کور / مقالې / ولي د سولې عالي شورا ترکمنستان بد ناموي؟

ولي د سولې عالي شورا ترکمنستان بد ناموي؟

ترکمنستان له ډیره وخته هیله لري چې د افغان ولس په ګټه داسي يو کار وکړي چې له دغه ځوريدلي ولس سره خپله مينه عملا وښئې.

په دوبۍ کې د طالبانو په  نوم غونډه او دهغوی سره د سولې عالي شورا لیدنو کتنو  وروسته داسي اوازې دي چې د طالبانو او سولې شHPCورا بله غونډه به په ترکمنستان کې کيږي.

ترکمنستان هیواد د ۲۰۱۲ ز کال په وروستۍ مياشت کې چمتووالی وښود چې د طالبانو، اسلامي حزب او افغان حکومت د استازو د يوه داسي کنفرانس کوربه توب به وکړي چې شکيلې خواوې خپل نظرونه او خپلې غوښتنې له نړيوالو سره شريکې، او د کنفرانس ګډونوالو ته يې وړاندي کړي

له دي مخکې د ۲۰۱۲ ز کال د جون په ۲۷مه د جاپان په کيو ټو ښار کې او له هغه وروسته  د پاریس کنفرانس د ۲۰۱۲ ز کال په ۲۸مه د پاريس ښار ته نږدې دوه مهم کنفرانسونه شوې وو. په يادو کنفرانسونو کې د طالبانو د قطر دفتر استازي توانيدلي وو چې خپلې غوښتنې له همدې لاري نړيوالو ته وړاندي کړي، دا ډول د پاریس کانفرانس په څنډو کې د طالبانو او شمال ټلوالي لنډه کتنه هم د يادونې وړ ده، چې د کرزي په مشرې افغان حکومت يې په هغه وخت کې وارخطا کړ، د پاریس کنفرانس وروسته محقق او يونس قانوني د طالبانو په اړه په کابل کې مثبت څرګندونې وکړي.

د ملګرو ملتونو اداره لا دوخته اخته وه چې په ترکمنستان کې هم ورته کانفرانس جوړ شی، د طالبانو، اسلامي حزب، شمال ټلوالي او ځينو نورو سياسي ګوندونو څخه يې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي وو، طالبانو خپل څلور استازي دوه د قطرڅخه او دوه نور طالب چارواکې ورته معرفي کړي ؤ، په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ لیدنې شوې وي،  افغان حکومت هم ورسره منلي وه چې خپل استازي به کانفرانس ته ليږي، په هغه وخت کې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ډير ژر به په ترکمنستان کې د سولې اړوند کانفرانس د ملګرو ملتونو په هڅو جوړ شي.

کله چې په پاریس کې طالبان وتوانيدل چې د کانفرانس څخه سمه ګټه پورته کړي، د افغان حکومت دسيسې يې نړيوالو ته روښانه او د سولې درواغجنه پروسه  يې د وخت ضياع او بې نتجې بوختيا وښودله، کرزي د دغه ډول نړيوالو کانفرانسونه مخه ونيوله.

د جنوري په ۲۹ مه، ۲۰۱۳ ز کال ښاغلي کرزي رسما اعلان وکړ چي نور له افغانستان څخه بهر په نورو هيوادونو کي د سولي اړوند کنفرانسونو کي خپلو استازو ته د ګډون اجازه نه ورکوي، او دارنګه له نورو بهرنيو هيوادونو څخه هم غواړي چي د سولي اړوند هڅي د سولي عالي شوری د غوښتنو په نظر کي نيولو سره پرمخ يوسي.

څه پېښ شول چې د خپل حکومت په وروستيو ورځو کې د سولې په نوم د غولونکو کانفرانسونو څخه يادونه کوي؟ کله په دوبۍ، کله سعودي عربستان، کله ترکيه او کله هم د نورو ځایو نومونه اخستل کيږي.

څه پېښ شول چې کال مخکې کرزي صاحب او د سولې عالي شورا په ترکمنستان کې د کنفرانس مخنيوی وکړ؟ مګر اوس بيا اعلان کوي چې په ترکمنستان کې به د سولې اړوند کنفرانس د طالبانو سره کيږي، هغه طالبان چې کله ددوی له خوا درېيمګړې معرفي کيږي، کله د طالبانو د رهبري شورا غړې، کله د طالبانو پخوانې مقتدر او ځواکمن غړي، کله د طالبانو فعال او مهم غړي او کله هم وايې چې د طالبانو په جبهاتو اغیز لرونکې طالب مشران زموږ (سولې عالي شورا او افغان حکومت) سره په تماس کې دي.

په ۲۰۰۵ ز کال کې ترکمنستان  په رسمي ډول په ملګرو ملتونو کې خپل غړيتوب د بې طرفه هيواد په نوم ثبت کړی دی، داسي چې ترکمنستان به د هیڅ هیواد په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي، او تر اوسه يې خپله بې طرفه د افغانستان په اړه ساتلي ده، مګر داچې له افغان ولس سره مينه لري، غواړي چې دغه ناارامه او کړيدلي ولس سره په اقتصادي او نورو برخو کې خپل د وس سره سم مرستې وکړي، چې تر ټولو مهمه يې د ګازو د نل ليکې مهمه او لویه پروژه ده چې ترکمنستان د ایران پر ځای غوره ګڼې چې دغه نل ليکه دی د افغانستان په خاوره کې تیره شي.

دطالبانو د واکمنې پر مهال هم ترکمنستان له طالبانو سره ښې اړيکې درلودلې، اوس هم نه غواړي چې اړيکې يې په راتلونکې کې له طالبانو سره خرابې وي.

دترکمنستان خلک چې ترک ټبره دي، د ترکيه سره ښې اړېکې لري، ترکيه هم هغه هیواد دی چې اوسمهال له طالبانو سره د ښو اړيکو درلودلو سره سره  د دغه اړيکو د پراخيدو هڅې کوي، دا ډول طالبان ورته هڅې لري.

رسنيو ناتاید شوې راپورونه ورکړي چې د افغانستان حکومت غواړ ي ملامعتصم آغاجان ترکمنستان ته واستوي تر څو د هغه ځایه د سولې منځګړيتوب وکړي.

عجيبه ده، چې همدغه حکومت او سولې عالي شورا په شمار څو مياشتې مخکې ویل چې د سولې هر ډول هڅې باید د افغانستان له داخل څخه ؤشي، له همدې امله يې په قطر کې د طالبانو د دفتر د خلاصيدو مخنيوی وکړ، او هغه يې د تجزيې له پاره يوه هڅه وګڼله.

موده مخکې سولې عالي شورا او د کرزي حکومت هڅه وکړه چې د طالبانو په نوم ځينو کسانو ته چې له افغان دولت او سولې عالي شورا سره په تماس کې ؤ په دوبۍ کې دفتر پرانیزي، ونه توانیدل، مولوی عبدالرقیب صاحب د همدغه ډول ناسنجيده هڅو قرباني شو، ملامعتصم آغا جان اماراتو بندي کړ، دهغه ملګري له اماراتو په تيښته ووتل.

له دي مخکې افغان حکومت په ترکيه او سعودي عربستان کې هم د طالبانو په نوم د قطر د بدیل دفتر د خلاصون له پاره هڅې وکړي، ونه توانيدل، ځکه ترکيه نه غواړي چې په راتلونکې کې د طالبانو له اصلي جهت سره ستونزه ولري، دا ډول امارات او سعودي  عربستان هم ښه پوهيږي چې د طالبانو سره د اړيکو په خرابيدو کې يې خیر او ګټه نشته.

اوس چې د سولې اړوند موږ يواځنی بې طرفه هیواد  ترکمنستان لرو، زما په آند افغان حکومت غواړي چې د سولې دغه دروازه هم مخکې له مخکې د افغانانو او نړيوالو په مخ وتړي، په ترکيه، اماراتو، سعودي او قطر کې خو وار له مخه د افغان حکومت د ناسمو تګلارو له مخې د سولې دروازي تړل شوې دي.

په ترکمنستان کې د طالبانو د اصلې جهت د نه ګډون پرته د سولې هر ډول کانفرانس به بې نتيجې وي، او دا ډول د ملامعتصم آغا  جان استول ترکمنستان ته   زما په آند چې نه به د معتصم آغا جان په ګټه وي او نه به دسولې په ګټه وي، ښه داده چې دغه دراوزه تر هغه وخت پورې خلاصه پاتې شې تر څود رښتونې سولې له پاره وخت او زمينه مساعده شي.

ترکمنستان چې له ترکيې سره نږدې او ښې اړيکې لري، او ترکيه د افغانستان دسولې پروسې څخه ښه خبره ده، چې دلته يواځي د ډالرو حیف او ميل روان دی، فکر کوم چې ترکمنستان به هم د افغان حکومت د سولې غولونکې غوښتنې ونه مني، دا ډول ترکمنستان هيواد ته په کار ده چې په دغه حساسه مسئله کې په پوره پام او غور سره قدم واخلي. اوسني افغان حکومت چې له ملت سره يې اوږده فاصله نيولي ده، په هیڅ ډول د افغان ولس استازیتوب نه کوي، که چيرته ترکمنستان له دغه ډول  کمزوي او د ملي ګټو پر ځای امريکايې ګټو ته ژمن چارواکو سره د افغان ولس د غوښتنو پر خلاف مخکې ځي، خدای مه کړه چې په راتلونکې کې د افغانانو او ترکمنستان اړيکې زيانمنې نه شي.

اوس چې د امريکا، اروپا او روسيې تر منځ سړه جګړه پېل شوې، افغان حکومت چې روسان  يې د امريکايې ګټو ژمن حکومت ګڼې، امريکا به هم هڅه وکړي چې که وتوانيږي د اوکراين غچ  د افغانستان د لاري ورڅخه واخلي ، په دغسي حساس وخت کې ترکمنستان چې  بې طرفه مسلمان  او د طبعې زیرمو شتمن هیواد دی، هر قدم او هره پريکړه يې بايد په ډیر احتياط سره وي، تر څو داسي نه چې دغه د طعبې زیرمو شتمن هيواد هم د امريکا او روسيې د خپلمنځي شخړو قرباني شي.

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …