کور / ځانګړي / راتلونکی حکومت اودولسمشر واک ! میرویس افغان

راتلونکی حکومت اودولسمشر واک ! میرویس افغان

دحامد کرزي‌ یو اکا(تره) چې موږیې شاه کاکا بولو، ډېر زیات ټوکي‌او په ژبه او دماغ تېز سړی دی ، هغه دکرزي دواکمنۍ ‌پر مهال په بیا بیا دا یوه ټوکه همېشه تکراروله چې هغه دخدای پاک له لوري دقومونو دوېش خبره وه .

شاه کاکا به ویل :

«الله پاک خپل دربار ته دافغانستان دټولو قومونو استازي ‌وربللي وو او هریوه ته یې خپله خپله ونډه ورکوله ، په دغه ونډه کې چاته کالي ،چاته واسکټ ،چاته څپلۍ او چاته میرویس افغان یوازي کمیس ،چاته پرتوګ ،چاته رخچینه (خولۍ) او چا ته ټول شیان ورسېدل . دپښتانه استازي ته یې ټوپۍ(خولۍ) ورکړه او نور لوڅ لپړ ولاړ وو. پښتانه دواړه لاسونه مخ او شاته دځان دحیاپر برخو ایښي وواو په زوره زوره یې چیغي وهلې چې اې الله زه لوڅ ولاړ یم ، ماته پرتوګ راکړه ،او دالله پاک ددرباره به پرې غږ وشو چې تا خو ټوپۍ غوښتې وه او درته درکړل شوه نور به خپل کارکوې . »

شاه کاکا به ویل چې حامد کرزی زموږ لپاره یوه خولۍ (ټوپۍ) ده او نور خو نو پښتانه لوڅ لپړ ولاړدي ،ده به همېشه دا دعا کوله چې یا الله له دې خولۍ (ټوپۍ) نه مو خلاص کړه او موږ ته دوجود دپټولو لپاره کالي راکړه .

ما په تېرو ټاکنو کې داسي‌انګېرله چې که خدای کول دشاه کاکا دعا قبوله شوې او ان شاء الله پښتون قوم او افغان ولس به نور له دي «خولۍ» نه خلاص شي او وجود به یې کالي ومومي . نور به زموږ تن پټ شي‌او هر څه به دنورو سیالو قومونو په څېر لرو.

البته داهیلي هغه مهال لانوري ‌غښتلې شوې چې دټاکنو په دويم پړاو کې دډاکتر اشرف غني‌احمدزي ‌په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم دولس باور او رایه ترلاسه کړه . داسي برېښېدله چې زموږ جګړه ځپلي هیواد دولس دسپیرو ګوتو په رنګولو دپرمختګ پر لور یو ګام واخیست . داسي اټکل کېده چې لږترلږه راتلونکي حکومت به راتلونکو پنځه کلونو کې دسولې ‌پر لور یو ګام واخلي‌او دسولې دغوړېدونکي‌ ټغر مخالفین به دحکومت نه بهر پاتې شي،  زور به یې ونه رسي چې په جګړه کې ښکیل طالبان لانور دجګړې لورته ورټېل وهي .

ټول خبر یو چې طالبان جګړې ته مجبورکړل شوې دي ، اوپه دا مجبوري کې له بهرنیوکړیو او ګاونډیو هیوادونو سره سره دافغان ځواکمنو لاس هم ډېر زیات دی .

افغان طالبان له دي سره سره چې په ټاکنو کې داخلال او دټاکنو دګډوډولو له پاره يې ظاهراً قسم اخیستی وو،بیا هم دهیواد په بېلا بېلو سېموکې په مسجدونو کې اعلان کولو ته اړشول او له ولس نه یې په تولټاکنو کې درایو اچولو غوښتنه کوله .

 دطالبانو په نوم ځینو افغان دښمنو کړیو له عامو بېګناه هیوادوالو ګوتې غوڅي کړې او ځیني یې ووژل . طالبانو دخپلو سیاسي مجبوریو پر بنسټ په ښکاره دا اعلان نه شو کولای چې ولس دي ‌په ټاکنو کې ونډه واخلي‌، خو په پټه یې دخپل ولس ملاتړ وکړ. دطالبانو ددې کړنې بېلا بېل مثالونه موجود دي‌چې کابل ته څېرمه لوګر ولایت یې ښه بېلګه ده .

زما دخبري مطلب دادی چې وسله وال طالبان هم دي ته انتظار وو چې یو نوی نظام له یوې نوي سوله ئیزې طرحې سره راشي چې نور دوی هم دفرار له ژونده دقرار ژوند ته پناه یوسي .

څو ورځي‌وړاندي دطالبانو یو مشهوره څېره مکې مکرمې او مدینې منورې ته دعمرې د اداء کولو په نیت تلی او زما خبري ورسره وشوې . دغه مشر په ښکاره ویل چې دوی دیوه ځواکمن حکومت سره خبرو کولو ته تیار وو،او دا ځواکمنه څېره دنورو افغانانو په څېر طالبانو ته هم ډاکتر اشرف غني احمدزی برېښېده.

طالبان هم دافغانسان دډېرکيو په څېر په ایتلافي حکومت خوښ نه وو،ځکه په ایتلافي‌حکومت کې دسولې راتګ ځکه ممکن نه دی چې په تېرو ۱۳ کلونو کې داتجربه شوې وه .

ما د تحول او تداوم ټيم دبریاسره سم ددغه ټیم تر مشرتابه پوري دطالبانو دزرغون څراغ خبره ورسوله چې ګواکې که حکومت ژمن وي ‌له طالبانو سره دافغان حکومت خبرې شوني دي‌، خو خبرې له یوه پیاوړي حکومت سره نه دیوه ایتلافي او کمزوري حکومت سره .

دابه د اشرف غني مجبوریت وو چې يو ايتلافي حکومت ته غاړه کيږدي، اوس په کار ده چې د سولې له پاره کار وکړي، په سوله کې د غني له خوا بیړه به يوه بله تيروتنه وي، ښه داده چې د سولې پلان د هیواد د ځینو پوهانو او علماؤ سره په ګډه جوړ کړي، داسي پلان چې مخکې له افشاء کولو د ځینو بې طرفه کسانو له خوا طالبانو او وسلوالو مخالفو ډلو ته هم ورسول شي، دهغوی نظرياتو ته پکې ځای ورکول شي.

زموږ د معلوماتو له مخې هغه کسان چې په تیرو کلونو کې يې د طالب په نوم له کرزي، افغان حکومت او نړيوالي ټولني څخه امتيازات ترلاسه کول، دمګړی د اشرف غني په شاوخوا راڅرخیدلي دي، دا به د اشرف غنی بله لویه تیروتنه وي وایې ازموده را ازمودن خطاء است، چې په دغو فریبکارو کسانو باور وکړي، له دی لاري وغواړی چې طالبانو ته خپل پېغام ورسوي، هغه ډول پېغام چې په تیرو دولس کلونو کې همدغو خلکو د کرزي سم پېغام او يا طالبانو د پېغام تبادله ونه کړلای شوای.

ماته د تحول او تداوم ټيم یوه غړي ‌قیوم خان کرزي ‌وویل چې ددوی دراتلونکي‌حکومت لومړنی ګام سوله او له طالبانو سره خبرې ‌دي‌. هغه هم په دې باور وو چې راتلونکی حکومت به دتير حکومت په انډول زیات قوي او پرخپلو پښو ولاړ حکومت وي .

زه هغه وخت هم په دې باور وم چې زموږ ګاونډیان او نړۍ وال ځواکمن به کله هم افغانان دسولې‌لورته پرې نه ږدي او زما همدا ويره پرځای پاتې شوه ، په افغانستان کې یوه پیاوړي حکومت ته لار نه شوه جوړه او بیا هم د«ملي وحدت» په نوم دیوه ایتلافي‌حکومت دجوړېدا پرېکړه وشوه .

هغه ډاکترغني‌چې د(غني افغانستان) خوب یې لیده په یوه داسي‌لومه کې راګیر شو چې دافغانستان غني‌کېدل څه چې خپل ځان اونوم یې هم وبایله . داسي‌ښکاري چې ډاکتر غني دوږې چوغکې (مرغۍ) په څېر په دوو لومو کې ونښتی، یوه دډاکتر عبدالله عبدالله سره دایتلافي یا ددوی په اصطلاح د«ملي وحدت» حکومت دجوړېدا لومه او بله هم دډاکتر صیب له لوري دیوه اجرایوي څوکۍ دجوړېدا لومه وه چې دواړې یې دغني‌افغانستان خوب د تیارو لورته ټیل وهی او اشرف غني‌احمدزی کمزوری کوي . نوموړی به هم دحامد کرزي په څېر یا تر هغه هم زیات کمزوری ځکه وي‌چې له حامد کرزي‌ سره داجرایوي ریس څوکۍ نه وه ،خوډاکتر غني‌به داد(بنې) څوکۍ هم لري .

داشرف غني‌احمدزي یوه بله لویه تېروتنه داده چې همدغې اجرایوي‌څوکۍ ته دلومړي ‌وزیر دڅوکۍ نوم ورکوي ، او لومړی وزیر به دده واک لانور را کم کړي . هو ! البته دا لاتر اوسه روښانه نه ده چې دا اجرایوي ریس چې دم ګړی احمدضیاء  مسعود بلل شوی ده ته کوم کوم واکونه ورکول کیږي..

دپردې ترشا خبرې‌خو لاتر اوسه نه دي‌ راوتلې خو ښايي دې ښاغلي ‌ریس یا راتلونکي‌ لومړي وزیر ته دځینو وزارتونو ، ولایتونو او لوړرتبه څوکیو واک ورکړل شوی وي . خدای دي‌وکړي چې ددغو وزارتونو او ولایتونو واکمن ولسمشر ته ژمن پاتې شي‌، نه یوازي هغه اجرایوي ریس ته چې دوی یې تر واک لاندي ‌وي .

که څه هم نوی حکومت دم ګړی دیوه نوي ناورین په څېر ښکاري ،خو له دې ټولو سره سره بیا هم ناهیلي کېدل نه دي په کار، هغه دشاه کاکا خبره خیر دی که جامې په تن نه لرو نو رخچینه (خولۍ) خو مو پر سر ده .

ولس ته په کار دي چې دنوي ‌راتلونکي‌حکومت ملاتړ وکړي ،خو ورسره ورسره نقاد هم پاتې شي . ولس دا توان لري چې دافغانستان دلوبي‌لوری بدل کړي ا و که ولس دحکومت ملاتړی او نقاد وه اوسي ، ښايي په راتلونکي‌حکومت کې که موږ بختور وو (۵٪) په سلو کې مثبت بدلون راشي ،او که موږ همداسي پټه خوله پاتې شو ،نو ښايي دا ۵٪ بدلون هم دهغو پرې شویو ګوتو په څېر دخاورو خوراک شي لکه دټاکنو او ولسواکۍ دښمنانو چې زموږ له بې وزله ولس نه غوڅې کړې . 

لیکوال : میرویس افغان

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د کندهار او هلمند د بریښنا اساسي ستونزه څه ده ؟

په کجکي کي  د دریم توربین د فعاله کېدو سره د کندهار او هلمند د …