کور / افغانستان او نړۍ / كه په ډكه معده مېوه وخورئ، تاوان به وكړئ

كه په ډكه معده مېوه وخورئ، تاوان به وكړئ

friut

له غذا خوړولو وروسته بايد مېوه و نه خورو، ددې لپاره چې وټامينونه ټول بدن ته جذب شي، بايد مېوه په خالي معده وخوړل شي.

له غذا خوړلو وروسته مېوه خوړل ستاسو بدن ته، نه دا چې ګټه رسوي، بلكې له ستونزو سره يې مخ كوي، په دې حالت كې ستاسو بدن له ډېرې انرژي سره مخ كېږي، چې دا حالت د ګټې په ځاى تاوان لري او د وزن د كمښت او د ژوند په نورو برخو كې د قدرت د كموالي سبب ګرځي.

كله چې معده ډكه وي، مېوې په معده كې له خرابو غذاوو سره يو ځاى كېږي، چې په دې حالت كې په تېزابو بدلېږي، څنګه چې مېوه معدې ته ورسېږي، له غذا او د معدې له انزايمونو سره يو ځاى كېږي، چې ټوله غذا په له منځه تلو او ورستېدو پيل كوي.

په ډكه معده د مېوې خوړل، په بدن كې ګاز را پيدا كوي، چې د وېښتانو د سپينتيا، خواشيني او تر سترګو لاندې ټاپونو د منځ ته راتلو سبب كېږي.

تر ډېره له پخو شويو مېوو، څخه پرهېز وكړئ. همدارنګه د مېوو صحيح خوراك د پوست په روښانولو او د وېښتانو په ښه والي كې ډېر تاثير لري. او ستاسو وزن هم كنټرولوي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …