کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / ملامحمد عمر مجاهد مړ که ژوندی ؟ میرویس افغان

ملامحمد عمر مجاهد مړ که ژوندی ؟ میرویس افغان

دافغانستان ملي امنیت داسي انګېري‌ چې دطالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد مړدی او دطالبانو دتحریک مشري ملا اختر محمد منصور کوي . دافغانستان ملي‌امنیت دملا محمد عمر دمړیني‌شواهد هم په لاس کې نه لري چې افغان ولس ته یې وړاندي‌کړي . 

له بله لوري دطالبانو ویندویان ټینګار کوي چې ملا صاحب ژوندی دی او دتحریک مشري په غاړه لري ، البته دطالبانو ویندویان هم داسي‌ هیڅ یو ثبوت په لاس کې نه لري‌ چې دملا محمد عمر اخوند ژوند ثابت کړای شي  . له ثبوت نه مراد دتحریک دمشر غږیز پیغام چې یا خپلو ملګرو ته وي‌او یا هم دافغانستان ولس ته . 

تر دې هده دملي امنیت خبره پر ځای ده چې ځینو طالبانو ته دملا محمد عمر اخوند دژوند په تړاو شکونه ورپیدا شوي دي‌ ،  په هغه برخه کې دپنځو مهمو میرویس افغان پاکستاني طالب قوماندانانو له داعش(اسلامي دولت) سره یوځای کېدل ددې په معنا وو چې دوی دملا محمد عمر اخوند په ژوندي پاتې کېدو شک لاره ،ځکه یې ددا عش مشر  ابو بکرالبغدادي  

د امرالمؤمنین په توګه ومانه . 

دپاکستاني طالبانو په دغه ډله کې چې له داعش سره دروان ۲۰۱۴ کال داکتوبر په دوهمه اونۍ کې یوځای شوه ، خالد منصور ، مفتي حسن ، پخوانی ویاند او اوسنی قوماندان شاهدالله شاهد،سعید خان او فاتح ګل زمان شامل وو. 

هغه مهال چې داعش یا(اسلامي دولت) دخپل خلافت اعلان کاوه، ویل کېږي چې سم دلاسه یې افغان طالبانو ته حال ورکړ چې دملا محمد عمر اخوند دژوند ثبوت ورکړي ،کنه نو ددوی دمشر ابو بکرالبغدادي خلافت دي‌ ومني . 

ویل کېږي چې دطالبانو له لوري دداعش دنه ملګرتیا یو علت هم دا وو چې طالبان خپل امرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد ته ژمن وواو د داعش مشر ابو بکرالبغدادي یې د امرالمؤمنین په توګه ونه مانه . 

داسلامي دولت یا داعش ریښې داردن دمرحوم ابومصعب الزرقاوي له تنظیم «توحید الجهاد» سره لګېږي چې هغه یې په (۲۰۰۲) کال کې بنیاد ایښی وو.دطالبانو غورځنګ له پیل نه ابومصعب الزرقاوي ته په درنښت قایل وو. 

په ۲۰۰۶ کال کې دابومصعب الزرقاوي تر مړینه وروسته القاعده فی العراق د دولت اسلامیه فی العراق په نوم یوه نوې ډله جوړه کړه چې دوخت یوه ځواکمنه  ډله بلل کېده ،خو دامریکا دپرله پسې بریدونو له کبله دا ډله کمزورې شوه .

په ۲۰۱۰ کال کې چې ابوبکر البغدادي‌ د« دولت اسلامیه فی العراق» مشر شو دغه ډله بیا را ژوندۍ شوه او زور یې واخیست . په ۲۰۱۳ کال کې ابوبکر البغدادي‌ په عراق او شام کې دخپلي ډلي دځواکمن کېدو لپاره دشیعه سوني له اختلافاتو هم ګټه پورته کړه او دیوه کال په اوږدو کې خپل تنظیم «دولت اسلا میه فی العراق ولشام» خورا زیات وځلاوه ،زیاتي وژنې او بریدونه یې وکړل او دنړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته یې دریښو دځغلولو هڅه وکړه . 

کېدای شي دطالبانو په تحریک کې به په ځینو برخو کې اختلافات موجود وي ،خو تر اوسه داسي هیڅ ثبوت نشته چې دځینو اختلافاتو سبب دملا محمد عمر اخوند نه شتون دی . 

هو ! دروان کال له پیل نه دطالبانو داسلامي‌امارت د داطلاعاتو څانګه هڅه کوي چې دملا محمد عمر اخوند غږیز پیغام ترلاسه او خپور کړي ،البته دوی نه دي‌ت وانېدلي‌، خو داپه دې معنا نه دي‌ چې ګواکې دوی به دملا محمد عمر اخوند پر ژوند شک لري . 

البته دا یو حقیقت دی چې ملا محمد عمر اخوند دتحریک له مشرتابه سره له ډېره وخته نه دی غږېدلی ، خو په لیکلي ډول فرمانونه او هدایات  دخپل تحریک غړو ته دده له لوري ‌ورکول کېږي .

اوس سوال دادی چې ولي‌افغان دولت دملا محمد عمر اخوند دژوند مسئله راسپړي ؟ 

دا ځواب تفصیل ته اړتیا لري . 

نښي نښانې ښيي چې طالبان دوخت تر ټولو له سختو حالاتو سره مخامخ کېدونکي دي‌. داسي سخت حالات چې ښايي ساری یې دحامد کرزي داوږدې واکمني پرمهال نه وي لیدل شوی . 

په دغو سختو حالاتو کې کېدای شي د طالبانو ځیني مشران په هدفي وژنو کې په نښه شي ، ځیني یې ونیول شي‌ او ځیني یې خبرو کولو ته مجبور کړل شي . دا پرېکړه دافغانستان دولسمشري دټاکنو دلمړي او دوهم پړاو تر منځ دپاکستان دپوځ او دډاکتر اشرف غني‌احمدزي دټیم ترمنځ شوې ده . ددې پرېکړي شاهده امریکا او او څارنه یې سعودي‌عربستان ته سپارل شوې ده .‌

دپرېکړي له مخي به په منظم ډول دطالبانو جنګي قوت له منځه وړل کېږي ،‌ او هڅه به کېږي چې په ولس کې دطالبانو په خلاف دنفرت کچه لوړه شي . 

ښايي په ځینو هغو پېښو او وژنو طالبان تورن کړل شي‌ چې ولسي غبرګونونه راپاروي ،یا په بله معنا په طالبانو کې ځیني موجودې کړۍ داسي کړنو ته وهڅول شي‌ چې دطالبانو دبدنامي سبب وګرخي . 

معلومات ښيي چې داځل دپاکستان پوځ او استخباراتو دطالبانو په خلاف افغان حکومت ته پوره ټټر ټکولی دی .‌ خو پاکستان دطالبانو دکمزوري کېدو په صورت کې له افغان حکومت نه خپلي بیلا بیلي غوښتنې لري چې تر ټولو مهمه یې له هند سره دافغانستان داړیکو کمزوري کېدل ، افغان پوځ ته په پاکستاني پوځ روزنه ورکول ، دپاکستان دیاغي بلوڅ بیلتون پالو په خلاف دافغانستان دحکومت له لوري ‌ګام اخیستل ، په افغانستان کې موجود دپاکستاني‌طالبانو مشران دهغه هیواد پوځ ته سپارل شامل دي . 

ددغې پرېکړي‌له مخي‌ پاکستاني چارواکو دخپل هیواد رسنۍ په دې مجبوره کړې دي‌ چې دافغان حکومت په خلاف به څه نه خپروي ، البته ترهغه وخته چې ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي‌ښه وي . 

دپرېکړي پر بنسټ به پاکستان په افغانستان کې ځیني پرمختیايي پروژې هم پرمخ وړي ،خو ورسره سره به پرډیورنډ لاین باندي دچمن او تورخم په لارو کې اساني لانوره زیاتېږي . 

داسي یو حالت چې په بشپړه توګه بدلېدونکی دی دواړو لورو افغان حکومت او وسله والو طالبانو ته له احتیاط نه کار اخیستل په کار دي‌. 

حکومت ته دملا محمد عمر اخوند تر مرګ ژوندی پاتې کېدل ډېره ګټه لري . هغه په دې چې ملا محمد عمراخوند  یوازینۍ منبعه ده چې طالبان ورباندي‌ راټولېدلای شي او باور په کوي . 

له دغې سرچینې او مشرتابه سره که خبري وشي ټول تحریک یې فرمان ،خبري او فتوا ته غوږ نیسي او عمل په کوي ،خو که چېرته دا سرچینه نه وي ‌بیا به خبري له ګڼو سرچینو سره کېږي‌او دخبرو او سولي‌ دراتګ امکان به لږ وي او طالبان به په بیلا بیلو ډلو وېشلي وي . 

طالبانو ته په کار دي‌ چې دپاکستان ، امریکا او افغان حکومت په وروستۍ پرېکړو ځان وپوهوي ، او له وخت نه په ګټه اخیستلو سره یوه نوې طرحه جوړه کړي چې په نړۍ واله ټولنه او افغان ولس کې خپل اعتبار زیات کړي او له سیاسي تدبیر نه ګټه پورته کړي . 

که چېرته پاکستان په رښتیا دطالبانو په خلاف دافغانستان ملاتړ وکړي ، ښکاره ده چې طالبان به له لوی زیان سره مخامخ کېږي ، علت دادی چې ددوی په خلاف داځل ستره دسیسه جوړه او دعملي کېدو په حال کې ده . 

دملا محمد عمر اخوند دمړیني خبر خپرول هم ښايي دوه معنا وي ولري . 

یوه دا چې ښايي هغه له خپله ځایه وښوروي او افغان حکومت پاکستان ته دا وروښيي چې ملا محمد عمر ستاسو لور ته دی،یا زموږ خبره په ومنئ یا یې ونیسئ . 

بله دا چې کېدای شي افغان حکومت دطالبانو له مشر سره دخبرو لپاره هڅه وکړي . 

په دواړو صورتونو کې ورته استخباراتي‌هڅي له امکانه بهر نه دي . 

کابل ته دپاکستان دپوځ دمشر سفر ، له هغه وروسته دافغانستان دولسمشر سفر پاکستان ته او سمدستي دپاکستان دپوځ دمشر جنرال راحیل شریف ګړندی سفر امریکا ته په دې معنا دي چې دطالبانو په خلاف ستر ګام اخیستلو ته لانوره لاره پرانېستل شي‌او شوې ژمني عملي شي ، خو د طالبانو په خلاف دا جوړه شوې دسیسه هغه مهال شنډېدلای شي چې وسله وال طالبان هرڅومره ژر چې کېدای شي‌ سیاسي لار ولټوي ، کنه هیڅ لیري نه ده چې یوه ورځ به دافغان څارګري ادارې کړې ادعا رښتیا ثابته شي . 

 

لیکوال : میرویس افغان 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

خبریالان د افغان ټولنې هغه کاري پاړکی جوړوي چې دندې یې نه دي خوندي. هر …

دپاکستان خلاف دافغانستان طلايي چانس!

سیمه په دې وروستیو کې دځینو جغرافیايي سیاسي بدلونونو شاهده وه . په دې کې …