کور / مقالې / د کرکټ مينه والو! د کرکټ ملي لوبډله له نورو ماتو وساتئ

د کرکټ مينه والو! د کرکټ ملي لوبډله له نورو ماتو وساتئ

Cricketپه کوچنيوالي مې د توپ لنډې (کلیوال کرکټ) سره مينه درلودله، د هجرت په وخت کې يواځنۍ لوبه چې موږ ډیره کوله توپ لنډه وه، وروسته بيا فټ بال او والیبال هم رواج شو، والیبال په ځانګړي ډول د پاخه عمر لرونکو ځوانانو له خوا کیدی، فټ بال هم عام نه وو، مګر توپ لنډه د هلوکان، ځوانانو او پاخه عمر ګردو لوبه وه.

کله چې موږ په پاکستان کې مهاجر وو، د کرکټ لوبه چې به د پاکستان او هند وه، د هر پاکستاني سړي سره به خبره نه کیدله، او که دوکان ته يې د سودا اخستلو له پاره ورغلی وای، نو ویل به یې وروسته راشه، يا خو ټلویزون او يا هم راډيو ته ناست وو، د کرکت ننداره به يې کوله.

دکرکټ لوبه چې د طالبانو د حکومت پر مهال په افغانستان کې پېل شوه، په تیرو دولس کلونو کې يې تر دوه اونۍ مخکې په زړه پورې برياوې درلودلي.

لومړی ځل وو چې د آسياد پنځوس اوریزو لوبو په اړه مې مينه وه چې ويې وينم، د هند او پاکستان سره د افغانستان لوبه ښه وه، د بنګله ديش سره خو داسي لوبه وه چې هر افغان پري ونازيدی، مګر له سریلانکا سره لوبه يې ډیره بې خونده وه.

په کوردننه رسنيو د افغانستان او بنګلاديش د شل اوریزه لوبو له پاره ښه کمپاين وکړ، تمه وه چې که افغانستان يې ونه ګټې نو ممکن ده چې په زړه پورې لوبه خو به وکړي.

کله چې افغان کرکټ لوبډلې بنګلاديش ته لوبه په ډیر ژور توپیر سره وبایلله، چې دا به نه د کرکټ ملي لوبډلي او نه هم کرکټ خوښونکو ته د منلو وړه وه، زه چې د لوبغاړو سره پېژندګلوي نه لرم، او نه هم د کرکټ په لوبه سم پوهيږم، له لږ فکر کولو وروسته مې د خپل فیسبوک پر پاڼه ولیکل چې : ممکن دافغان کرکټ ټيم کې اختلافات پیداشوې وي چې ډیره بې خونده لوبه کوي، په هر صورت بيا هم د درناوي وړ  دي، که نن بنګلاديش لوبه بایللې وای دهغوی له پاره بيا هیڅ پوزه نه وه، مګر افغان کرکټ لوبډلې خو تیر ځل پنځوس اوریزه لوبه ورڅخه وګټله، خو داچې نن زموږ کرکټ لوبډله په ډیر ضعيف حالت کې وه، دا سړی ډیر ځوروي.

له همدې وروسته يوه ملګري  راسره اړيکه ونيوله، ډیر خپه ښکاریدی، خبري يې په واک کې نه وي، وویریدم چې هسي نه ټولو ته ښکنځل وکړي، ډیر خواشينی وو، له ماڅخه يې وغوښتل چې څه وليکم، له خبرو وروسته مې دهغه غوښتنې او احساس ته په کتلو پېل وکړ چې دهغه ملګري او خپله انديښنه د کرکټ له مينه والو سره شريکه کړم.

داچې د کرکټ د ملګرو معاش درې سوه ډالره وي، او نور امتيازات هم ونه لري، نو بيا دهغوی څخه موږ د نړيوالو سياليو د ګټلو تمه څه ډول کولای شو؟

داچې د کرکټ  لوبډلې مشر تر اوسه تړون نه وی لاسليک کړي، دهغه لوبغاړو تړون نه وي لاسلیک کړي، او د معاش پر سر ناندرۍ رواني وي، د لوبغاړو ټول فکر او خيال به د هغوی د خپل معاش په اړه وي، نو په دغسي حالت کې به څه ډول د لوبې د ګټلو په اړه ښه فکر وکړي؟

که زموږ له جملې هر يو کله په کور او يا بهر کې له ستونزو سره مخ کيږي، بيا هغه ګرده ورځ عصاب خراب وي، او ډیر کارونه ورڅخه خرابيږي، کله خو ملګرو ته وایې چې نن مې حالت ډیر خراب دي، او کله خو په کور کې تنهايې غوره کوي، ځکه هغه نه شي کولای چې د ستونزې په شتون کې خپل مغز په سم ډول سره په کار واچوي.

ما فکر کاوو چې کوم مډالونه او انعامونه چې لوبډله ګټې هغه به د دوی له پاره وي، چې داهم يو ښه عايد ګڼل کيدای شي، مګر ملګري راته وویل چې هغه ټول کرکټ بورډ ته ورکول کيږي ، که دغه خبره همداسي وي، نو بيا خو اړينه ده چې کرکټ د هر لوبغاړي مياشتنی معاش د وزارت له معين، په بهرکې د افغان سفیر او يا دپارلمان د غړي له معاش سره برابر وي، ځکه دوی خو په بهر نړۍ کې دافغانستان استازي ګڼل کيږي، او که ممکن وي چې  ډیر امتيازات ورکول شي، تر څو په ډاډه او ارام زړه لوبه وکړي او هيواد ته ویاړونه راوړي.

موږ چې د ننګرهار پوهنتون کې وو، د استادانو معاشونه ډیر لږ وو، ځينو به يې په پټيو کې خپلو غواګانو ته واښه کول، کله چې به مو د ښه درس غوښتنه وکړه، هغوی به ویل چې موږ په نس ماړه شو بیا تاسي حق لرئ چې شکايت وکړي، اوس خو موږ ستاسي له پاره د درس تياري ته وخت نه لرو، ځکه د کور ستونزې او مشکلات مو ډیر دي.

بله مهمه خبره داده چې ما ته هغه ملګري پر ټليفون وویل او بیا مې په راپور کې هم ولیدل چې د کرکټ بورډ اجرايوې مشر او د کرکټ بورډ رئيس د کرکټ لوبغاړي او مسلکي کسان نه دی، نو بيا ولي خلک د طالبانو پر حکومت نيوکه کوې، چې د هغوی د المپیک مشر طالب وو، حال داچې په هغه وخت کې د المپیک مشر مسلکي کس ټاکل شوی وو، اوس چې هر ځای او هر څوک د مسلکيوالي خبرې او دعوه کوې نو بيا په دغسي يوه حساسه او مهمه اداره کې د نامسلکې کسانو ګمارنه او هغوی ته لوړ معاش او امتيازات ورکول    زما په آند ستره ګناه ده.

له دي سره سره د کرکټ لوبډلې پر روزونکې (کوچ) هم هغه وخت نيوکې زياتې شوي چې د آسیا په پنځوس اوریزه لوبه کې افغانستان د پاکستان سره په لوبه کې ښه ونه ځليدی.

د ځينو کرکټ مينه والو غوښتنه داهم ده چې د کرکټ لوبډلې له پاره يو وړ او قوي روزنکې وټاکل شي.

په دي تمه چې د خپلو لوبغاړو د وېښلو او احساساتو د مړه کيدو مخه ونيسو، د هغوی حوصلې ور لوړ ي کړو، او په ټوله کې په کرکټ لوبډله او دا ډول کرکټ بورډ او کرکټ مشرتابه کې  دبدلون غوښتنه وکړو، تر څو په راتلونکې کې بيا زمو ږ ګران هيواد دکرکټ په ډګر کې له دغه ډول ماتې سره مخ نه شي.

ویل کيږي چې د نن ورځي په لوبه کې د کرکت لوبډلې د مشر له سلا او مشورې پرته په لوبډله کې ځينې کسان د نامسلکې کسانو (مشرانو) د فشار له مخې ور زيات شوې وو، او ځينې ښه لوبغاړي د بنګلادیش سره د لوبې کولو څخه ليري کړل شوې وو، چې دغه ډول نامسلکې چلند او د روابطو له امله په لوبډله کې ادلون بدلون یقينا چې ناسمې پايلې لري، لکه نن ورځ چې موږ ددغه ډول نا سنجولو شويو پريکړو پایله وليدله.

د کرکټ له ګردو مينه والو څخه امید دی چې خپل احساسات کنټرول کړي، او پر دي غور وکړي چې په راتلونکې کې کوم ډول سم ګامونه پورته کړل شي چې بیرته مو د کرکټ لوبډله سمه او د هغوی مورال قوې شي، او د کرکټ لوبډلې له مشر او لوبغاړو سره تر سلا او مشورو وروسته دکارنده وړانديزونو څخه ننګه ؤشي. تر څو راتلونکې کې بیا ځل زموږ  کرکټ لوبډله او هیواد له دغه ډول ماتې سره مخ نه شي.

لیکوال : نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …