنالسټ راته ټلیفون وکړ چې د اړین کار له پاره درځم، هغه ۲۵۰ کلیومټره سفرکړی ؤ، زما څخه يې وغوښتل چې په جرمنې کې تاسي ډیری دولتي او عادي جرمنیان پېژنې چې ملامحمد عمر مجاهد مو لیدلی، او دطالبانو له مشرانو سره مو اړيکې درلودلي، د جرمني هیواد له يوې مشورې رسنۍ (ورځپاڼې) سره ما خبره کړي، تاسي ورسره مرکه وکړئ، او په مرکه کې د ملامحمد عمر په شخصیت  او کړو وړو باندي بد ووایاست، ځينې داسي خبرې وکړئ چې منفي وی، دهغه بد ویل وي، د طالبانو د نظام بد ویل وي.

ښاغلی ساپی وایې چې ژورنالسټ مې ډیر ملګري ؤ، د طالبانو د نظام پر مهال مې همده ته زمینه برابره کړي وه چې افغانستان ته راشي او دلته د طالبانو سره ژوندۍ مرکې وکړي، دهغه خبره مې په لنډو ټکو کې رد کړه، ومې ویل چې ابداًداکار نه شم کولای، حقایق وایم، خو په طالبانو پورې له ځانه جوړې شوې دروغ خبرې نه شم تړلای. ژورنالسټ د مرکې ټینګار کاؤ، دايې هم ویل چې له لیرې ځایه راغلی یم.

د طالبانو له ړنګیدو سره سم د ملامحمد عمر او طالبانو اړوند دهغوئ د ډیر بدنام کولو، د هغوئ د مشر په اړه مجهول معلومات خلکو ته پېچکارې کولو هڅې شوې.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مې ملامحمد عمر مجاهد نه دی لیدلی، د هغه لیدل په لومړيو وختونو کې ډیر اسانه ؤ، د کندهار ډیری کسانو لیدلی، زما يو ملګری نعت الله خان چې د اسلامي حزب ښوونځې کې راسره ټولګیوال ؤ، د اسلامي حزب سره یې تړاو درلود، د ملامحمد عمر آخند په کور کې يې د برق کارونه کول، هغه يې په اړه عجیب خبرې لري، ملاعبدالسلام راکټې چې اوس هم کابل کې دی، دملامحمد عمر آخند له کیسو کولو څخه دی او د مجلس ګډونوال يې خوند اخلي.

د کندهار، هلمند او ارزګان عادي طالبانو هم ملاصاحب لیدلی، خو له دي ټولو سره سره دده شتون ته ځينې رسنیو د شک په سترګه کتلي.

زموږ هزاره سیاستوال خو د ملامحمدعمر شتون بیخې نه مني، هغوئ وايې چې اصلا ملامحمد عمر وجود نه درلود، دا نوم د پاکستان جنرالانو يو سمبولیک نوم انتخاب کړی ؤ.

په بهر کې میشت ځينې تاجک وروڼه هم په دې نظر دي، چې ممکن د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد به اصلا شتون نه لري.

ماته يو ملګري کیسه کوله چې له دوبۍ څخه ابوظبۍ ته له یوه بل ملګري سره د شیخ زاید مسجد لیدلو ته روان ؤ، په لاره مو د ملامحمدعمر او طالبانو اړوند ډیر بحث وکړ، همدغه نفر خپله هم ملامحمدعمر په کراتو کراتو لیدلي ؤ، دی وایې چې کله مسجد ته نږدې شو، ملګري راته وویل چې ملامحمد عمر رښتیا هم وجود درلود؟ د لویدیځ او افغان حکومت تبلیغاتو دومره متاثره کړی ؤ چې زما ټولې خبرې يې تر سوال لاندي راوستلي.

که خلک په طالبانو باور نه لري، سمه ده، هغه کسان چې په بهر کې اوسیدل، لکه ښاغلی امام الدین ساپی، محمد حسن ولسمل، نبې مصداق، او مرحوم جنرال رحمت الله ساپي او داسي نور ډیری کسان،  ددوی نه ولي پوښتنه نه کوي؟ خو بیا هم د ساپي صاحب خبره، که له دوی نه بهرنیان او يا کورنۍ رسنۍ  پوښتنه کوي نو باید دهغوئ د خوښې څرګندونې وکړي، لکه ښاغلي ولسمل چې کله کابل ته راغي ملامحمد رباني آخند يې د مکرریانو د کورسپارلو امر ورکړ(کور يې د شمال خلکو په زور غصب کړی ؤ) بیا چې کله ننګرهار ته ولاړی هلته يې مولوي عبدالکبیر دکورسپارلو امر ورکړ (کوم ننګرهاري غصب کړی ؤ). خو کله چې بیرته ناروي ته ستون شو، هلته يې له حقیقت څخه لیري مقاله په خپل اخبار کې خپره کړه.

د ښاغلي عبدالباري جهاني په اړه زه ځکه څه نه وایم، دهغه يې حق بولم چې همداسي څرګندوني يې د امريکا  ږغ راډیو کې په هغه وخت کې په طالبانو پسې وکړي، ځکه په کندهار کې د امرباالمعروف کسانو نامناسب چلند ورسره کړی ؤ، که څه هم طالبانو په هغه وخت کې هڅه وکړه چې تیروتنه جبران کړي، مګر ونه توانیدل.

ځينو بهرنيو او افغان کړیو خو بيخې د طالبانو قوت نفي کاؤ ځکه يې د بن لومړي کانفرانس کې ددوی په شتون سترګې پټې کړي.

هما سلطاني هزاره توکمه د ولسي جرګې غړې  دعوه درلودله چې  ملامحمد عمر مجاهد ددې په کور کې دی، دغه اعلانونه او دهغې مرکې له کورنيو رسنيو څخه خپریدلي، نه چا ورڅخه د سپيناوي پوښتنه وکړه او نه چا ورته وویل چې دکوم هدف له پاره دغه ډرامه هغې په کار اچولي ده؟

له څه مودې راهیسي په انځوریزو، چاپې او بريښنايې رسنیو کې دې خبرې زور اخستی چې د طالبانومشر ملامحمد عمر آخند ژوندی نه دی، دغو اوازو هغه وخت زور واخیست چې  د طالبانو يو مشر مولوي عبدالرقیب صاحب په پېښور کې وویشتل شو.

يو غلط تحلیل، رسنۍ وايې چې مولوي عبدالرقیب د ملامحمدعمر د ژوند ثبوت غوښت، طالبانو شورا نه شوای ورته وړاندي کولای، نو غوښتل يې چې د ملامعتصم آغاجان ملګری شي، دهغه وخت ددوبي غونډه کې د ګډون له پاره يې د تګ پلان درلود چې وویشتل شو، دغه غلط تحلیل کوونکې وایې چې ځکه يې وویشت چې هغه د ملامحمدعمر د ژوند ثبوت غوښت.

په داسي حال کې چې همدغه ملامعتصم آغا جان وايې چې ملامحمد عمر آخند ژوندی دی، هغه ته احترام لري او هغه خپل مشر او امیرالمؤمنین ګڼې.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند ښيې ژوندۍ مرکې کوي، بیا هم رسنۍ يې په اړه  شکمن راپورونه ورکوي، وایې چې دابه شتون ولري که نه؟ نړيوالي رسنۍ يې پر ټلیفون ږغ خپروي خو په اخر کې داسي خبره کوی چې دی خپله ځان د طالبانو ویاند ګڼې، یعنی موږ يې نه تایدؤ.

  د عادي او غیر رسمي څرګندونو پرمهال طالبان هم چوپه خوله ؤ، د خلکو نظرونه يې نه تایدول او نه ردول، کله چې د افغان حکومت رسمې څرګندوني د ملامحمدعمر مجاهد د مرګ او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو په تړاو وشوي، طالبانو ډیر ژر دافغان حکومت خبرې رد او ويې ویل چې ددوی مشر ملامحمد عمر آخند ژوندی دی.

په وروستيو کې پر طالبانو د ځینو هیوادونو له خوا فشارونه زیات شوې، د هغوئ د مشرانو په لټه کې دي، دوی همدا لامل ښئې چې د خپل مشر د خوندیتوب له پاره دهغه ږغیږ پېغامونه نه خپروي.

اسامه بن لادن شهید چې شهید شو، اوسني معلومات ښئې چې يو لامل داؤ چې دده ځای دهغه د ثبت شوې اواز له امله بهرنیانو په نښه کړی ؤ.

نږدې ۹ مياشتې کيږي چې رسنۍ، ژونالسټان او له رسنیو سره په اړیکه کې کسان هڅې کوې چې د ملامحمد عمر آخند سره مرکه وکړي، حتی ځينې داسي رسنۍ هم دي چې وایې که د مرکې زمینه برابره شي يو میلیون ډالربه دغه مرکه وپلورل شي.

که خبره د یو میلیون ډالرو وي، بیا نو حتما څه خبره شته، پخوا د طالبانو مشر خپل پېغامونه په ږغیږ ډول په کیسټونو او اډیو شکل سره طالب مشرانو ته استول، دا ډول يې اختریز پېغامونه هم په خپل ږغ کې کله ناکله خپريدل، اوس  يې دغه لړۍ ممکن دهمدې خطرونوله امله بنده شوې وي چې ځای يې معلوم نه شي، او د اسامه بن لادن په ډول په نښه نه شي.

ځينې کسان او د افغان حکومت  لوړپوړي چارواکي په دي آند دی چې ملامحمد عمر آخند په پاکستان کي دی، بل خوا بیا ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ولسمشر اشرف غني ته ټټر وهلی چې طالب مشران به  په نښه کوي، ورته به يې ښئې او سپاري.

داډول ولسمشر اشرف غنی هم په ځینو مواردو کې دغه څرګندوني کړی چې نور نو دطالبانو آخر دی، برخلیک ټاکونکی وخت دی، باید د سولې خبرو ته کښینې او د افغان حکومت غوښتنې ومني. که نه له بد برخلیک سره به مخ کيږي.

دلته دوه سواله دي، داچې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو معلومات او تحلیل سم نه دی چې وايې ملامحمد عمر آخند په پاکستان کي دی، يا داچې ددوی ترمنځ شوې موافقې ته پاکستان ژمن نه دي، درېیمه خبره داده چې د ملامحمد عمر په اړه پاکستان هم معلومات نه لري. درېیمه خبره ځکه صدق کوي، که پاکستان له افغان  حکومت سره د طالب مشرانو سپارلو ژمنه کړي وي، او د افغان حکومت په وینا ملامحمدعمر آخند په پاکستان کې وي باید چې اشرف غنی ته يې وسپاري، او که پاکستان ورسره چل کوی، نو بیا ددوی داخبره هم بې معنی ده چې طالبان به ورک کړي او پاکستان ورته ډاډ ورکړي.

پاکستان ته د اشرف غني سفر، د مولنا فضل الرحمن او سرتاج عزیز څرګندونې هم ګڼ شمیر سوالونه له ځان سره لري. زه هم ویره لرم چې خدای مه کړه د کشمیر پرځای افغانستان د هند او پاکستان د جګړې ډګر ونه ګرځي. بلکه افغان سیاستوال باید هڅه وکړي چې د هند او پاکستان له اختلاف څخه سمه او پرځای ګټه پورته کړي.

زما په آند د جګړې اوږديدل، په جګړه ټینګار کول، د ولسمشر اوسنۍ جګړئیزې څرګندونې، تاوان او زیان يې بیا هم يواځي يو ځانګړې قوم ته رسيږي، او د ګډحکومت ځينې کړئ په لوی لاس غواړي چې د اشرف غني او د هغه پښتوژبې پلويانو ترمنځ فاصله ایجاد شي، ترڅو دی نور هم يواځي او بې واکه پاتې شي.

زما د معلوماتو له مخې ملامحمد عمر آخند ژوندی دی، که چیرته مړ وای نو حتمې به يې امريکا دهغه اړوند ثبوت افغان حکومت ته په لاس کې ورکړي وای.

داچې پاکستان، افغان حکومت، امريکا د سعودي په ګډون د طالبانو د ورکولو او له صحنې ایستلو خبرې کوي، هغه خبرې دي چې دا دیارلس کلونه کيږی موږ يې اورو. مګر طالب ورځ تر بلې قوي کيږي.

داسي راپورونه هم شته چې داشرف غني تر راتګ وروسته پاکستان په ټیټ او منځ پوړو طالبانو فشار زیات کړی، مګر په لوړ پوړو طالبانو يې فشار تر دې دمه بې تاثیره دی.

طالب هم بن ادم دي ستونزې لري، که بالفرض دا ومنو چې د پاکستان، امريکا او افغان حکومت په ګډ تفاهم د سعودي په څارنه به طالبان له صحنې څخه لیري شي، آیا امريکا او لویدیځ، اشرف غني  او د ګډ حکومت ډله يې لاهم نه پوهیږي چې په اصل کې افغان ولس د بهرنیانو د شتون او یرغل مخالف دی، او هیڅکله يې د بهرنیانو په زور په ولس تپل شوې حکومتونه نه دي منلي، که یو طالب هم نه وی، بیا به هم افغان ولس د خپلي ازادۍ او خپلواکۍ له پاره جګړه کوي، او بله داسي ډله به پیداکيږي چې د طالب ځای ونیسي، زما په آند ددي پرځای چې افغان حکومت او امريکا د جګړې د زیاتوالي تګلاره خپله کړي ښه به وي چې د رښتوني سولې او تفاهم لاره غوره کړي.

نږدې ۲۲ کلونه وشول، کله چې مجاهدینو کابل ونیو، د نظار شورا د اسلامي حزب ، او اسلامي حزب د نظار شورا د نفي کولو هڅې وکړي، استاد سیاف او احمدشاه مسعود د هزاره قوم د نفي کولو هڅې وکړي، دا ډول د دوستم د نفي کیدو هڅې وشوې، مګر ۲۲ کلونه وروسته بیا هم موږ شاهد يو چې د لویو ګوندونو ترڅنګ ډیر واړه ګوندونه هم د جنګ او زور دلاري نفي نه کړلای شوای، طالبان چې يوه لویه ډله او قوي جنګې مورال لري،  ډیر جنګیالي لري، د افغان حکومت دا پلان چې د جګړې د لاري به يې نفي کړي، حقیقت ته نږدې نه بريښې.

سوله د زور، جنګ او زهرجنو تبلیغاتو د لاري نه راځي، د پردیو په لمسون د خپل افغان ورور د وژلو او بې کوره کولو دلاري نه راځي، پردي نه غواړي چې افغانان سولئيز ژوند او قوي حکومت ولري، راځئ په سړو مغزو د رښتوني سولې او امنیت له پاره کار وکړو. خپله ستونزه له بهرنیانو سره حل کړو، هغوئ ته د یرغل او اشغال ددوام جواز ورنه کړو، د هغوئ په  زور ځانونه په افغان ولس ونه تپو، تر څو چې په حقيقي ډول سولې ته ژمن نه شو، د سولې په لاره کې پراته خنډونه له منځه یو نه سو، جنګ به روان وي او قربانیان به يې د لیږ شمیر بهرنیانو په شمول دواړولورو ته افغانان وي.

لیکوال: نظرمحمد مطمئین