کور / پټه خونه / څلور انتحاریان څه ډول ونیول او خلاص شول – هلمند

څلور انتحاریان څه ډول ونیول او خلاص شول – هلمند

حکومت او لویديځ یې انتحاریان او ځانمرګي بولي، طالبان او د عربې نړۍ ځينې مسلمانان يې استشهادي بریدونه بولي، ځينې طالبان او عوام يې فدایان بولي، او ځينې کابل ميشتې او نړيوالې بې پرې رسنۍ يې سرتيري بريدونه یادوي.Suicide attack

اوس ستاسي خوښه ده چې هر نوم ورته کاروئ، دا په تاسي پورې اړه لري، ما ځکه پورته انتحاریان ولیکل چې همدغه کيسه چې کوم نفر راته کړي هغه ویل چې د افغان حکومت وسلوال قومندان په مخابره کې ږغ کړل چې څلور انتحاریان مې ونیول.

احمد وايې چې د ماښام لمانځه وروسته مې د نادعلي ولسوالۍ د زرغون  کلې څخه د لښکرګاه پر  لور په خپل سپین رنګه سراچه موټر کې حرکت وکړ، څلور ماشومان  چې درې يې موږ کابل ته د ښوونځې له پاره استول او يو بل کوچنی ماشوم هم  راسره ختلی وو، کابل ته د ماشومانو د تګ له پاره د يولسم ټولګې زده کوونکی هم زما سره د مخ په سیټ کې ناست ؤ.

زرغون کلی چې نږدې لس زره کورونه په دغه کلي کې اوسيږي لاهم فعال ښوونځی نه لري، په داسي حال کې چې ددغه کلي مرکزي بازار او مکتب ته ځانګړی ځای د ولایت له مرکز لښکرګاه څخه ۱۷ کیلو مټره فاصله لري. ددغه کلي ډیری خلک سهار وختي مرکز لښکرګاه ته دکار وبار له پاره ځي، او ځينې شتمن چې وس لري هغوی خپل اولادونه له ځان سره لښکرګاه ته ښوونځي ته بيايې.

دياد کلي لومړنی د خټو څخه جوړ ښوونځي ته اور واچول شو، خلکو په هغه وخت کې د حکومت چارواکو د خپلمنځي رقابت پایله بلله، چې لیري شوي والي غوښتل په دي کار سره د نوي والي نوم بد کړي.

د ملګرو  ملتونو د بودیجې څخه اساسي ښوونځي په ۲۰۰۴ کال  کې بشپړ شو، په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال کې چې نادعلي او مارجه د جګړو مرکز ؤ، بيا ځل يې ښوونځي ونړول شو، ددغې سيمې خلک داسي عقیده لري چې دوه مخې جاسوسان (دوه نفره) چې هم يې طالبانو ته  جاسوسي کوله، او هم يې دولت ته جاسوسي کوله د ښوونځي د نړيدو عاملین دي.

اوس چې هلته ښوونځی نشته، ددغه ګڼ نفوسه کلي خلک د ماشومانو له ښووني او روزني څخه بې برخې دی، هر څوک کوشش کوی چې خپل ماشومان نورو سیمو ته واستوي.

احمد هم خپل وراره، خوريې او کلیوال هلک چې عمرونه يې له ۸ – ۱۲ کلونو پورې ؤ د دي له پاره چې د لښګرګاه څخه دشپې په درې بجې ۳۰۴ بس موټر دکابل په لور حرکت  کوی، د ماښام لمانځه وروسته یاد هلوکان ، د هلوکانو سره تلونکې د يولسم ټولګې زده کوونکی او يو بل کوچنی ماشوم په خپل موټر کې وخيږول د کلي څخه يې د لښګرګاه په لور حرکت وکړ.

په همدې ورځ  نامعلومو وسلوالو (غالبا طالبانو) د لشګرګاه – نادعلي د دوه لاري پر سر د عامه نظم د پولیسو دوه تنه ويشتلي او مړه کړي ؤ، د عامه نظم د پولیسو قومندان له درده څخه ډک او مخ يې سور ايښېدی.

کله چې سراچه موټر د شپې شاوخوا اته بجې د لوی باغ سيمې ته چې همدغه سړک د لښګرګاه – نادعلي دوه لاري ته تللی، پوخ سړک دی، په تیاره کې د عامه نظم د ګزمي سره مخ کيږي، په ټانک کې ددغې نږدې سيمې د پوستو مشر قومندان خپله ناست دی، په احمد ږغ کوي چې موټر ودروه، کله چې ګوري په موټر کې څلور کوچني ماشومان دي، د ګردو سپينې خولۍ پر سر، پاک کالي (جامې) يې اغوستي، پرته له دي چې د عامه نظم د يادي سيمې مشر له احمد څخه پوښتنه وکړي، ورته وایې چې انتحاریان دي را اخستي دي؟

قومندان: داماشومان انتحاریان دي؟ پاکستان ته يې لیږي، هلته طالبان دوی روزي او بيا يې زموږ د مرګ له پاره را استوي.

احمد ورته وایې چې قومندان صاحب! دا کوچني هلوکان دي، کابل کې يې ښوونځي ته استوم، دلته خو تاسي خبر ياست چې ښوونځی او مدرسه نشته، ښه ده چې زموږ په ډول بې تعليمه پاتي نه شي، په کابل کې به يو څه زده کړي.

قومندان: ښه ډیر چالاکه سړی رامعلوميږي، داسي اسانه موږ نه شي خطا ایستلی

احمد: قومندان صاحب! د خطا ایستلو خبره نه ده، پوښتنه ورڅخه وکړه؟ يو مې ځوی دی، بل مې وراره دی، درېیم مې خوريې او څلورم هلک مې کلیوال دی، مخکې ناست ځوان  ددوی سره کابل ته ځي چې تر ښوونځي يې ور  ورسوي.

قومندان : ډیرې خبرې مه کوه، موټر دي د سړک څخه کښته کړه، پوستې ته درځه.

قومندان مخابره راپورته کړه او په لوړ اواز يې پکې وویل:

څلور انتحاریان مې ونیول، يو نوی صفر  او پلیټ لرونکي سراچه موټر دی، يو ځوان او بل موټروان هم ورسره دی، قومندان صاحب ستاسي هدایت ته منتظر يو چې اوس دستي يې په شپه کې لښګرګاه ته درواستو که يې له ځان سره وساتو

احمد حیران شو د کلي سړی دی، ټلیفون کې يې کارډ هم نشته، بې سواده دی نمبرونه هم نه پېږنې، وارخطا او فکر جن شو، که لښګرګا ته مو یوسي، بيا چې خبره سپينه کيږي اونۍ او مياشتي به تیري شي، او په لکونو کالداري به هم چارواکې د بیرته خلاصیدو له پاره غواړي. موږ غریب، بې چاره چې نه کار شته، نه کښتونه سم دی، ګرده کښتونه مو له چورلکو څخه د کوکنارو امريکايې تخم شيندلو زيانمن کړي، مالونه مو هم  له همدغو تخمونو څخه متاثره شوي واښو رامړه کړي، که  موږ ټول له موټر سره محبس او يا بل ځای ته یوسي بندیان مو کړی، يا الله ! موږ به بيا ددوی له پاره پیسې له کومه کؤ؟

د نظم عامه قومندان او پولیس په خپلو منځونو کې سره ګډ دي، چې ډیره ښه کار وشو، چې په شپه کې ګزمې ته راووتلو، دادی څلور انتحاریان مو ونیول، انتظار به وکړو چې لښګرګاه ته يې کله واستوو.

احمد وایې چې نور ډاډه شوم چې نه مو پريږدې، او په دي خفه یم چې هیڅوک هم نه دي راخبر، کاشکي مې ټلیفون کې کارډ وای چې کور او يا ورور ته مې ټلیفون کړی وای، ما (لیکوال) پوښتنه ورڅخه وکړه چې دهغه بل ځوان چې د یولسم ټولګې زده کوونکی ؤ دهغه ټلیفون به دي ورڅخه غوښتی وای، احمد وویل چې هیڅ مې فکر شوې نه دی، ځکه په جنجال واوښتو، دوی له همدې امله هم ډیر په قهر ؤ، چې د دوی دوه ملګري وسلوالو وژلي ؤ، دهغوی کسات يې له موږ څخه اخیست.

موږ يې د سړک څخه کښته کړو، د عامه نظم د پوستې سره نږدي يې ودرولو، ویل يې د موټر څراغونه بند کړه، او همدلته د موټر سره نږدې انتظارشئ.

احمد وايې د سړک پر لور مې سترګې ښخې کړي، که خدای ج وکړي چې کوم شناخته او يا د کلیوالو موټر د لښګرګاه له خوا راشي، او ورته ووایم  موږ يې همدلته د ځانمرګو په تور نيولي يو، کور او کلیوال خبر کړئ.  

 فیلډر موټر پولیسو ودراؤ، په موټر کې ناستو کسانو د موټر دننه څراغ ورته روښانه کړ، زه متوجه یم چې که زموږ کلیوال وي، د مخې دوه ځوانان مې وپېژندل، دواړه کلیوال دي، په ډیر لوړ اواز مې پرې ږغ کړل پلانیه! احمد یم، پولیس وایې چې انتحاریان یاست ، موږ يې راګرځولي یو، نه مو پريږدې چې ولاړ شو.

زموږ کلیوال چې ولایتې شورا ته کاندید ؤ او ورسره ځوانان چې هر يوه يې ډیر شناخت درلودی، ټول له موټر څخه راکښته شول، قومندان ماته خوشکه وکړه چې ولي دي دغو خلکو ته ږغ کړل، په دي ډول غواړي چې ځان خلاص کړي؟

په یاد موټر کې د ولايتې شورا د کاندید سره څلور نور ملګري ؤ، هر يوه يې موبایل راوکيښ، چې هر څوک يې په چارواکو کې پېژاندی، ټلیفون يې ورته وکړ، د ولسوالي امنيه قومندان، نظم  عامه کوم بل قومندان، دملي اردو او پولیسو قومندانانو ته يې په نوبت ټلیفون کاؤ ،او دغه قومندان چې څلور انتحاریان يې نیولي ؤ بيا به يې ټلیفون ورکړ چې له پلاني قومندان سره خبره وکړه، د نظم عامه قومندان هم حیران شو، چې داخلک چې راغلل څومره ډیر شناخت لري.

قومندان د ولایتي شورا نوماند ته وویل چې تاسي ولاړشئ، زه يې پريږدم، احمد وایې چې نوماند وکیل ته مې وویل چې ولاړ نه شئ، په خدای که بيا ما پريږدي، اوس يې ټول خلک خبر کړي چې څلور انتحاریان مې نیولي، تر څو چې زه ددوی له پوستې حرکت ونه کړم، تاسي راڅخه ولاړ نه شئ، بيا مې نه پريږدی، نوماند وکیل د نظم عامه قومندان ته وویل چې دوی مخکې پريږده بيا موږ حرکت کؤ، مګر قومندان ویل چې تاسي ولاړشئ، زه دوی ایله کوم، د ولايتې شورا د نوماند وکیل او ملګرو دي کور ودان وي قومندان ته يې په ټینګه وویل چې موږ ټول به دلته تر هغه ولاړ يو تر څو چې احمد او د ښوونځي ماشومان تاسي نه وي پري ايښې.

قومندان لږ ها خوا ولاړ، په کلاشینکوف يې د روشان انداز ( اور غورځونکې) مرمۍ ډز وکړ، موږ ته يې وویل چې ځئ حرکت وکړئ.

احمد وایې چې د عامه نظم هرې پوستي ته به رانږدې شوو، ویل به يې چې هغه څلور انتحاریان درسره دي، وبه مې ویل چې هو؛  لشګرګاه ته ځي، وبه مې ویل چې هو؛ هغوی به ویل چې حرکت کوه. تر لښکرګاه پر لاره پرتې د نظم عامه  ګرده پوستې خبرې وي چې څلور انتحاریان نیول شوي. مګر هغوی خبر نه وو چې دومره ژر به خلاصيږي.

دا يوه حقيقې کیسه وه، د روان کال د ورې د مياشتي په لومړۍ اونۍ کې د نادعلي ولسوالۍ په سيمه کې پېښه شوې، د احمد بخت زورور ؤ چې کلیوال يې په تصادفي ډول پري راغلي ؤ، که نه حتمي وه چې د ټلویزون په پرده به يې ښودلي وای چې امنيتې ادارو په نادعلي کې څلور ځانمرګي په داسي حال کې چې پاکستان ته د ځانمرګو بریدونو د ټریننګ له پاره روان ؤ، د هیواد د وېښو او تکړه امنيتې ځواکونو له خوا په شپه کې ونیول شول.

فکر وکړئ چې څومره ساده او بې سنجشه پريکړې دي، زموږ څومره هیوادوال به دغه ډول په ناخبري او بې ګناه ډول له ستونزو سره مخ وي، چې ځينې ښه روښانه مثالونه يې د بګرام په زندان کې په سلګونو بنديان ؤ چې خپله حکومت  هم ومنله چې دغه خلک بې ګناه په کلونو کلونو د باګرام په زندان کې ساتل شوې ؤ.

په ځینو ولایتونو کې خوامنيتې چارواکي شخصي زندانونه هم لري ، د رواني ډیموکراسي او  د بشر د حقوقو له برکته پر هغوی عام افغانان نیوکه هم نه شي کولای، او نه يې هم نړيوال وينې، د بنديانو زجر، شکنجه او په دغه ډول زندانو کې مرګونه، فساد او رشوت  په اړه نه ولسمشر ځان خبروي، نه د ولایت والي او نه هم عدلي او قضايې ادارې، الله ج دي زموږ مظلوم افغان ولس نور له دغه ډول دردناک او خطرناک حالت څخه په سم ډول وباسي او په دي امید چې  داځل پوه او مسؤلیت پېژندونکي افغانان خپل مسؤلیت اداء کړي، او بيا ځل پرينږدي چې ۹۰ کلونو ته ولاړ شو، چې اوس يې نښې نښاني د هیواد په جنوبې او شمالي ولایتونو کې تر سترګو کيږي.

ليکوال: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …