کور / مقالې / د لنډ مهاله حکومت مشر او غړې به څوک وي

د لنډ مهاله حکومت مشر او غړې به څوک وي

د لنډ مهاله حکومت خبرې د هیواد دننه او بهر کيږي، په امريکا کې خپريدونکو ورځپاڼو هم د موقت حکومت پر اړتيا راپورونه خپاره کړل، د دويم پړاو ټاکنو له دوو لويو ډلو څخه يوه يې (د عبدالله عبدالله کمپ) له دي امله د موقت حکومت پلوې کوې چې د ټاکنو کميسون اشرف غني وړونکی اعلان کړ.

همدا د موقت حکومت طرحه په هیواد کې دننه او بهر د ډيرو افغان سیاستوالو نظر ؤ، د انتخاباتو پرځاي يې د موقت حکومت جوړول غوښتنه کوله، مګر بهرنيانو او نړيوالي ټولني له دي امله چې په افغانستان کې يې ۱۲ کلنې لاسته راوړني په صفر کې ضرب نه شي، د موقت حکومت منلو ته  چمتنظر جانو نه ؤ.

اوس چې د ټاکنو د پایلو په سر د اشرف غني او عبدالله تر منځ ناندرۍ هغه سرحد ته ورسيدي چې امریکايې لوړ پوړي چارواکې یې هم مایوسه کړل، اوس نو د موقت حکومت پر اړتيا امريکا او نړيواله ټولنه هم پټه خوله او يا په غیر مستقیم ډول ددغسي حکومت ملاتړ  کولو ته مجبوره شوې.

د موقت حکومت اړوند هم ډیرې پوښتنې او ستونزې مخکې دي، زه ډاډه نه یم چې امریکايې چارواکو به منلي وي چې په افغانستان کې د ستونزې حل لاره موقته اداره ده، لاهم دوی هڅه کوي چې د دوو نوماندانو (عبدالله او غني) ترمنځ پر يو ائتلافي حکومت هوکړې ته ورسیږي، ولي د افغانستان د خلکو ستونزه داده که دوه ډلې په خپل منځ کې ستونزه پيداکړي، بیا مشکله ده چې په خپلو منځونو کې جوړجاړی وکړي، که بیاهم د دریمې ډلې په هڅو جوړجاړي ته ورسيږي  د افغانانو اړوند پخوانيو تجربو ته په کتلو سره دغه ډول جوړجاړی ډیر دوام نه کوي.

موږ يې ښه مثالونه د جهاد دوخت د اسلامي ګوندونو لرو، کله چې د ښاغلي حکمتيار او ښاغلي رباني تر منځ د ګوند د مشرې او نوم په اړه ستونزه وه، دواړو مشرانو او ډلو په دریم مشر مولوي محمد نبي محمدي هوکړه وکړه، دغه جوړجاړی په اوایلو کې لا ټکنی ؤ، مولوي يونس خالص او جلال الدین حقاني چې د اسلامي حزب په ډله کې پياوړي او نوموتي قومندانان ؤ، د مولوي محمد نبي محمدي په مشرې ائتلاف کې شامل نه شول، دغه ائتلاف يو کال هم دوام ونه کړ، د دوو ګوندونو پرځای درې شول، بيا چې کله استاد سياف د کابل له زندان څخه ووتی، ګردو جهادي ګوندونو د استاد سياف په مشرې د ائتلاف او يوځای کیدو هوکړه وکړه، دغه ائتلاف هم يو کال دوام ونه کړ، چې بيا استاد سياف هم د مات شوې ائتلاف له برکته د ګوند مشر شو، وروسته ګوندونه دي ته هم چمتو نه وو چې ائتلاف او يووالي وکړي، ځکه هغوی ویره لرله چې هر ځل ائتلاف يو نوي ګوند زیږوي، که بیا هم ائتلاف کوي معنی يې داده چې يو بل جهادي ګوند هم اضافه کيږي.

متوکل صاحب دا خبره ډیر ځله کوي هغه ائتلاف چې د فشار له کبله يې افغانان منلو ته چمتو کيږي، ډیر دوام نه شي کولای، ستونزه نه شي حل کولای، بلکه د وخت په تیریدو ستونزه زياتوي. ولي که افغانان په خپله خوښه او هوډ سره يوځای شي، بیا دغه ډول يوځایوالی نتيجه ورکوي.

اوس چې د غني او عبدالله ترمنځ د جان کيري په وساطت د ائتلافي حکومت جوړولو هڅې وشوي داسي چې اشرف غني به ولسمشر او عبدالله به اجرائيوي رئیس وي، په هغه لومړنیو وختونو کې د اشرف غني په ټيم کې درز پيداشو، د غني ډیرو مهمو کمپاین کوونکو او دده په ټیم کې مشرانو کسانو داخبره ونه منله او له غني څخه يې فاصله ونیوله، غني ډیره هڅه وکړه، د جنوب او ختیځ د مشرانو له پاره يې ځانګړې ناستې ترتیب کړي، هغوئ ته يې د قناعت ورکولو له پاره بېلابېل دلیلونه وویل ، مګر معلوميږي چې دغني ډله کې ډیری مهم مشران د عبدالله سره د ائتلافي حکومت د جوړيدو مخالفت کوي، که بالفرض غني او عبدالله د امريکا تر فشار لاندي ائتلافي حکومت جوړ کړي، زما په آند د مجاهدینو د ائتلاف د تجربې تکرار به وي، زه ډاډه یم چې خپله ۵ کلنه دوره به پوره نه کړي او ائتلاف به مات شي.

د موقت حکومت  اړوند باريکې او ستونزه داهم ده چې بهرنيان ورته متوجه نه دي، د بن لومړي کانفرانس کې ډاکټر عبدالستار سیرت ډیرې رايې ګټلي وي، مګر بهرنيانو کرزی انتخاب کی، د کرزي لنډمهاله اداره پوره بې واکه او بې صلاحیته وه، تیر پارلمان کې د استاد سياف او قانوني ترمنځ د پارلمان په مشرتوب ستونزه پيداشوه، استاد سياف پښتو خبرې کوي، مګر ځان عرب ګڼې، ولي د پارلمان  پښتنو وکيلانو ته د يوه پښتون په ډول د منلو وړ ؤ، قانوني چې تاجک قوم پوري تړاو لري، د دواړو ترمنځ ډیرو مهمو مشرانو منځګړيتوب وکی، نتیجه يې ورنه کړه، او پایله داچې ازبک توکمه  عبدالروف ابراهيمې د پارلمان رئیس وټاکل شو.

ویل کيږي چې د ابراهيمې په انتخاب کې د ترکيې هیواد پوره لاس ؤ، نه پوهیږم چې تر کومه حده به دغه خبره موثقه وي، ويل کيږي چې د ترکيې هیواد په تیرو پارلماني ټاکنو او بیا د ابراهيمي د رئیس کیدو له پاره ۱۵۰ ميليونه ډالر  لګولي  ؤ، دا ډیرې زياتي پیسي دی، زه فکر  نه کوم، مګر ماته يوه عينې شاهد  داخبره هم کړي چې د ترکيې هیواد مشر چارواکې په مجلس کې ورته ويلې چې په پارلماني ټاکنو او بيا د ابراهيمې د ریاست له پاره يې ۱۵۰ ميليونه ډالر لګښت کړی ؤ.

ډیری افغانان دداسي موقت حکومت غوښتنه کوي چې خپلواک وي، د امريکا په خوښه يې د مشر او کابينې انتخاب نه وي، بلکه بې پرې افغانانو ته واک ورکول شي چې د موقت ادارې له پاره مشر وټاکي او په کابینه کې هم بې پرې افغانان راشي.

که امريکا او نړيواله ټولنه د موقت حکومت د مشر او کابينې په انتخاب کې دخالت کوي، په خپله خوښه يې ټاکي، داسي مثال لري لکه  د کلي خلک چې غواړي خپل مشر په خپله خوښه وټاکې خو زورواکي پرې د خپلې خوښي  (دولس د خوښي خلاف) مشر وتپې لکه اوسمهال د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې غړي، او دا ډول د افغان حکومت واليان او وزیران، چې خلک ورسره مرسته نه کوي، او نه يې اوامر او غوښتني مني، ځکه د دوی د خوښې خلاف پرې تپل شوي.

که د موقت حکومت  له پاره مشر او غړې يې بیا ځل  د بن د لومړي کنفرانس په ډول امريکا او نړيواله ټولنه پر افغانانو وروتپې بیا به يې نتیجه د تیر په څیر وي، ګټه به ونه لري،  ښه داده چې افغانانو ته واک ورکول شي چې په خپله خوښه د موقت حکومت مشر او غړې وټاکي، داسي کسان دغه کار وکړي، چې بې پرې وي، د طالب، افغان چارواکو، افغان سياسي ګوندونو او نړيوالي ټولنې سره ستونزه ونه لري، هر لوري ته تګ او راتګ په اسانې سره وکولای شي. د موقت حکومت د وخت تر ختميدو پوري د يوه منتخب حکومت له پاره زمينه برابره کړي.

بل مهم ټکی پکې دادی چې امريکا او نړيواله ټولنه باید دي ته متوجه وي، که د بهر څخه (په بهر کې اوسیدونکي افغان) پر افغانانو د موقت حکومت له پاره مشر تپې بیا به يې هم افغانان ونه مني، ښه داده چې داسي څوک د حکومت مشر وټاکل شي چې د هیواد په دننه کې ژوند کوي، د خپلو افغانانو څخه يې کلونه ليري  په بهر دنيا کې ژوند نه وي کړي، کورنۍ يې په بهر کې نه وي، او دافغانانو د کلتور، دود سره بلد، مذهبي چارو او اسلامي مقدساتو ته متعهد سړی وي.

که څوک فکر کوي چې د افغانستان په دننه کې داسي بې پرې مشر او ډله نه شته چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي، داهم د امريکا او نړيوالې ټولنې تېروتنه ده، دلته په کور دننه داسي مشران  ډیر دي، چې د موقت حکومت مشرتوب وکړي، او دا ډول ډیر کسان هم شته چې د موقت حکومت غړې جوړ شي.

داهم يو نظر او فرضیه ده چې د افغانستان ستونزه په سم ډول هواره شي، تیر دیارلس کلونه طالب په کلي ډول د سیاست له صحني او واک څخه بې برخې شوی ؤ، د حکمتيار په مشرۍ ډله هم له واک څخه تر ډیره حده بې برخې وه، مګر ددغې ډلې ډیرو مهمو غړو په سیاست کې برخه درلودله، داچې امريکا او نړيوالو دیارلس کلونه د طالب مخالف  ته واک او صلاحیت ورکړ، هغوئ د خپلو  ناکامیو سربیره امريکا او نړيواله ټولنه هم د فساد او اختلاس له امله په نړيواله سطحه ناکام کړل، ښه به وي چې داځل د موقت حکومت د مشرتابه له پاره د پخوانيو طالبانو هغه کسانو څخه يو تن مشر وټاکل شي چې په تیرو دیارلس کلونو کې د طالبانو سره عملا نه ؤ، په افغان حکومت کې يې برخه او منصب قبول نه کی، د امريکا او نړيوالو سره يې په پټه کار ونه کي، د بېلابېلو دلایلو پر بناء په کابل کې تر نظارت لاندي وساتل شول، مګر اوس مهال  داسي بريښې دغه کسان چې ځان يې په تیرو ۱۳ کلونو کې له هر ډول خيانت، فساد او اختلاس څخه ساتلی، د افغان ولس پر ګټو يې معامله نه ده کړي، داسي شخصیتونه دي، زما پوره باور دی، چې د خپل افغان ولس، سياسي ګوندونو (د شمال ټلوالي په شمول) او نړيوالي ټولنې سره په ژبه پوهیږي، افغان ولس پوره اعتبار پرې کوي،  او تر ډیره حده مهم رول لوبولای  شي.

بیا هم زما انديښنه داده چې امريکا او نړيواله ټولنه به د افغانانو د غوښتنې پرخلاف داسي موقته اداره خوښه کړي چې د افغان ولس په درد به ونه خوري، ښه داده چې د موقت حکومت په جوړښت کې د افغان ولس، افغان حکومت، طالبانو، اسلامي حزب او سیاسي ګوندونو سره تر مشورو او خبرو وروسته بې پرې کسان وټاکل شي. که دغه کار ستونزمن وي، بيا نو داهم يو نظر دی چې په کابل کې د پخوانيو هغه طالب مشرانو څخه کوم کس انتخاب شي چې په تیرو ۱۳ کلونو کې يې طرف نه دی نيولي، او د افغانستان د عليا ګټو له پاره يې کار کړی. که خدای مه کړه بیا هم موقت حکومت د بهرنيانو له خوا د افغانانو د خوښې خلاف تپل کيږي، د افغانستان ستونزه به نه داچې حل کړي، بلکه دغه هیواد به يو بحراني حالت ته بوځي.

د هوسا، امن او خپلواک افغانستان په هیله.    

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …