کارګه وویل چی زرکه زما همسایه وه . هغه ورکه سوه . ګومان مي کاوه چی هغه مړه سوې ده . سُوی راغله د هغه په کور کی یې واړوله . څه موده لا نه وه تیره سوې چی زرکه بیرته پیدا سوه . هغه د سوی په لیدو غمجنه سوه او داسی یې ورته وویل : دا کور زما دی . سوی وویل که کوم سند لرې حق دې ثابت کړه ؟
هغې وویل چی دلته نژدې د اوبو پر غاړه یوه ډیره عابده پيشی اوسیږی ؛ تر هغې عادل قاضی نه پیدا کیږي ، هغې ته به ورسو چې دا دعوه فیصله کړی .
دواړه په دې راضي سول . چی د پیشو سترګی پر هغوی ولګیدې په دوو پښو پر عبادت ودریده . هغوی دواړه ورته منتظر سول چی هغه خپل عبادت ختم کړي . هغې چې عبادت خلاص کړ ، ویې ویل چی څه خبره ده ؟ چی دعوه يې واوریده نو ويي ویل :
زړښت اثر کړی دی ، نژدې راسئ او لوړ وږغیږئ ، نه اورم ! هغوی هم مخی ته ورغلل او له سره يې دعوه ورته تکرار کړه . پشي هم دواړه ونیول او ویې خوړل .
هو ، زموږ د عصر اکثریت قاضیان ، څارنوالان ، وکیلان او واکمنان همداسی دي . وایی د دوو مرغیو جنګ وو ، پیشی راغله دواړی یې ونیولې او ویې خوړلې . الله دی نفاق ورک او اتفاق تأمین کړی .
مأخذ : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ، ۲۰۱۲ ) ؛ ۲۸۲ مخ.
لیکوال : نثار احمد صمد