کور / مقالې / خيالي سوله او خيالي اقتصادي تړونونه

خيالي سوله او خيالي اقتصادي تړونونه

نظرمطمئین سوله راولم، سوله کوم، خامخابه سوله راځي، حکمتيار صاحب راولم، طالبان راولم، ملامحمد عمر آخند ته ورځم، دوی د دي وطن خلک دي، دلته به راځي، او موږ يو باامنه افغانستان جوړو، اقتصادې پروژو ته وده ورکوم، په اقتصادي برخه کې عملي کار کوم، له بهرنیو هیوادونو سره لوی اقتصادي تړونونه کوم، هیواد په خپلوپښو دروم، لس کلونه د امريکا غلامي کوم بیا وروسته به سلګونه کلونه ازاد یم، هیواد مو هر وخت د اقتصادي ستونزو له امله د نورو هیوادونو غلام پاتې شوی، زه غواړم چې يواځی لس کلونه غلامي وکړم او بس. نو ځکه له امريکا سره امنيتې تړون منم، چې په لسو کلونو کې خپل اقتصاد قوي کړم، او ځان د سېمئیزو هیوادونو له غلامي څخه خلاص کړم. بیا نوره غلامي نه کوم، د خپلو معدنونو استخراج کوم او هیواد به مو په اقتصادي او امنيتې لحاظ په خپلو پښو ولاړ وي.

ټولې خيالي خبرې دي، د مفکر خبرې دي، خو له بلې زاويې، يواځې تصور دی، د افغانستان له حالاتو سره په ټکر کې تصور، يو کاملا غربې تصور، دا حق هم چاته نه ورکول کيږي چې د تشریح، سولې او اقتصادي  پرمختګ د عملي پلان پوښتنه له ولسمشر اشرف غني څخه څوک وکړي، هغه ډیر ژر په قهر کيږي، خلک د خپلو راتلونکو موقفونو په اړه ویريږي، ځکه خو مخامخ څوک ورڅخه پوښتنه نه کوي، چې ښاغلي ولسمشر! څه ډ‌ول سوله تاسي راولئ؟ تاسي خو د جنګ اعلان تازه کړ، د بهرنيانو سره مو امنيتې تړون لاسلیک کړ، یرغلګرو ته مو د شپنيو چاپو اجازه ورکړه، هغوئ ته مو د هر ډول نظامي عملیاتو اجازه ورکړه، طالبانو ته مو په زاندانو او ارګ کې ګوت څنډنه وکړه. هغوئ مو قاتلان وبلل، د خپل پوځ د انتقام له پاره مو خپله وینه د عاشورا په ورځ نذرانه کړه، بیا نو تاسي له چاسره سوله کوئ؟ د خپل قاتل سره؟ هغه چې ته يې په زندان او ارګ کې د غچ اخستلو ږغ کوي؟

يوه بله خبره هم دوی کوي، وایې چې امنيتې تړون د دوو کلونو له پاره دي، دوه کلونه وروسته يې موږ (افغان حکومت) او امريکا لغوه کولای شو، که د ولسمشر له پلويانو پوښتنه ؤشي چې دغه ډول کومه ماده په تړون کې شته؟ نو ځواب يې دادی چې ولسمشر اشرف غني داخبره کوي.

ماته يوه ملګري کیسه کوله چې کوم حضرت زوی له کابله جلال آباد ته په لاره روان ؤ، يو شپون چې ميږې او پسونه يې د سړک په غاړه رواني کړي وي، زاړه چمپل يې په پښو پسې کرښېدل، حضرت زوی موټر ورته ودراؤ، د افغانستان د سياسي حالاتو اړوند يې پوښتنه ورڅخه وکړه، کوچي شپون ښه په زور او زیر د خپل فکر سره سم ورته تشریح کړل، حضرت زوی وویل چې د افغانستان کوچیان هم سياسي دي، دلته هر څوک نور په سیاست کې دخيل دي.

ولسمشره! دلته هر څوک نور پوهیږي چې تاسي دسولې اړوند يواځي تشې وعدې کوئ، دعمل څرک نه ښکاري، بلکه عمل مو برعکس دی.

ولسمشره! دلته خلک پوهیږي چې اقتصادي تړونونه پرته له امنیت څخه امکان نه لري، چیرته چې امنیت نه وي، بیا به څه ډول اقتصادي پرمختګ وي؟ او د کوم بهرني هیواد خلکو به د افغانستان لیونۍ اوبه څښلي وي چې لوړ قیمته اقتصادي تړونونو ته په دغه ډول ناامني کې زړه ښه کړي.

ولسمشره! تاسي د چین هیواد سره د اقتصادي تړونونو خبره کړي، هغوئ خو د لوګر د عینک د مسو قرارداد هم لغوه کول غواړي، داځکه چې په افغانستان کې د چین هیواد اقتصادي پروژو په مخ د ناامني سربیره خپله امريکایان هم لوی سر درد دي، امريکایانو په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چې د چین قراردادی کمپنې اړ کړي چې د لوګرڅخه پښې سپکې کړي. او د لوګر والي هم پکې خپل سر ځکه وخوړ (نه  وایم او نه پوهیږم چې چا وواژه) هغه وویل چې غواړي د چینايې کمپنې سره به هر ډول مرسته وکړي او د مسو د استخراج پروسه به عملا پېل کړي.

د چین همکاري د سولې اړوند داهم تصور او خیال دی، د چین چارواکې ستاسي په فکر له دي نه دی خبر چې تاسي د امریکا ملاتړ له ځان سره لرئ؟ او تاسي د امریکا په ننګه او زور په ارګ کې واکمن ياست؟ چینايې واکمن ښه پوهیږي، او ښاغلي ولسمشر تاسي به پر دي هم خبر ياست چې چین او روسيې د امريکا په خلاف نوی اقتصادي بلاک جوړ کړي، دواړه هیوادونه غواړي چې د امريکا اقتصاد ته ضربه ورکړي. بیا له دغه ډول يوه هیواده چې عملا يې له امريکا سره سړه جګړه روانه ده، نه پوهیږم تاسي د کوم سیاست او کوم پوهاوي له مخې ورڅخه د افغانستان  (امریکا پلوه حکومت) په مسئله کې د امنیت، سولې او اقتصادي همکارۍ تمه لرئ؟

ولسمشره! چین پر دي هم خبر دی چې د یغور هغه مسلمان مجاهدین چې امريکا په افغانستان کې ونیول، هغه يې له باګرام او ګوانتانامو څخه داسي هیوادونو ته یوړل، چې هر وخت يې د فشار په ډول د چین له پاره کارولی شي.

چينايې چارواکې د بدخشان د واخان په سېمه کې د امريکا د لاسوهنو څخه هم ښه خبر دي، چې د راتلونکې له پاره به امريکا  له دي ځایه چین تهدید کړي، دا ډول روسان هم دامريکا کړنې په شمال کې په زیر څاري.

داچې چین به په پاکستان هیواد فشار راوړي چې طالبان مجبوره کړی چې ستااو عبدالله ګډ حکومت ومني، ښاغلي ولسمشر! چین به دافغانستان په پرتله هیڅکله پاکستان له سترګو ونه غورځوی، هر وخت به پاکستان ته ځکه ترجیح ورکړي، اقتصادي ګټې يې سره شريکې دي، او په تیر ټول وخت کې نږدې دوست هیوادونه پاتې شوې دي.

ښاغلی ولسمشر! تاسي له سعودی عربستان څخه هم غوښتنه کړي چې په پاکستان فشار راوړي چې طالبان ستا حکومت کې داخلیدو ته مجبوره کړي. آیا سعودی به داکار وکړي؟ ځينې شنونکې وایې چې سعودي او چین ته ستاسي سفرونه د امريکا په غوښتنه شوې او امريکا به هم د سعودي شهزاده ګانو ته ووايې چې ستاسي د نظرونو او طرحو ملاتړ وکړي. سمه ده چې سعودي د امریکا خبره منې، مګر په وروستیو وختونو کې د امريکا او سعودي ترمنځ په اختلافاتو هیڅوک سترګې نه شي پټولای. بل داچې اصلا پاکستان هر وخت د سعودي له پاره ستراتیژي ټاکې او په پاکستان باندي سعودي هومره باور لري چې په بل هیڅ هیواد به يې نه لري.

داخبره هم د یادولو ده چې پاکستان له خپل پيدایښته (۱۹۴۹) څخه بیا تر اوسه داسي مثال نشته چې هغوئ دی يوه خبره کړي وي، او بیا دي پر هغه خبره او توافق ټینګ دریدلي وی.

پرطالبانو د پاکستان د فشار تګلاره هم مخکې کلونو کې تجربه شوه چې سرچپه نتیجه يې ورکړه، ملاعبیدالله اخند، استاد یاسر، ملابرادر او د طیب آغا د وروڼو زجر شکنجه يې ښه مثالونه دي.

پرطالبانو د پاکستان فشار د پاکستان خپل طالبان ورته وزیږول. چې اوس یې د پاکستان امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

که تاسي فکر کوئ چې د طالبانو استازیتوب دي پاکستان وکړي، نو بیا څه فکر کوئ چې ستاسي استازیتوب ولي امریکا ونه کړي؟

د ترکيې د ولسمشر اردغان څخه هم ستاسي غوښتنه د سولې اړوند سمه ده، مګر تاسي به خبریاست چې ترکیه په راتلونکې کې غواړي چې له وسلوالو طالبانوسره ښې اړيکې ولري.

ترکې مشران غواړي چې له افغانانو سره ښې اړيکې ولري، نه له کوم ځانګړي ولسمشر او کوم ځانګړي مشر سره، او د ترکيې ګټه به هم په دي کې وي چې د يو لوریز حکومت پرځای له افغان ولس سره د طالبانو په شمول خپلې ښې اړيکې ولري.  

ولسمشره ديته دي پام دی چې هند حکومت په تیرو ۱۳ کلونو کې ښاغلي کرزی تر خپل وزر لاندي وساتی، اوس که تاسي له چین او پاکستان سره  غولونکي نږدې کېدل غواړئ، د هند په اړه مو کوم وخت فکر کړی؟

 ولسمشره! تاسي خو د ماليې په وزارت کې وزیر پاتې شوې یاست، آیا تاسي معلومات نه لرئ چې په اقتصادي مهمو سکټورونو کې پاکستاني وګړي په مهمو تخنیکې او مسلکې پوسټونو کې کا رکوي؟ او د افغانستان اقتصاد يې د پاکستان د اقتصادي تګلاري سره سم روان کړی دي، دا به هم وخت واخلي چې تاسي د افغانستان اقتصادي تګلاره داسي جوړه کړئ چې دافغانستان ګټې په کې سل په سلو کې خوندي وي.

د سولې له پاره شرایط  او ژمنتیا مهم ټکې دي، او بیا د سولې له پاره سرچینه پېژندل مهمه ده، تاسي خپله ژمنيتا او شرایط وار له مخې د افغان ولس له خوا تر سوال لاندي راوستلي دي، ددي پرځای چې  اصلې لوری (وسلوال طالبان) د سولې لوری وګڼئ تاسي پاکستان د سولې اړخ ګڼئ، ددي له پاره چې شرایط سولې ته برابر شي، تاسي امنيتې تړون لاسلیک کړ، او په ټلویزونو کې ستاسي له راتګ وروسته زهرجن تبلیغات پېل شوې.

ولسمشره! ښه داوه چې له یادو تیروتنو سره سره مو په کابینه کې مثبت بدلون راوستلی وای، اود خپلو کړنو له پاره مو لومړیتوبونه ټاکلي وای، تر ټولو مهمه داوه چې کابینه وټاکئ او اعلان يې کړی، مګر د بېلابېلو ستونزو له امله ونه توانیدلئ، د لوی څارنوال او بهرنیو چارو وزارت د معینیت له پاره ټاکل شوې کسان  هم ستاسي د ګډ حکومت د شریک له خوا رد کړل شول.

له دي وروسته مهمه وه چې والیان مو ټاکلي وای، مګر  ونه توانیدئ، اوس هم ځينې والیان تاسي ننګوي، او تاسي چوپه خوله ياست، معنی يې داده چې نه شي کولای چې وړ ځواب يې ووایاست.

ولسمشره که ستاسي د سولې پلان داوې چې وسلوال طالبان تسلیم شي، نو بیا هغه کسان چې د طالبانو په نوم تسلیم شول، دهغوئ په برخلیک خبر  یاست؟ څومره له ذلت سره مخ شول؟ څومره ذلیل ژوند لري.

ولسمشره ستاسي اړيکې بیا هم د اصلې سرچینو پرځای له بدلو سرچینو سره دي، چې د کرزي تجربه تکراريږي، چې ډیرو په کې خپل سرونه وخوړل.

ښه نو څه په کار دي، که تاسي په دي فکر ياست چې طالبان به ستاسي دګډ حکومت برخه شي، هغه ګډ حکومت چې د دوام تمه يې نه کيږي، دابه ستاسي  له حقیقت څخه لیري يو تصور وي.

ښه داده چې امريکا د خپلو ځواکونو وتل تر ۲۰۱۶ ز کال پوري یقینې کړي،  اوسمهال يواځې د ګنګوسو تر حده دغه خبره کيږي، او تاسي هم اعلان وکړئ چې امريکايې او بهرني پوځیان به په ټولیز ډول سره تر ۲۰۱۶ز کال پوري وځي.

د امنيتې تړون په مادو کې دغه ماده وراضافه شي چې که سوله کیږي بیا به امنيتې تړون په اتومات ډول سره لغوه کيږي.

داچې په ځینو مواردو کې به د افغان حکومت صلاحیتونه محدود وي لکه د ګوانتانامو طالب بنديانو خلاصون، له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو لیري کول، د شپنيو عملیاتو دریدل او داسي نور…

ښه به وي چې دغه ډول مسایل چې ستاسي صلاحیت پکې محدود وي طالبان يې مخامخ له امریکا سره مطرح او توافق ته ورسيږي.

که مغروره امريکایان دیته چمتو شول چې له طالبانو سره خپله ستونزه حل کړي، او د خپلو پوځيانو ټولیز وتل ومني، بیا نو بین الافغاني تفاهم ته لاره هواریږي.

زه ویره لرم داسي نه چې  تاسي  هم د پخواني ولسمشر کرزي په ډول د واک حرص وکړئ، او دسولې نوم به يواځي دخلکو د غولولو له پاره وکاروئ، اوس به پوه شوې یاست چې ځواکمنه شمال ټلواله به ستاسي واک هر وخت ننګوي، نو ښه ده چې فرصت له لاسه ورنه کړئ، افغان ولس تر بل هر چا سولې او امنیت ته اړتیا لري، تاسي په مرمۍ ضد موټرونو او چورلکو کې ګرځئ، کورنۍ مو په امریکا او بهرنيو هیوادونو کې دي، په جنګ کې مو زامن او خپلوان نه وژل کيږي، د جنګ قربانيان غریب افغانان دي، امید دی چې د واک د حرص سوچ له مغزو لیري کړئ د حقيقې سولې له پاره ژمنه وکړئ.

سوله ستاسي په ورور قیوم کوچې، او د کرزي په ورور قیوم کرزي نه راځي، عمیق سوچ په کار دي، چې داسي وړ کسان وټاکل شي چې هغوئ د سولې سم استازیتوب وکولای شي، خو داهغه وخت چې تاسي پورته د سولې شرایط او ژمنیتا ته خپله هم ژمن شي او دسولې او امنیت له پاره قوې اراده ولرئ، بیا به موږ په اقتصادي او امنیتې دواړو برخو کې پرمختګ ولرو. او د يو هوسا او بسیا افغانستان تمه به ولرو.

لیکوال او شنونکی : نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …