کور / مقالې / د مارشال قسیم فهیم مرګ په يوه نازک او حساس وخت کې / نظرمحمد مطمئن

د مارشال قسیم فهیم مرګ په يوه نازک او حساس وخت کې / نظرمحمد مطمئن

مارشال قسیم فهیم تر احمدشاه مسعود وروسته د شمال ټلوالي له پاره ډیره مهمه څیره وه، هغه نظامي او سياسي دواړه پوهې درلودلي، داډول مسعود هم هغه څوک وو، چې په سياسي او نظامي دواړو ډګرونو کې يې شمال ټلوالې ته ډیر څه ترلاسه کړي وو، د مسعود څخه وروسته که قسیم فهيم نه وای، په تیرو دولس کلونو کې به شمال ټلواله هیڅکله هم دومره قوي نه وای پاتې شوې، دا ډول د شمال ټلوالې مربې  او جمعيت اسلامې مشر استاد برهان الدین رباني بيا هغه څوک وو، چې ډیر زیات سياسې بصیرت او درایت يې درلود، اوس چې دغه درې واړه د شمال ټلوالي مهم مشران نشته، او نن ورځ  ۱۸ حوت ۱۳۹۲ مارشال قسیم فهیم هم د زړه د ناروغي له امله په خپل کور کې په کابل کې ومړ، زه پر دي آند يم چې په شمال ټلواله کې د مارشال فهیم تشه څوک نه شي ډکولای. او که سړی په ساده ژبه ووايې د شمال ټلوالي غر ونړيدی.

تر ټولو مهمه داده چې د قسیم فهيم مرګ په دغسي يو حساس او نازک حالت کې له سړي سره ګڼ تشویشونه پيداکوي، همدا قسيم فهیم وو چې د شمال ټلوالي په ښکاره سره بېل شوې ټول غړي او ډلې دده له خوا کنټرول کيدلي، او له ده څخه يې لارښوونې اخستلي، همدی وو چې د شمال ټلوالي ځينې لنډ فکره او احساساتي کسان يې ډیر ځله نه پريښودل چې خپلسري وکړي، او د کرزي حکومت ته ستونزي جوړي کړي. چې دغه ډول کړني دقسیم فهيم یقینا د شمال ټلوالي په ګټه وي، اوس چې په شمال کې رشید دوستم بيا له سره فعال شوې، د ترکيې هيواد د ځينو ځانګړو کړيو همکاري له ځان سره لري، د قسيم فهيم په مرګ به دوستم ځان نور هم واکمن احساس کړي، او د شمال ټلوالي کسانو کې هم ډیری داسی کسان پاتې دي چې ممکن ځینې احساساتې او نا سنجول شوې کړنې تر سره کړي، دغه ډول او ديته ورته نور تشويشونه هم شته.

قسیم فهیم چې له ځينو کسانو سره يې د زړه راز شريک وو، هغه په افغانستان کې د سولې د رښتونې پروسې غوښتونکې وو، او دا ډول طالبانو ته د يو ځواک او قوت په ډول معتقد وو، هغه دا هم ویل چې پرته له طالبانو نظام بقا نه لري، او طالبان چې په هر ډول وي باید افغان حکومت د هغوی د حقونو، واک  او ځواک په نظر کې نيولو سره تعامل ورسره وکړې نه داچې طالبانو ته ووايې چې تسلیم شئ.

د بارک اوباما ادارې له قسیم فهیم سره ښې اړيکې نه درلودلي، همدا لامل وو چې کله يې هم د تداوي له پاره امريکا ته د ورتګ اجازه او ویزه ورنه کړه، او د قسیم فهيم تداوي په جرمنې کې کيدله.

اوس چې ولسمشریزو انتخاباتو ته نږدې يوه مياشت پاتې ده، شمال ټلواله هم خپله زورازمايې کوې، دا ممکن ده چې د قسیم فهیم مرګ دوی ته يو لوی پېغام ورکړي، او دا امکانات هم شته چې د فهیم د فاتحې ټغر دغه په ښکاره ويشلې ډله بیرته سره يوه کړي، خو په هیڅ صورت به بيا له دي وروسته د شمال ټلوالي پخوانې واک، ځواک او قدرت پاتې نه شي.

بله خوا به رشيد دوستم خپلو فعاليتونو ته نور زور هم ورکړي، او داچې د پرچم ډلې پخوانی ډیری مشران اوس د دوستم په پلو کې له اشرف غني احمدزي سره ملګري شوې، په هیواد کې دننه د داسي بادونو نښې نښانې ښکاري لکه چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ وروستۍ ورځي وي.

امريکا خپله ټوله توجه  د راتلونکوولسمشريزو ټاکنو ته اړولي، هغوی غواړي چې انتخابات ؤشي، سياس واک وليږدول شي، د امريکا لوړ  پوړي چارواکې مني چې ولسمشر کرزي له ولسمشر اوباما سره ژمنه کړي چې سياس واک به په سولئيز ډول سره لیږدوي.

که انتخابات ؤشي، او سياسي واک وهم ليږدول شي، اوسني نوماندان چې ډیری يې ډیر کمزوري کسان دی او د امريکا هرې غوښتنې ته به لبیک وایې، بل داچې د ډیرو مخکښو نوماندانو د شخصيتونو او دهغوی د کورنۍ د غړو په اړه هم ډیری افغانان تشويش لري.

د ځينو نوماندانو ميرمنې عيسوې مذهبه او امريکايې دي، چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې به دغه ډول ولسمشران تر کومه حده د منلو وړ وي، هغه امريکان چې زموږ خلک يې ووژل، ويې ځورول، بندیان يې کړل او له کوره  يې وشړل، د افغانانو په مرګ يې د لذت اخستلو احساس کاوو، داسي راپورونه هم شته چې د ځينو میرمنې خو يې د سي آی اې فعاله غړې دي، موږ ته د امان الله خان تاریخ مخکې پروت دی، هغه چې د افغانستان د ازادۍ نوميالی بلل کيدی، هغه چې غازي امان الله خان بلل کيدی، او هغه امان الله خان چې د ټول افغان ولس په زړونو کې يې ځای درلود، مګر کله چې د خپلې ميرمنې څخه پړونۍ (ټيکری/څادر) ليري کوي، بيا هغه امان الله ته خلکو  کافر ووایه، او د هغه په مقابل کې يې د جهاد فتواوي ورکړي، بالاخره امان الله خان له داسي برخلیک سره مخ شو چې نه ده ته او نه هم افغان ولس ته يو وخت د منلو وړ وو.

دا ډول د ځينو نوماندانو ميرمنې فرنګۍ دي، هغه فرنګيان چې افغانانو ورسره درې ځله سختې جګړي کړي، او د فرنګيانو کينه او حسد افغانانو ته تر اوسه هم له زړه نه دی وتلی، ځکه خو د انګلستان شهزاده په هلمند کې د چورلکې څخه نښان ويشتل په غريبو افغانانو زده کول، او افغانان يې شهيدان کول.

او ځينې مخکش نوماندان خو چې عمرونه يې تر ۶۰ کلونو رسيږي تر اوسه يې واده نه دی کړي، او حلاله نکاح نه لري، داهم سوال دی چې له کومې لاري خپلې جنسي غریزې مشبوع کوي؟

له دي ټولو خبرو سره سره، مارشال فهيم هغه څوک وو، چې د کرزي د اوسنۍ اداري، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو او شمال ټلوالي مشرانو تمه ورڅخه کيدله چې همدی کولای شي چې که چيرته د انتخاباتو اړوند جنجال او کړکیچ رامنځته کيږي نو په سم ډول به يې حل کړلای شي، او شکيلو لورو تر منځ به يې پريکړه دده د سياسي او نظامي نفوذ په نظر  کې نيولو سره د منلو وړ وي.

ښاغلي کرزی چې له خدایه باد او باران غواړي چې په واک کې د نوري مودې له پاره هم پاتې شي، بل خوا امریکا هڅې کوي چې انتخابات په خپل وخت ؤشي او سیاسي ليږد په سم ډول صورت ونيسي، فکر کيږي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د بېلابېلو لاملونو په نظر کې نيولو سره ګډوډې راشي، او ممکن چې له دغه ډول کډوډيو څخه به ولسمشر کرزي کوشش وکړي چې د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي.

بل خوا ۲۰۱۴ ز کال دی، بهرني پوځيان له افغانستان څخه د وتلو پلانونه جوړوي، او طالبان هيواد ته د ننوتلو پلانونه تر لاس لاندي لري، په دغه ډول حساس او نازک وخت کې پرته له شکه د قسیم فهيم مرګ به د ځينو په ګټه او د ځينو په تاوان تمامیږي.

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …