کور / مقالې / د ناټو کنفرانس ، د ټاکنو پایله او نوی راتلونکی حکومت

د ناټو کنفرانس ، د ټاکنو پایله او نوی راتلونکی حکومت

ګنکوسه، اوازه او يا ممکن رښتيا وي: کله چې د ټاکنو کمیسون د رایو شمیرنه تر ۶۰٪ لوړه شوه، د رایو ورکوونکو شمیر ویل کيږی ۲.۵ میلیونه شاوخوا کې ؤ، که ټولې رايې وشمېرل شي ممکن هغه د ۳۰٪ او ۴۰٪ سلنې ترمنځ رايې به هم د يو میلوین شاوخوا کې وي، نو په دي حساب د رایو ټول شمیر به  نږدې ۳.۵ میلیونه شي، او ممکن ۴ میلیونه ته پورته شي، بلاخره که هرڅومره زياتې شې د ۴.۵ څخه تر ۵ میلیونه به شمیر جګ نه شي اوس سوال دادی چې هغه ۳.۲ میلیونه پاتي رايې به چيرته وي، ځکه د ټاکنو Meeting on Afghanistan in Heads of State and Government Formatکمیسون ویلي وو چې ۸.۲ میلیونه خلکو رایه ورکړي، ځینې شنونکو د ټاکنو په ورځ او وروسته هم نظر ورکړی ؤ چې د ګډونوالو شمېر به ممکن د ۴-۵ میلیونه په شاوخوا کې وي.

کوم د رایو صندوقونه چې د آیساف د چورلکو په واسطه کابل ته راوړل شوي، ډیری يې خالي دی، د دواړو کاندیدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله د رایو عمومي پارچه شته مګر په صندوقونو کې د رایو پاڼي نشته، د رای پاڼو څخه خالي صندوقونو د دواړو کاندیدانو پلويانو ته شکونه پيداکړي.

داسي معلوميږي چې د ناټو کنفرانس له دایریدو مخکې به د امریکا په مستقیم فشار سره دواړه نوماندان په ګډ حکومت هوکړه وکړي، او د رایو د تفتیش پروسه به هیڅکله هم نهايې نه شي، بلکه د جوړجاړي له مخې به رايې بیا هم مجهولې اعلان شي، ځکه اوس که حقیقي رايې اعلانوي نو دا به تر ۵ میلیونه وانه وړي چې د ټاکنو کمیسون، افغان حکومت، امریکا او نړيوالي ټولني له پاره یو بل شرم هم دی، هسي هم ګرده پروسه له پېله بیا تر دې دمه له شرم او فساده ډکه ده.

زما په آند د ټاکنو کمیسون او د یوناما  دفتر اوس د امریکا وروستۍ پریکړې ته منتظر دي، او د کاندیدانو د ګډ حکومت پر سر هوکړي ته د انتظار شېبې باسي. کله چې نوماندان د ګډ حکومت هوکړې ته ورسیږې، له هغه وروسته به پایله د يوه کاندید په ګټه داسي اعلان کړي چې ددواړو تر منځ د رایو بیلانس به په نظر کې نیول شوی وي، او تر بل کاندید به يې رايې هومره زیاتي نه وي لکه چې د لومړيو ابتدايې نتایجو په ورځ د ټاکنو کمیسون اعلان وکی چې د اشرف غني رايې تر عبدالله د يو میلیون څخه هم زیاتي دي.

که د ناټو د کانفرانس تر دایریدو مخکې دواړه نوماندان عبدالله او غني د ګډ حکومت په اړه يوې هوکړې ته ورسیږي، نو د ټاکنو پایلې به هم ممکن اعلان شي، او که هوکړې ته ونه رسیږي، بیا به د ټاکنود تفتیش پروسه نوره هم اوږده شي، او ممکن تر ډیره وخته ښاغلی کرزی نور هم په واک کې پاتي شي، امريکا به ونه غواړي چې کرزي د ناټو کنفرانس کې ګډون وکړي، ممکن د دفاع، کورنیو او يا بهرنيو چارو وزیر ته په کنفرانس کې د ګډون حق ورکړي. ولی امريکا او نړيواله ټولنه د ځان مجبوریټ ګڼې چې مخکې د ناټو کنفرانس څخه دواړه نوماندان د ګډ حکومت هوکړه وکړي.

امریکا او ناټو هم د افغان حکومت د مشرانو او نوماندانو له کړنو څخه ستړې ښکاري، که د ټاکنو لانجه ژر حل نه شي، بیا به نړيواله ټولنه له مجبوریته د موقت حکومت ننګه کوي، داسي حکومت چې د جوړیدو په اړه به يې د ښکیلو ګردو جهتونو نظرونه اخستل کيږي او بیا به دهغوی نظرونه هم د موقت حکومت  د جوړيدو له پاره نړيواله ټولنه په نظر کې نیسي.

اوس مهال د افغانستان د اوسنیو کړکیچنو حالاتو اړوند يواځي امریکا نه ده چې تشویش لري، بلکه اروپا، د سيمې هیوادونه او د افغان ولس اکثریت برخه د دغه ډول نامعلوم برخلیک او کړکیچن حالت څخه ځوریږي.

په وروستیو وختونو کې په شمالي ځینې ولایتونو کې د ناقانونه وسلو وېش هم افغان ولس او په ځانګړې ډول سوداګر له ستونزو او تشویش سره مخ کړي.

ځینې شنونکې په دي نظر هم دي که چيرته عبدالله او غني ګډ حکومت جوړ کړي، ممکن تر يو کال زیات دوام ونه کړي، ځکه دغه دوه ټیمونه د نظر او تګلارو اړوند بېلابېل تګلوري او آندونه لري، بل  خوا طالبانو هم خپلو حملو ته زور ورکړي، که د طالبانو حملې همدغسي رواني وي، افغان حکومت ته به ستونزمنه وي چې تر ډیره وخت پورې د لیري پرتو ولسوالیو او ولایتونو کنټرول په لاس کې ولري.

داچې يو کال يا دوه کلونه وروسته بیا هم د غني او عبدالله ګډ حکومت له ستونزو سره مخ کيږي، ځينې په کوردننه او بهر افغان سياسي څیړونکې په دي نظر دي چې د افغانستان د ستونزې د حل له پاره یو بې طرفه موقت حکومت ښه طرحه ګڼل کيدای شي.

لیکوال : نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …