کور / مقالې / د لیونیانو کلی

د لیونیانو کلی

02-khan-nephew-makeshift-facemask-670

د لیونیانو کلی

                                           زه آ لیونی یم

د جهاد ګرمې ورځې وي، پېښور ته د مجاهدینو تګ راتګ په بېلابېلو لارو باندی کیدی، يوه کوچنۍ ډله مجاهدین چې له پېښور څخه بیرته راوګرځيدل، وروستې کسان يې درې نفره سره پاتې شول، شپه تیاره شوه، په لاره يوه کلي ته وروګرځيدل، ماښام ډوډۍ له پاره دهمدي کلي کوم کورته ولاړل.

کوربه د ډوډۍ خوړولو پر مهال له مجاهد څخه پوښتنه وکړه چې څوک يې؟ هغه وویل   لیونی یم

کوربه له دویم مجاهد څخه پوښتنه وکړه چې څوک يې ؟ هغه وویل زه آ لیونی یم ، د پکیتا او خوست ډیر خلک (هم)  لنډ( آ) وایې، یعنی زه هم لیونی یم.

دریم کس چې د همدې دووکسانو سره ملګر ی ؤ حیران شو، که کوربه پوښتنه ورڅخه وکړي څه به ورته وايې، ډیر تعجب کوي چې ملګري مې سم په خبره پوه کسان دي مګر کوربه ته وايې چې لیونيان یو. حتما په دي خبره کې څه راز شته.

کوربه د هغو دوو کسانو سره په خبره پوه شو، همدا سېمه د پکتیا اړوند سېمه وه، کوم چې دوی پکې اوس مهال ناست دي، او د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې يو کلي ته خلک د لیونیانو کلی وايې، نو همدا دوه کسان مجاهدین د لیونیانو د کلی ؤ، کوربه هم پوه شو چې د زرمت ولسوالي د لیونیانو کلي اوسيدونکې دي.

دریم نفر مجاهد چې هیڅ په دي رمز او کیسه نه دی خبر، حیران او چرت اخستی دی.

کوربه ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته څوک يې: هغه وویل چې زه هم خدای که په سد یم، یعنی نه خو پوره لیوني یم او نه پوره له لیونتوب څخه خلاص یم. اوس  نو کوربه حیران شو، چې دا سړی به دکوم ځای وي چې د لیونیانو سره ملګری دی. هیڅ يې په مطلب پوه نه شو.

افغانستان د لیونیانو کلی او کور دی، دلته خلک لیونیان نه دی، مګر لویدیځوال او لویدیځ پلوه ټکنوکراټان فکر کوي چې داخلک لیونیان دي، د کیسې اصلي ماجرا باندي نه پوهیږي. چې ددي کلی خلک لیونیان نه دي، ممکن کله کوم لیونی پکې تیر شوی وي، اوس دغه کلی د لیونیانو په کلي پېژندل کيږي.

زه ویره لرم چې تکنوکراټان لیونیان نه شي، او که لیونیان نه شي نو دي حد ته خو به خامخا ورسيږي چې ووايې چې خدای که زه هم په سد یم.

د لیونیانو او پوهو کسانو د تفکیک له پاره باید اوسنۍ اداره ډیر فکر وکړي، عام خلک په خپلو ناستو کې وایې چې په حکومت کې ناست او شریک کسان ډیری يې پخواني په فساد او اختلاس کې ککړ کسان دي، که ډاکټر صاحب اشرف غني ددوی دلاري او يا هغوئ دده د لاري ملګري وي، نو ممکن چې د ورځي په اخر کې به ډاکټر صاحب مجبوره وي چې ووايې چې خدای که زه هم په سد یم.
لیکوال: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …