کور / روغتیا / دکدو دانی چینجی ناروغي / ډاکټر صفت الله روشنمل

دکدو دانی چینجی ناروغي / ډاکټر صفت الله روشنمل

دڅارویو غوښه باید خامه ونه خوړل شی کوم سبزیجات چی خام خوړل کیړی باید په مالګه یا کلورین لرونکو اوبو پریمنځل شی  په دي ناروغۍ باندی اخته انسان باید په ازاد چاپیرال کی له رفعی حاجت څخه ځان وژغوری.

دکدودانی چینجی دناروغۍ پیژنه:

دا دڅارویو او انسانانو شریکه د هضمی سیسیتم  پرازیتی ناروغی ده چی دپاکوالی دنه مراعت کولو له امله رامنځ ته کیږی دوینی دکمښت ، بی اشتهایی او دپښتورګو دکارلویدو سبب کیږی او دزړه دودریدلو له امله مړینه رامنځ ته کوی دا ناروغی دنړۍ په مختلفو برخو لکه اسیایی هیوادونو او افریقا او دپخوانی شوری پوری مربوطو هیوادونو کی پیداکیږی دا ناروغی پړۍ په tiniasis  مشهوره ده په فارسی کی ورته بیماری کرم کدو وایی او په پښتو کی ورته د کدو دانی چینجی ناروغی وایی.

عامل:

د دی ناروغۍ عامل پلنو  چينجيانو  د  جملي  څخه  دي  چي خاکستري  سپين  رنگ   لري حرکي غړي او د هاضمي جهاز نه لري د سکولکس(Scalex) په  نامه ګرداو په سرکي يي څلور عدده  زبيښونکي  چوشکونه موجود دي ،دچوشک رنګ د وجود د رنگ دلرلو له کبله تيره رنگ لري او ځيني  ډولونه  يي  د چنګکونو(Hooks ) قطارونه  لري  ، اوبيا په ځينو انواعوکي مدورچنگگ موجود وي ځوان چينجيان د چوشکو يا چنګکو په  وسيله خپل ځانونه دکولمو  په د  يوالونو  پوري  نښلوي او غذائي  مواد خپل د  بدن  سطحي  په  وسيله جذبوي او د اورميږ څخه  وروسته د  مربع  شکله  بندونه د چينجي بدن  تشکيلوي  چي هر بند يي د پروګلوتايد (Progllettide)  په نامه   سره ياديږي٠

دبالغ  چينجي اوږدوالي ( ٥-١٠) مترو او يا په عادي حالت کي د(٣-٥ ) متر و پوري او بعضــي  وختونو کي ددي اوږدوالـي    يـي  ( ٢٥ )مترو    ته  رسېږي  او کولي  شي چي  تر دري کالو  پوري  ژوندي پاتي  شي درسيدلي چينجي بندونو(Segment) شمير١٠٠٠- ٢٠٠٠پوري وي غاړه  يي  باريکه او عرض يا  پلنوالي  يي  د سکوليکس د نيمايي پوري  وي د بالغو  بندونو يا  (Mature)  اوږدولي mm ١٢ملي  متره  او معمولاً اوږدوالي يي د هغه د  پلنوالي څخه کم  وي ٠

د نا بالغ بندونه(Gravid segment)اوږودوالي١٦-٢٠ملي متروپوري رسيږي او عرض يا پلنوالي  يي ٥-٧ مترو  پوري  رسيږي ٠

او ځيني وخت٨٠  څخه تر ١٣٠زره هګۍ تولیدوی چي د  هګۍ  ابعاد  ٣١×٤٢  مايکرون  وي د رحم نابالغ بندونه (١٤-٣٤) پوري جانبي سوري لري اوهرپروګلوتايد مذکر اوجنسي غړي لري

دکدو دانی چینجی دژوند دوران:

د اچینجی دخپل ژوند ددوران لپاره دوه ډوله کوربنو(میزبان) ته اړتیا لری منځنی میزبان یی دلویو ښکرونو حیوانات او اخری میزبان یی انسان دی .دا چنجیان دانسان په کولمو کی وده کوی او وروسته پاخه شوی بندونه دانسان دکلمو څخه دغایطه موادو سره یو ځای خارجیږی او څاروی نوموړی بندونه دواښو سره یو ځای خوری چی په هغه صورت کی دخوړل شوی هګۍ څخه کوم چی په بندونو کی دی دڅاروی په معده کی تری لاروا راوځی دا د oncosphera  په نوم یادیږی چی دا مایکروسکوپیک شکل لری او شپږ نیونکی غړی په کی موجود وی وروسته دا لاروا دڅاروی له معدی څخه کولمو ته انتقال مومی او هلته ځان دخپلو چنګکونو په زریعه دکلمو پوری نښلوی او له همدی لاری ځان دوینی دوران ته رسوی او دبدن په عضلاتو کی ځای نیسی په عضلاتو دانکوسپیرا دشکل څخه د finca  شکل ته اوړی تر څوچی څاروی ژوندی وی نو فنکا به دهغه په عضلاتو کی موجود وی کله چی انسان نیمه پخه غوښه وخوری نو دمعدی دتیزابی ترشحاتو په وسیله یی پوښ له منځه ځی چینجی تری خارجیږی او دکلمو په دیوال پوری ځان نښلوی.

په څارویو کی دکدو دانی چنجی ناروغی:

په عمومی ډول سره غواګانی ددی ناروغۍ وسطی میزبان دی او په هر سن کی په دی  ناروغي اخته کیدای شی ځوان خوسکیان په تیزۍ سره په دی ناروغۍ اخته کیږی معمولا په چرګاه کی  شیندل شوی لارواګانی دواښو سره یوځای دڅارویو په وسیله خوړل کیږی او څاروی په دی ناروغۍ اخته کیږی همدا رنګه دڅارویو دځای او خوراک پاکوالی ته پاملرنه نه کول ددی لامل کیږی چی څاروی په دی ناروغۍ اخته شی دا ناروغی زیاته په غواګانو کی پیدا کیږی ولی په ځینی استثنایی حالاتو کی میښی،پسونه او وزی هم په دی نارغۍ اخته کیدای شی.

په انسانانو کی دکدو دانی چنجی ناروغی :

دکدو دانی چنجي لارو په دی مرض داخته حیوان په بدن کی دسیست په شکل سره ژوند کوی کله چی انسان دغواګانو نیمه پخه شوی غوښه وخورې نو نوموړی لاروا دغوښی سره یوځای دانسان بدن ته ځی او تر دریش کالو پوری دانسان په بدن کی ژوند کوی . په دی ناروغۍ اخته انسان په غایطه موادو کی متحرک بندونه لیدل کیږی او نور علایم یی په انسانانو کی په لاندی ډول دی

1.     د انسان دبدن وینه کمیږی .

2.     دناروغ رنګ الوتی او ژیړ ښکاریږ ی.

3.     ناروغ ورځ تربلی ډنګریږی او خپل وزن دلاسه ورکوی .

4.     ناروغ د ډوډۍ له خوراک څخه غورځیږی او دلوږی احساس کوی.

5.     ناروغ دګیډی په لاندینۍ برخه کی د درد احسا س کوی.

6.     دناروغ پښتورګی کار پریږدی.

7.     دناروغ دماغ هم ممکن له کاره وغورځیږی.

8.     دکلمو بندښت رامنځ ته کیږی.

9.     ممکن دانسان زړه ودریږی او  دمړینی لامل شی .

تشخیص :

په انسانانو کی ددی ناروغۍ تشخیص دفضوله موادو دمعاینی په اساس صورت نیسی چی دکدودانه چینجی هګۍ په زیاته اندازه په فضوله موادو

په انسانانو کی ددی ناروغۍ تشخیص دفضوله موادو دمعاینی په اساس صورت نیسی چی دکدودانه چینجی هګۍ په زیاته اندازه په فضوله موادو کی شتون لری خو بهتره معاینه غایطه موادو کی دلویدلو بندونو لیدل دی.

په حیواناتو کی ددی ناروغۍ تشخص په دوه ډوله دی

دحلالی څخه وروسته دحیوان دجسد  په ځینو برخو لکه ژبی،زړه ،اوږي ، ورون ،ديافراگم ،دپښتيو کتل چی په دی اعضاو کی سیستونه لیدل کیدای شی.

دوهم دحیوان دپوستکی لاندی دایمونولوژیکو موادو دزرق دلاری هم کولای شو داناروغی په څارویوکی معلومه کړو.

                                                                                 تداوی :

ددی ناروغۍ تداوی ډیره موثره ده او مونږ کولای شو دلاندی دواګانو څخه په ګټه اخستنی سره دا ناروغی تداوی کړو.

1.     (Niclosomide)

2.     (Prozqunutel)

3.     Albendazole

4.     Mebendazole

5.    Bithionol

کنټرول او مخنیوی:

1.   کومی اوبه چی په خپله څښو او یا یی څارویو ته ورکو باید پاکی او صحی وی

2.   چاپیریال باید دتل لپاره پاک وساتل شی.

3.   کوم سبزیجات چی خام خوړل کیږی باید په مالګه یا کلورین لرونکو اوبو سره پریمینځل شی.

4.   تل باید دخپل ځان او خپلوماشومانو نظافت ته پاملرنه وکړو.

5.   دڅارویو غوښه باید خامه ونه خوړل شی.

6.   خپلو څارویو ته هر ۶ میاشتی وروسته دداخلی پرازیتونو ضد درمل ورکړۍ.

7.   کوم جسدونه چی مړه کیږی په دشتو او سیند کی ونه غورځول شی.

ددی ناروغۍ دلیدلو په صورت کی باید څه وکړم؟

که چیری مو په ځان کی ددی ناروغۍ نښی ولیدلی نو دخپل معالج ډاکتر سره په تماس کی شی

لیکوال : ډاکټر صفت الله روشنمل

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …