کور / مقالې / د پغمان په سېمه او مېله ځایونو لوی ویر او غم پروت دی

د پغمان په سېمه او مېله ځایونو لوی ویر او غم پروت دی

20140912_151221په روان کال کې مې دا دوېم ځل ؤ چې پغمان ته ولاړم، د ملګرو پر دې بحث ؤ چې ډیره ارامې ده، د پخوا په ډول د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه نشته، د قرغې لورته چې نږدې کیدو، هم حالت همداسي ؤ، د پخوا په پرتله د خلکو او مېله کوونکې شمیر د پام وړ کم ؤ. نور وختونه به د قرغې او پغمان په مېله ځایونو کې د ناوخته رسیدونکو مېله کوونکو له پاره خورا په تکلیف ځای پيدا کیدی، دا ځل د لارې پر سر مهم ځایونه هم تش ښکاريدل، او تر ټولو مهمه داوه چې په خوا به په موټرونو کې د نارینه ؤ سربیره ميرمنې هم ډیرې زیاتې لیدل کيدلي، دا ځل يې توپیر داؤ يو خو میرمنې نږدې به نشت حساب وي، بل داچې موټر کې به هم يو يا دوه کسه ناست ؤ.

په پغمان کې د بداخلاقۍ تر پېښې وروسته په دغه سېمه کې د نه منلو توپیر راغلی ؤ، که څوک يې خپله ونه وينې ممکن باور به ونه کړي. هغه پغمان چې د رسمي رخصتیو په ورځ به يې پر سړک د موټرو څخه لاره نه کیدله، او په ساعتونو ساعتونو به کله کله د موټرو اوخلکو د ګڼې ګوڼې له امله لاره بنده وه، دا ځل يې سړکونه خالي ؤ، مېله ځایونه خالي ؤ، د اوبو حوضونه خالي ؤ، داسي معلومیدله لکه په پغمان چې يو لوی ویر او غم تیر شوی وي. هلته خلک ویرجن معلومیدل، خفه معلومیدل، د پغمان هرې ونې دا شاهدې ورکوله چې دلته په دې سېمه کې يوه لویه او بده پېښه شوې، دلته د افغانانو د کلتور مخالف کار شوی، میرمنو سره په زور بداخلاقي شوې، د هغوئ پت او عزت لوټل شوی.

د الله ج يو عجیب نظام دی، د پغمان په پېښه ټول افغانان او مسلمان خفه دي، مګر يو لوی توپیر چې ما ولید هغه داؤ چې خلک ویريدلي ؤ، په ځانګړې ډول ميرمنې، داځل میرمنې نه وي، هغه پېغلې هم نه وي چې د پغمان په سیند کې به يې په خپلو منځو کې اوبه يو پر بل شیندلي او کله خو به ځوانانواو نجونو په ګډه دغه کار کاؤ، داځل هلته هغه نجوني هم نه وي چې قطعه بازي وکړي او يا خو توپ اچونه له ځوانانو سره وکړي، او په زړه پوري داچې په پټو ځانګړو جوړو شوو خونو کې هم داځل له ځوانانو سره نجوني نه وي، هلته يوه عجیبه خوندوره ارامتیا وه، څومره چې پغمان ته تللی یم، دهمدې ارامې ورځې، ښکلې هواء خوند مې مخکې نه ؤ لیدلی.

راځئ ځينې حقایق ووایو، هیله ده چې زما څخه به څوک خفه نه شي، ځکه داخبره نور تر لمر روښانه وه، چې په قرغه او پغمان کې د رخصتیو ورځو کې ځوانان هلوکان، شتمن او نجوني به په ګډه تلل، هلته ځانګړي ځایونه په قرغه او پغمان کې جوړ شوې، ددي پوښتنه نشته چې ستاسره دغه نجلۍ او يا نجوني څوک دي، نو که مغالطه ونه شي، په دغه ډول ورځو کې په لسګونو او سلګونو د بداخلاقۍ پېښې د قرغې او پغمان په ښکلي سېمه کې کیدلي. مګر الحمد الله داځل چې ما ولیدل، ددغه ډول بې بندوباره خلکو او نجونو تګ هلته نه ؤ او حتمې ده چې د بد اخلاقیو ګراف په یاده سېمه کې همدمره کم شوی.

د پغمان په سېمه کې د بداخلاقې ناوړه پېښې د غریب کارو په کارو بار هم ناوړه اغیز کړی ؤ، مګر هغوئ خوشاله ؤ، ویل يې چې سمه ده موږ دي پیسې ونه ګټو خو چې د پغمان نوم نه وای بدنام شوی، هغوئ ویل د پغمان ټول خلک په دې بدې پېښې خفه دي، مګر وس مو نه رسيږي، څه وکړو، همهغه پخواني ټوپکسالاران راباندي مسلط دي، دعا يې کوله چې الله ج دي دغه بداخلاقه او ناوړه ټوپکوال زموږ له ښکلې سېمې څخه ورک کړي.

موږ يوې داسې سېمې ته ولاړو چې پخوا وختونو کې هلته مناسب د ناستي ځای په تکلیف پکې پيداکیدی، داځل هلته هلوکانو فټ بال کاوی، او زموږ شاوخوا سېمه ټوله خلاصه وه، زموږ ملګرې نږدې ګرده لیکوالان ؤ، په هرڅه پسي موکتل، په دغه سېمه کې موږ يوه میرمن په چادرې کې ولیدله، او په غالب ګومان چې دوه نورې میرمنې به هم وي، له دې مخکې مو د پغمان په هغه سېمه کې چې هلته زانګو او ډول ډول د مېلو ځایونه دي، دوه ردې میرمنې په چادریو کې وليدلي.

يو ماشوم چې د بوټونو رنګولو کار يې کاؤ، د لرګې کوچنی صندوق يې په غاړه او تور بورس په لاس راغی، پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې هلکه پخوا دي څومره پسې ګټلي او نن دي څومره کار کړی؟ هغه وویل چې پخوا به مې نږدې د ۱۵۰ افغانیو کار کاؤ نن مې يواځي ۵ پنځه افغانۍ کار کړی.

بل هلک چې د خلکو له پاره د وزن معلومولو ترازو يې په لاس کې ؤ هغه ویل چې پخوا مې د ۴۰۰ – ۵۰۰ افغانیو کار کاوی، نن ورځ مې ۴۰ افغانۍ ګټلي دي، د پرکي (بولاني) خرڅونکي هلک ویل چې پخوا مې د ۴۰۰ افغانیو پورې سودا کیدله، مګر نن مې ګرده ورځ کې ۸۰ افغانۍ ګټلي دي.

د يولسم ټولګي محمد نادر چې دغه پارک او ځای ددوی اړوند ځمکه وه، ویل يې چې پخوا موږ د پنجشنبې او جمعې ورځ هره ورځ د موټرو د تم ځای څخه ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ ترلاسه کولي، مګر نن ټول ټال ۷۰۰ افغانۍ موږ اخستي دي، هغه ویل چې د اوبو د حوض څخه مو پخوا ۸۰۰۰ يا ۹۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کولي مګر نن موږ ۲۰۰ افغانۍ ګټلي دي، دايې هم وویل چې يو ښایسته رسټورانټ او باغ مو جوړ کړ، ډیرې پیسې مو پرې ولګولي، اوس اوس مو پرانیست مګر خالي ولاړ دی، خلک نشته او کارو بار په ټپه دریدلي دی.

د ګل سرخ مخامخ د پراچې په دغه ښکلې سېمه کې کله چې موږ بیرته د کورخواته روان شو، د قصاب دوکان ته وروګرځیدم، هغه ته مې ویل چې د پخوا په پرتله دي په غوښه خرڅولو کې څومره توپیرراغلی، سوړ اسویلی يې وکيښ، ويې ویل خدای دي دغه بداخلاقه خلک د پغمان څخه ورک کړي، کاشکې د پغمان خلکو په خپلو لاسونو د پغمان په بازار کې په دار ځوړند کړی وای، اوس خدای خبر چې حکومت به څه وکړي، پیسې اورشوت به واخلي او بیا به يې خوشي کړي. مخکې هم دغه خلک حکومت نیولي ؤ، خو ددغې سېمې د قومندانانو په زور بیرته راخوشي شول. هغه وویل چې پخوا به مې د پنج شنبې او جمعې ورځ هره ورځ ۶ يا اوه پسونه خرڅیدل چې دا ګرده نږدې ۱۰۰ کیلو غوښه کیدله، مګر نن مې ټوله ورځ کې ۳.۵ درې نیم کیلو غوښه خرڅه کړي.

پخوا به ستونزمنه وه چې د جمعې او يا پنجشنبې ورځ سړی په ارام زړه په پغمان او قرغه کې وګرځي، ګڼه ګوڼه به زیاته وه، اوس وخت کې ارامتیا او دومره ارامتیا لکه ژمی چې ؤ، حال داچې په خوا به په دغو ورځو کې د سېل کوونکو شمیر ځکه زیاتيدی چې نور نو منی په رانږدې کیدو دی، بیا هوا سړه کيږي.

ماته د پغمان سېمه کې د سړک په غاړه د پرکيو، شلومبو او چای خرڅونکې هلک وویل: دا درې اونۍ کیږي چې د خلکو راتګ بيخې زیات کم شوی، هغه ویل چې ۹۰ سلنه د خلکو د راتګ شمیر کم شوی، په پغمان کې د بداخلاقي له پېښې وروسته، اوس د پخوا په نسبت يواځي ۱۰ سلنه سېل کوونکي خلک پغمان ته راځي.

زړه مې غوښتل چې د پغمان له سپین ژیرو سره هم ووینم ، د پېښې اړوند د زړه خواله ورسره وکړم، دا ډول د قرغې اړوند سېمه کې هم ورته خبرې له خلکو سره وکړم، مګر وعده مې لرله چې بیرته باید کابل ښار ته ځان ورسوم، په دي تمه چې کوم ملګری به د پغمان د ناوړه پېښې وروسته په دغه سېمه يې د تاثیراتو اړوند هراړخیز راپور جوړ کړي.

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …