کور / ډاکتر نثار احمد صمد / عراق تر ستری ضربې لاندی / ژباړن : نثار احمد صمد

عراق تر ستری ضربې لاندی / ژباړن : نثار احمد صمد

د صدام حسین دا پیش بیني باالکل صحیح سوه چی ویلی یې وو پر عراق به د امریکا دا یرغل « د ټولو جګړو مور » وی . تر یوولسو کالو وروسته خو همداسی ده .

همدا اوونۍ مو ولیده چی د عراقي حکومت دوو فرقو چی دیرش زره کسان یې لرل ، د « عراق او سوریې د اسلامی دولت » تر رارسېدو مخکی د چرګوړو غوندی پر شا ځغستل . دا هغه ګوډاګۍ اردو ده چی د لسو کالو راهیسی د امریکا لخوا د ۱۴ بلیونو ډالرو په لګښت سره روزل سوې ده . ګټ مټ بد حالت په افغانستان کی امریکا روزلي اردو او پولیسو ته هم ګوری .

آیا په یاد مو دي چی یو وخت ولسمشر جورج بوش باټی ویشتلې چی دا « مأموریت بشپړ سو ؟ » آیا هماغه ظالم صدام حسین د امریکا د شیعه ملګرو لخوا په کشولو کشولو و نه وژل سو ؟ آیا ډارونکې القاعده ماته نه سوه او د هغې مشر اسامه بن لادن و نه وژل سو ؟ آیا د واشنګټن هغه نارې مو په یاد نه دي چی ویل یې موږ په عراق کی دغه « جبه زار او باطلاق وچوو » ؟

هر ځل چی امریکا په منځني ختیځ کی د خپل تسلط په وړاندی یو خطر ځپلی دی ، چی زه یې امریکایی راج بولم ، نو یو بل سر راپورته کړی دی . وروستی یې همدا « د عراق او سوریې اسلامی دولت » دی چی نن د سوریې او عراق پر زیاتو سیمو کنټرول لری .

« د عراق او سوریې اسلامی دولت » د درو ډلو څخه ترکیب دی : لومړی یې سُني جهادي ګروپونه دي چی په دمشق کی د بشارالاسد د شیعه ملاتړي ( د امریکایی دښمن یعنی شیعه ایران تر ننګی لاندی ) حکومت سره جنګیږی ، دوهمه ډله یې د صدام حسین د پخوانۍ بعثي اردو ښورښي واحدونه دي چی مشر یې عزت ابراهیم الدوری دی چی د صدام د داخلی حلقې څخه یوازینی پاته سوی غړی دی ، او درېیمه یې عراقي القاعده ده . دوی په بغداد کی د امریکا لخوا د نوري المالکی د نصب کړي رژیم سره جنګیږی چی د ایران ملګری دی . داسی شکونه هم دي چی « د عراق او سوریې د اسلامی دولت » سره د امریکا یو ملګرئ یعنی سُني سعودي عربستان مالی مرسته کوی .

یوه دقیقه صبر وکړئ ! نن د منځني ختیځ هماغه زوړ متل مصداق پیدا کړی دی چی وایی « زما د دښمن دښمن زما دوست دی » . امریکا زیار باسي چی د سوریې غیر مذهبی حکومت ونړوي تر څو د هغه ملګری یعنی ایران چپه کړی . امریکا په دمشق کی د اسد د رژیم پر ضد ظالم جهادي ګروپونه استعالوی . خو نن په سوریه کی هماغه جهادي ډلی « د عراق او سوریې د اسلامی دولت » تر تسلط لاندی راغلی دي چی په بغداد کی هم د امریکا ملاتړئ رژیم ځپي . نو آیا دا مبهم او ګیچ کونکی نه دی ؟ په رښتیا هم زما د دښمن دښمن زما د ملګري ملګرئ سوی دی .

پر عراق د ۲۰۰۳ کال یرغل د امریکا په تاریخ کی تر ټولو احمقانه جنګ دی چی په لمسونکي ډول یې کانګریس او خپرونو ننګه وکړه چی له امله یې یوه داسی دماغ فلج کونکې او مغلقه چټلي رامنځته کړې ده چی په نتیجه کی یې امریکا پخپله خپلی پښې ماتوی . ولسمشر بارک اوباما ته د منځني ختیخ په برخه کی مشوره ورکونکي ښځی ګیچ او بې حاله دي .

واشنګټن چی اوس « د عراق او سوریې د اسلامی دولت » څخه سخت بیریدلی دی ، غواړی چی پر ایران په هغو طیارو سره هوایی حمله وکړی چی په کویټ او خلیج کی ولاړی دي . امریکا په کویټ کی دوه خورا مجهز او حملې ته چمتو جنګي غونډونه هم لری . جمهوریت غوښتونکي پر عراق د ځمکنۍ حملې غوښتنه کوی تر څو د مالکی منفور رژیم ته اوږه ورکړی .

په داسی حال کی چی واشنګټن زړه نازړه او حیران دی چی څه وکړی ، هلته په شمالی عراق کی یې کردي تحت الحمایه اخطار صادروی چی د « پیش مرګانو » جنګیالي به ور ولیږی تر څو « د عراق او سوریې د اسلامی دولت » سره وجنګیږی . خو د دې کار سره ترکیه او ایران دواړه ځکه مخالف دي چی لومړنی هیڅ ډول کردي دولت نه غواړي او دوهمي بیا د خپلو کردانو مشکل لری .

عراق یو وخت د عثمانی امپراتورۍ یوه برخه وه . د دې هیواد د تیلو پراخی زیرمی د تیلو څخه بې برخی ترکیې ته یوه اساسی طمع ده . د دغه بېرونکي چټلۍ د کلاوې سر کېدای سی په واشنګټن کی هغو نوو محافظه کارو ستراتیژي جوړونکو ته ورسیږی چی پر مرستیال ولسمشر ډیک چیني باندی راتاو سوي دي . د چینی له خولې په ۲۰۰۲ کی د هغوی لومړنی هدف دا و چی عراق ، یعنی خورا صنعتی پرمختللی او مترقی عرب دولت تباه او برباد کړی تر څو په دې ډول د اسراییلو دغه اصلی دښمن له مخی لیری کړی اوبیا نو د هغه پر تیلو غیږ راوګرځوی .

واشنګټن هم د روم د امپراتورۍ د هغه ثابت استعماري فارمول یعنی « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » په عملی کولو سره د اوږدې مودې ترټلی شیعه ګان د سنی اقلیت پر ضد استعمال کړل چی په دې سره یې  په عربي نړۍ خصوصأ سوریه کی د سُني ـ شیعه یوه پراخه شخړه تحریک او رامنځته کړه .

حقیقت خو دا دی چی د عراق پر ضد د بوش / چینی له جنګه یوازینۍ ستراتیژیکي ګټه اسراییلو حاصله کړه . دغه جنګ امریکا ته د ۴۵۰۰ پوځیانو په تلفاتو ، ۳۵۷۰۰ زخمیانو ، ۴۵۰۰۰ ناروغانو ، او څه باندی یو ټریلیون ډالرو تمام سو . عراق داسی وران او لوټی لوټی سو چی د هر څومره کوښښونو سره سره یې بیا جوړول ناشونی ښکاری . هیڅ کوم امریکایی یا برتانوئ مقام د دې بربادونکي او ناروا جنګ له امله محکمې ته راکش نسو .

نوري المالکی په عراق کی سنیان په بشپړ توګه د قدرت څخه محروم کړي او شړلی دي او د هغوی د کړولو او ځورولو لپاره یې په بې رحمۍ سره مخفی پولیس ور حواله کړی دي . ځکه نو دا د ډیری حیرانتیا ځای نه دی چی هغه نن د لوی پاڅون سره مخامخ دی . پر تیلو د عراق ولاړ اقتصاد د رکود او سقوط په حال کی دی . ډیرئ عراقیان په دې فکر دي چی د دوی بدبخته هیواد هماغه د صدام حسین تر واک لاندی ښه و ، که څه هم هغه ډیر ظالم ، بې رحمه او ناوړه و .

په زړه پوری لا دا چی « د عراق او سوریې د اسلامی دولت » دا هڅه چی غواړي په سوریه او عراق کی یو اسلامی دولت رامنځته کړی ، هماغه په ۱۹۱۶ کی د سایکس ـ پیکو د ناولی او پلید تړون پر ضد د لومړنیو چلنجونو څخه ګڼل کیږی چی د نوموړي تړون له مخی برتانوي او فرانسوي استعمار په پټه د مړژواندی عثمانی ترکیې د امپراتورۍ د منځني ختیځ مستعمرې ټوټه کولې او ویشلې . د ننني منځني ختیځ مصنوعی پولی د برتانوي او فرانسوي استعمارچیانو لخوا جوړی سوي او غځېدلی دي تر څو پر دغه سیمه خپل واک وچلوی چی عراق او سوریه یې تر ټولو اوڅار او ثابت مثالونه دي .

داسی ښکاری چی « د عراق او سوریې اسلامی دولت » غواړی چی د برتانویانو او فرانسویانو دغه پولی له منځه یوسی او د عثمانی ولایت ( یعنی ترکي ولایت ) اتحاد بیرته احیا او تأمین کړی چی هماغه سوریه ، لبنان اوعراق دي .

خو هلته په لویدیځ کی د نوو محافظه کارو تر نفوذ لاندی مبصرین « د عراق او سوریې اسلامی دولت » تروریسټان بولی . حال دا چی په منځني ختیځ کی ډیر کسان هغوی د استعمار ضد جنګیالي بولی چی غواړی عربي نړۍ بیرته یو موټې کړی چی پخوا د لویدیځو قدرتونو لخوا تجزیه او توږل سوې وه . ځکه نو لویدیځ ځواکونه هم یو ځل بیا حملې ته چمتوینه نیسی ، پای .

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : لیوراک ویل ډاټ کام ( امریکا )

نېټه : ۱۴ / ۶ / ۲۰۱۴ 

ژباړن : نثار احمد صمد

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …