کور / افغانستان او نړۍ / په اونۍ کې دوې دقیقې منډه انسان دشکري له ناروغي‌ ژغورلای شي

په اونۍ کې دوې دقیقې منډه انسان دشکري له ناروغي‌ ژغورلای شي

په بریتانیا کې دیوې نوي تحقیق له مخي چې د سکاټ لینډ د ډیونډي پوهنتون له لوري‌شوی ، ویل شوي چې په ټوله اونۍ کې یوازي دوې دقیقې منډه هم انسان دشکري‌غوندي ناوړه او ناځوانه ناروغي‌څخه ژغورلای شي . شکره

په تحقیق کې دا هم په نښه شوې ده چې په اونۍ کې دوه ځله سخت سپورت کول که هغه ډېر لږ هم وي یو انسان له چاغوالي‌ساتلای شي . 

چاغ والی یوازینی شی دی چې انسان له بیلابیلو ناروغیو سره مخامخ کوي . 

دتحقیقي ټیم مشر ډاکتر جان ببراج پر لسو کسانو تجربه کړې چې هره ورځ یې یوازي دوه ثانیې تیز بایسکل چلولی او بیا بېرته کښېنوستلي دي . 

ددغه دوو ثانیو په برکت دلسو کسانو په وجود کې دانسولین جوړونمې ماده پیاوړې شوې او دغه کسان په روغتیا سامبال شوي دي . 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …