کور / مقالې / جنرال حمید ګل، افغان حکومت، طالبان او امريکا – مطمئن

جنرال حمید ګل، افغان حکومت، طالبان او امريکا – مطمئن

د جنرال حميد ګل سره د ایکسپريس ټلویزون مرکې ډول ډول  ګنګوسې پيداکړي دي، د آی ایس آی دغه پخواني مشر ويلې چې طالبانو او امريکا پټ جوړ جاړی کړی وو چې د انتخاباتو په ورځ به طالبان حملې نه کوي او انتخابات به نه ګډوډوې. دا ډول هغه د طالبانو د بیرته راتګ، په افغانستان کې د شرعي نظام تطبیق، د ډاکټر عبدالله عبدالله سره د نږدې اړيکو، د امنيتې او دفاعي تړون د نه لاسلیک کول، د امریکايې پوځيانو د وتلو خبري هم کړي دي. Pic

وروستني معلومات دادي چې جنرال حميد ګل له خپلو خبرو څخه  ګرځيدلي، هغه ويلې چې زما هدف دا نه وو چې طالبانو له امريکا سره پټ جوړ جاړی کړی دی، هدف مې داؤ چې پاکستان هغه افغان مهاجر چې هلته اوسيږي هغوی ته يې اجازه ورنه کړه چې د افغانستان انتخابات ګډوډ کړي، د مهاجرو پر مخ يې لارې بندې کړي، او پري يې نه ښودل چې افغانستان ته داخل شي. په دي سره پاکستان غوښتل چې د افغانستان ټاکنې په امن فضاء کې تر سره شي.

که موږ د جنرال دغه خبره ومنو چې پاکستان وتوانيدی چې په افغانستان کې د انتخاباتو د ګډوډکولو مخه ونيسي، نو بيا سوال دا پيداکيږي چې په نورو وختونو کې دوی ګډوډي ته لمن وهي؟

او تر ټولو مهم سوال دادی چې که پاکستان رښتيا کولای شي چې دومره نفوذ د افغانستان په داخل کې ولري بيا ولي هغوی د سولې له پاره کار نه کوي، ولې طالبان نه مجبوروي چې له افغان حکومت سره په حکومت کې شريک شي، ولي طالبان نه مجبوروی چې دامریکا غوښتنې ومني، حتی د امريکا هغه ډول غوښتنې چې خپله پاکستان ورسره منلي دي.

د جنرال له خپلو خبرو څخه داسي ژر په شاکيدل ښئې چې هغوی په يو ډول نه يو ډول غواړي چې نړيوالو ته وښئ چې د افغانستان په مسئله کې دوی ډیر زيات او مهم رول لري، ډیر ځله مخکې هم د پاکستان دغه مشهور جنرال له خپلو خبرو بیرته په شا شوی دی.

د جنرال حميد ګل د طالبانو د واکمني پر وخت او له هغه وروسته کوم ښکاره فعالیت نه دي تر سترګو شوې، د روسانو سره د جهاد پرمهال هغه د آی ایس آی  مشر  پاتي شوی، د مجاهدينو له مشرانو او ځینو دهغه وخت له قومندانانو سره يې نږدې اړيکې درلودلي، لکه چې په اوسني مرکه کې يې خپله  هم اشاره ورته کړي چې له ډاکټر عبدالله سره يې اوس هم ښې اړيکې شته.

زما په آند چې جنرال صاحب د طالبانو په اړه هومره معلومات به ونه لري او نه به هومره پوهیږي څومره چې د مجاهدينو په اړه دقیق معلومات او پوهاوی لري.

په نړۍ کې چې د استخباراتو مشران له دندې څخه ځي، بيا هغوی يا خو انجو جوړوي چې مشر به يې دی وي، يا خو د کوم لوړ مقام دنده لرونکې له پاره د سلاکار دنده  ور په غاړه کيږي، يا په کور کې ناست وي د تقاعد معاش اخلي، او له دي سره سره دغه ډول  مشران په رسنيو کې ډیر نه ښکاره کيږي، تر جنرال حميد ګل وروسته ډیری د آی ایس آی مشران اوس تقاعد دي، په کور ناست دي، او يا ممکن کوم دخپلې خوښې کوم وړ کار به کوي، خود رسنيو څخه يې ځان ګوښه ساتلی دی.

که چيرته د استخباراتو تللي او لیري شوې رئيسان له رسنیو سره اړيکې ولري او په رسنيو کې څرګنديږي، معلومه خبره ده چې دهغه هیواد د استخباراتو اداره بيا له دغه ډول شخص سره معلومات نه شريکوي، او بالاخره يو ډول بې اعتمادي د اداري له خوا پرې کيږي.

د افغانستان په داخل کې، په امريکا او اروپا کې دا ډول په ګاونډيو هیوادونو کې ډیر داسي خلک شته چې د طالبانو سره د اړيکو په نوم يې  په تیرو ۱۲ کلونو کې د بهرنيانو، افغان حکومت او ګاونډيو هیوادونو څخه په بېلابېلو وختونو کې  ډیر مالي  او نور امتيازات ترلاسه کړي، چې ځّينې يې اوس مهال په افغان حکومت کې په لوړو چوکيو دندې تر سره کوي.

ډاکټر اشرف غني احمدزی د ځينو موثقو سرچينو په حواله، امریکايانو ته ډاډ ورکړي چې د طالبانو له جبهاتو سره نږدې اړيکې لري، دا ډول يې امریکا ته ويلې چې د طالبانو له مختلفو کسانوسره په تماس کې دی.

ځينې کسانو سره شک پيداکيږي، چې داسي نه چې په رښتيا هم د ولسمشريزو له دغه نوماند سره به په پټه طالبانو اړيکې نيولي وي، ځکه مخکې له مخکې رسنيو راپورونه ورکړي وو چې ډاکټر قیوم کوچی (د ډاکټر اشرف غنی کاکا) له طالبانو سره اړيکې لري.

زما په آند چې دلته يو سوء تفاهم دی، د ځينو معلوماتو پر اساس د طالبانو د قطر د سياسي دفتر غړو له ځینو افغان مشرانو، افغان سياست کوونکو، افغان مذهبې مشرانو سره په بېلابېلو وختونو کې ليدنې کتنې ترسره کړي،دا ډول يې په بهرکې د اوسيدونکو ځينو افغانانو سره هم په مختلفو ځايونو کې ليدنې شوې.

طالبانو په ځينو اعلاميو کې څرګنده کړي چې د خبرو له پاره د حکومت څخه پرته له افغان مشرانو سره ددوی دروازه تړلي نه ده، همدغه ډول يو له همدغو افغانانو څخه ډاکټر قيوم کوچی هم کیدای شي. ولي د معلوماتو پر بناء چې قيوم کوچي که چيرته  له طالبانو سره ليدنې کتنې کړي وي يواځي دافغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو، په راتلونکې کې د افغانانو غوښتنې به وي، کله چې ډاکټر قيوم کوچي په کابل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي خواته واړول، له هغه وروسته معلومات دادي چې له ډيرو هڅو سره سره بيا نه دي توانيدلي چې له طالبانو سره اړيکې ونيسي او يا هم ورسره ناسته ولري.

داچې ځينې کسان فکر کوي چې د ډاکټر اشرف غني واک ته رسيدلو سره به هغه وکولای شي چې طالبان چمتو کړلای شي چې دده د حکومت سره به د سولې خبرې وکړي، او نتيجې ته به سره ورسيږي، لکه چې اوسمهال امریکايانو ته همدا نظر ددوی د ټيم له خوا ورکول کيږي چې توانايې لري له طالبانو سره جوړ جاړی وکړی.

ما په خپله مخکنې ليکنه کې هم ليکلې وو، د ډاکټر اشرف غني احمدزي تر څنګ د جنرال عبدالرشید دوستم شتون، او دا ډول دده له خوا دا اعلان چې که واک ته ورسيږي له امريکا سره به امنيتې تړون لاسلیک کوي، ستونزمنه به وي چې د افغانستان مسئله حل شي، بلکه جنګ به دوام پيداکوي، د امنيتې تړون لاسلیک د جنګ د دوام په معنی دی، د رشید دوستم په واک کې ساتل د جنګ د دوام په معنی ګڼلای شو.

دا ډول طالبانوپه خپلو اعلاميو کې ویلي چې د راتلونکې حکومت مشر که هر څوکوي، عبدالله عبدالله، اشرف غنی او يا زلمی رسول، دا به د امریکا په خوښه وي، او موږ د امريکاد لاسپوڅو په سترګه ورته ګورو، معلوميږي چې د راتلونکې حکومت سره هم ددوی تګلاره همداده لکه د کرزي له حکومت سره  چې د خبرو کولو څخه يې ډډه کوله.

د جنرال عبدالرشيد شتون د ډاکټر اشرف غني احمدزي سره يوه لویه ستونزه ده چې په هیڅ ډول فکر نه کيږی چې د دوستم په موجوديت کې دي طالبان  د ښاغلي احمدزي سره د جوړ جاړي او يا خبرو ته زړه ښه کړي. که فرض کړه موږ ومنو چې د طالبانو سياسي کسان به د راتلونکې حکومت سره خبرو ته د امریکا سره تر جوړجاړي وروسته ښه کړي، آیا هغه نظامي طالب مشران چې د دوستم څخه ډیرې بدې خاطرې لري، هغوی به دا ومني؟ هیڅکله هم نه؟ آيا  دطالبانو سياسي مشران پر دي نه پوهيږي چې د دوی دغه ډول خبرو او جوړجاړي کولو ته نظامي طالبان زړه نه ښه کوي؟؟؟ هغوی تر  بل هر چا ښه پوهيږي.

طالبان ښه پوهيږي چې په قصدي ډول دعام ولس په نښه کول ستره ګناه ده، او فکر نه کيږي چې هیڅ يو مسلمان ته هم د منلو وړ وي چې بې ګناه عام خلک ووژني، همدغه لامل به وو چې د ټاکنو په ورځ په عامو خلکو له حملې کولو څخه به ډډه شوي وي.

د طالبانو اشتباه به په دي کې هم وه چې دوه سخت اخطارونه يې خلکو ته په انتخاباتو کې د ګډون نه کولو په موخه ورکړل، کله چې څوکلونه مخکې  د تیرې دورې وکيلانو او سناتورانو ته د طالبانو له خوا پېغامونه ورسیدل چې په دوديزه لويه جرګه کې ګډون ونه کړي، د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتې تړون په اړه مثبت رایه ورنه کړي، له ضده او په راتلونکې کې د طالبانو څخه د ویرې له امله ځينو هغو وکيلانو او سناتورانو هم په جرګه کې ګډون وکړ چې نه يې مثبت او نه يې منفي نظر درلود، دا ځل هم ممکن د طالبانو دوېيم اخطار چې له خلکو يې غوښتې وو په ټاکنو کې ګډون مه کوئ، همدغه ډول منفي نتيجه ورکړي وي، مګر که چيرته له ولس څخه غوښتنه او خواهش  په نرمو ټکو کې شوی وای، اخطاریه شکل يې نه درلودلای ممکن چې بيا به يې منفي تاثیر نه درلودلای. ولي تر اوسه هم معلومه نه ده چې په کوم شمير خلکو ګډون کړی؟ يواځي د رسنيو له لاري خلکو اوريدلي چې اوه ميلونو خلکو ګډون وکړ، وخت به وښئې چې څومره جعلي کاغذونه به شمارل شوې وي.

امريکايانو تر خپله وسه په غیر مستقيم ډول، د بېلابېلو لارو څخه  هڅه وکړه چې طالبانو ته پېغام واستوي چې د ټاکڼو په ورځ او که ممکن وي درې ورځي (تر ټاکنو يوه ورځ مخکې او يوه ورځ وروسته) اوربند اعلان کړي.

تر څو انتخابات وشي، اوامریکا نړيوالو ته ووایې چې په افغانستان کې ډيموکراسي راغلي، انتخابات په پوره امنيت کې تر سره شول.

زه نه پوهيږم چې دغه پېغام به طالبانو ته رسيدلي وي يانه، ولي طالبانو د انتخاباتو په اړه هر ډول جوړجاړي  رد، د انتخاباتو په ورځ يې په عمل کې وښودله چې دوی د انتخاباتو مخنيوی کوي، خلک يې تر خپل واک لاندي سيمو کې پري نه ښودل چې د رايو مرکزونو ته ولاړ شي.

ځينې تبصرې کيږي چې طالبانو له  امريکا سره په پټه منلې وه  چې د انتخاباتو په ورځ به ګډوډې نه کوي، تر څو افغان ځواکونه قوي وښودل شي او امریکا ته د وتلو لاره هواره شي، زما په آند چې د ټاکنو په ورځ د دومره ډیرو حملو کولو راپورونه بيا دغه ادعا نفي کوي.

 دا ډول ډیری راپورونه شته چې په لیري پرتو سيمو کې خلک له کورونو څخه  نه دي راوتلي او رايې يې نه دي ورکړي، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالی، د خوګياڼيو ولسوالي، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي، د کندهار ولایت د شاوليکوټ، نيش، غورک او ارغنداب ولسوالي، د هلمند ولایت د باغران، سنګين، کجکې، واشیر، نوزاد، خانشين، دیشو ولسوالي ،  دا ډول په غزني، پکتيکا، پکتيا، خوست، نورستان، کنړ او ډیرو نورو ولایتونو کې په ځينو ناامنو ولسوالیو کې انتخابات د حکومت او بهرنيانو د خوښي په ډول نه دي تر سره شوې، په ځينو ولسوالیو کې يواځي د ولسوالي په مرکز، او حتی  د ځينو ولسواليو مرکزونه هم نورو ځایونو ته لیږدول شوې ؤ، د هلمند ولایت د واشیر ولسوالي  د رایو اچولو مرکز په شوراو کې د بهرنيو قواوو د لويې اډې سره نږدې جوړ شوې وو.

د افغان حکومت، کورنيو او نړيوالو رسنيو، دا ډول د ایساف قواوو ضد او نقیض راپورونه هم ښئې چې د ټاکنو په ورځ پر امنيتې  کسانو او امنيتې ځایونو ډیرې حملې شوې دي.

د ځينو راپورونو پر بناء يواځي په خوست ولایت کې ۳۶۰ حملې شوې وي، د طالبانو له خوا تر ۱۰۰۰ د زياتو حملو راپور، د دفاع وزارت ویل چې ۶۹۰ حملي شوې، مګر د کورنيو چارو وزارت د دوي پر پولیسو او اربکيانو د حملو کره او يا هم آټکلي شمیر له رسنيو او خلکو سره شریک نه کړ.

امريکايې رسنيو څو ورځي وړاندي راپور ورکړچې د ټاکنو په ورځ ۱۶۰ امنيتې پېښې شوې دي، مګر د  اپريل پر ۱۶مه بياامريکايې  رسنيو راپور ورکړ چې د طالبانو له خوا حملې  نږدې ۲۶۰ وي.

همدغه امريکايې رسنۍ Star and Stripes  سټار انډ سټرايپس په همدغه راپور کې چې د ۱۶۰ حملو خبره کوي، په پکتيا کې د ۲۰۳ نمبر قول ادرو قومندان جنرال محمد يفتلي له خولي راپور ورکوي چې يفتلي ويلې يواځي دده عسکر د انتخاباتو په ورځ د ۳۴۷ حملو سره مخ شوې، پداسي حال کې چې د ټاکنو د کميسون مشر نورستاني بيا يواځي ۳۰۰ حلمې د انتخاباتو په ورځ مني.

د  اپريل پر ۱۵مه نيټه د طالبانو د مشر ملامحمد عمر آخند په نوم يو جعلي لیک هم رسنيو خپور کړ، زه نه پوهیږم رسنۍ ولي دغه ډول  نا تاید شوې پاڼې خپروي، زه د هغې لیک يوه لنډه جمله دلته لیکم تاسي بيا قضاوت وکړئ چې دالیک څومره کره دی (موږ او ستاسو ټول مسلمانان يو)، دا ډول په دغه لنډ يوه پاڼه کې ۲۵ املائې، انشائې او لهجوي تيروتنې شته.

د غه ډول ګنګوسي او ورځ تر بلې د امنتيې پيښو فرق کوونکې ارقام، په ټاکنو کې د ګډونکونکو، په ټاکنو کې ددرغليو په اړه ، په کابل کې د لوړو پوړو کسانو د تښتوني پيښې، داسي معلويږي چې ځینې کړئ په لوی لاس غواړي چې د افغانانو ذهنونه بل لورته متوجه کړي، تر څو دوی ته د لازیاتو درغلیو زمينه برابره شي.

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …