کور / مقالې / اشرف غني خو راغی، جنګ به وي که امن؟

اشرف غني خو راغی، جنګ به وي که امن؟

BysBPecCEAAno3z.jpg large۲۰۱۴ کال په تیریدو دی، د همدې کال درېمه برخه ووتله، نه بلا راغله، نه افغانان له کوم غټ مشکل سره مخ شول، ډیر بهرني پوځیان ووتل، کرزی چې د خپل واک د بقا له پاره يې ډیر په مهارت لوبه کوله، بالاخره نن يې خپل دیارلس کلن واک ته د پای ټکی کیښودل شو، دیارلس کلونه په ده هم تیر شول، په موږ غریبو هم تیر شول، موږ به هم د خپلو اعمالو او ګناهونو ځواب الله ته ورکو، ایمان او عقیده مو ده چې حساب راسره کیږي، خو الحمد لله په کوم قتل کې شریک نه یو، او نه مو کړی، کرزی صاحب به هم د هغو بې چاره افغانانو حساب ورکوی چې دده په وخت کې د بهرنيانو او افغان پوځیانو له خوا ملکي او بې وزلي افغانان شهیدان شوې، دی د هیواد لومړی کس ؤ، قران او اسلامي فقه وايې چې مشر د هر ناوړه کار په اړه پوښتونکی دی، او که دده په امر او يا دده دلاس لاندي کسان دده په خوښه ناوړه کار کوي، نو په دغه عمل کې مشر ورسره شریک دی، ځکه که د يو نفر قتل کوم کس کوي، هغه قاتل دی، خو که د کوم چا په امر او خوښه يې کړی وي، نو هغه کس هم د قصاص وړ دی، کرزی صاحب د هیواد د لومړی مشر په توګه په ټولو بې ګناه قتلونو کې شریک دی.

اوس نو وار د ډاکټر اشرف غني دی، چې هر څوک وايې په قتلونو او جنګونو کې يې لاس نه درلود، سپینه ملائکه يې ورڅخه جوړه کړي، وبه ګورو چې د پوځ د اعلی سرقومندان په صفت څه کوي، د خلکو د وژلو او بې ځایه کولو امر کوي او که د خلکو د ځای پر ځای کولو لاره خوښوي. د جنګ لاره غوره کوی که د امن لاره.

ډاکټر عبدالله خو مخکې هم په جنګونو تورن دی، او په تیرو دورو کې هم د ډیرو ناخوالو پړه د کرزي ترڅنګ په ده هم لويږي. ویل کيږي چې امريکایانو پرته ددوی له ملاتړه هیڅ ډول عمل نه شوای کولای، البته ځمکنی جنګ

په جنګونو ، نړيوالو جنګې جرایمو او قتلونو تورن دوستم تعرف ته اړتیا نشته

دانش سرور که تعصب نه درلود، نسبتا څه به يې کړي وای، په قومی، نژادي او کورنۍ جګړه کې يې لوی لاس درلود، خو هوښیار خلک دي، د تلې پلې ته ګوري.

اوس نو تاسي فکر وکړئ چې سوله او امن به راشي. که نه؟

زه خو وایم چې د سولي مقدس شعار دلته زموږ په هیواد کې د ادم خان ښامار دی، هر څوک د سولي له نوم څخه استفاده کوي. خدای خبر چې دغه خلک به سولې ته ژمن وي.

سوله لیري او ټکنۍ معلوميږي، همدا د پردیو له خوا په موږ تپل شوی جنګ به دوام کوي، زموږ نسل به پکې ختميږي، راځي د راتلونکي نسل له پاره ځوان او با احساسه بامسؤلیته افغانان په يوه ټغر راټول او معامله ګر سیاستوال اړ کړو، چې د افغان ولس سولئیزو او اړینو غوښتونو ته غاړه کیږدي.

د جنګ د دوام تر ټولو مهم او عمده اړخ د امنیتي تړون لاسلیک دی، بمبارد، نیول، ځورول، اختلاس، فساد، غصب او د خلکو حقوق ورڅخه اخستل دی.

زه ډاډه نه یم چې نوی حکومت دي دغو یادو ستونزو ته مثب ځواب ووايې او يا خو دي وتوانیږي چې مثبت بدلون راولي.

که جنګ دوام کوي او سیاسي معامله ګر د افغان ولس د خرڅولو معامله کوي، نو موږ به لاس تر زنې ناست يو؟ سوله که هرڅومره ستونزمنه ده، مګر موږ ورته اړتيا لرو، ددي له پاره به کار کو او خپلې هڅې به جاري ساتو.

ديوه سوکاله او ازاد افغانستان په هیله

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …