کور / مقالې / ټاکنې :‌ په هیواد کې بي کاري په بې ساري ډول کمه شوې

ټاکنې :‌ په هیواد کې بي کاري په بې ساري ډول کمه شوې

Afghan Childrenد مجاهدينو  د حکومت پر مهال چې به کله د هلمند ولايت کې د تارياکو (کوکنارو) د کښت څخه د حاصل وخت شو، په هلمند ولایت کې به بې کارې صفرته را ټيټه شوه، سپين ژيري، ځوانان، هلوکان، ملايان، طالبان  او کوچنۍ نجوني به د تارياکو څخه د حاصل ټولولو باندي سخت بوخت وو، او هر چاته پکې ښې پيسې هم پيداکيدلي.

کله چې د طالبانو وخت شو، امنيت سم شو، بيا خو د هلمند ولایت د اوسيدونکو سربیره په نورو ولایتونو کې هم ځوانانو او پوخ عمره خلکو ته د کار کولو ښه زمينه برابريدله، هر هغه چا چې به د تارياکو (کوکنارو) د کښت څخه حاصل په مزدوري ټولاوه، او يا خو به بزګر او ځمکوالو له خوا حاصل جمع کيدی، ټول به په دغو شپو او ورځو کې ځکه نښه ښکاريدل، چې جيبونه به يې له پيسو څخه ډک وو، په هيواد کې دننه او دا ډول د پاکستان مدرسې به رخصت شوې، تر څو طالبان  جيب خرڅ پيداکړي، دا ډول د ښوونځيو حال هم همدغسي وو، معلمان او زده کوونکې به په ښوونځيو که نه ليدل کيدل.

د ماښام د لمانځه نه لږ مخکې به د لوبو له پاره هر ځای ډلې ډلې ځوانان لیدل کيدل، ښه پرېمانه ډوډۍ به په هر کور کې پخيدله، د کور ښځينه به د ډوډۍ په پختن پسي نه رسیدلي.

د ښاغلي کرزي په دوره کې هم د کوکنارو کښت ښه وده وکړه، پاتې دي نه وي چې د طالبانوپه وروستيو کلونو کې د طالبانو له خوا د کوکنارو کښت بند شو، چې عملا هم دغه کښت صفر ته ورسيدی.

په تیرو دولس کلونو کې د کوکنارو بازار ښه ګرم وو، او د ډیرو نورو ولایتونو خلک هم هلمند ته تلل او هلته به يې د کوکنارو په ټولولو ښه مزدوري کوله، فرق داوو، چې د کرزي صاحب د حکومت په وخت کې هغه ځوانان چې هلمند ته د کوکنارو دحاصل ټولولو له پاره مزدوري ته تللي وو، د ځینو څخه يې ټوپکيانو مزدوري ګرځولي او ځينې خو به يې په مرګ هم تهديد کول، او یا خو يې ډیره کمه مزدوري په اخر کي ورکوله.

اوس هم چې کله د کوکنارو د حاصل د ټولولو وخت شي، مدرسو او ښوونځيو ته هلوکان نه ځي، د کوکنارو ټولولو وخت چې ۱۵ ورځې دي، د هواد تغیر له امله مياشت او کله هم اوړي، په دغه وخت کې په ځانګړي ډول د جنوب ښوونځيو ته شاګرادان نه حاضريږي، يواځي ډیره کوچني ماشومان به وي ، هغه هم ښوونکي نه وي، ځکه ښوونکې هم د کوکنارو په مزدوري پسي وتلي وي.

خبره اوږده نه شي، اوس د کوکنارو د کښت بديل که ورته ونه وايو خو ډیر ورته والي په ځينو توپيرونو سره لري، د ولسمشريزو، پارلماني او ولايتې شورا ګانو انتخابات دي.

د لسم ټولګي يو زده کوونکې وايې چې د ولسمشريزو ټاکنو د يوه کاندید د سيمئيز دفتر مخکې ولاړ وم، هلته د ښاروالي  د پاکوالي (تنظيفاتو) کارکوونکې هم څو تنه ولاړ وو، د نوماند کاندید د دفتر څخه يو ځوان راووتی، زده کوونکی وایې چې د ښاروالي کارکوونکو هر يوه ته یې درې زره افغانۍ ورکړي، او ماته يې زر افغانۍ راکړي، موږ ته يې وویل چې رايه بيا …. ته ورکړي، که پاچا شو ډیر خدمت به غريبانو ته وکړي.

زده کوونکی وایې چې زر افغانۍ مې ورڅخه واخستلي، په زړه کې مي وویل چې والله که خو مې يو هم ښه ایسې او نه هم والله که کوم يوه ته رایه ورکړم، ټول د نورو د ګټو له پاره کار کوي، د خپلواکې حس  چې څوک ونه لري نو بيا به د کوم بل حس له امله زموږ افغان ولس خدمت وکړي.

دا ډول په کابل کې تر ټولو ډیره ګټه د مطبعو خاوندانو وکړه، د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو او ولايتي شوراګانو له پاره د کاندیدانو د عکسونو او بینرونو د چاپولو له لاري يې ښې پرېمانه پيسي وګټلي، تر نورو پنځو کلونو يې ګوزار ښه پرې کيږي.

که څه هم د مطبعو خاوندان ځينې يې سر ټکوې چې ولي ځينې کانديدان خپل عسکونه په پاکستان او ایران کې چاپوې، خو ماته چي معلومات  شته، دوی يې په هغه قیمت ورته چاپوي او نوبت هم ورباندي نه وي،  چې د راتلونکو پنځو کلونو ګټه هم پري اچوي
د کابل په مجللو هوټلونو کې قیمتې ډوډۍ ګاني هم د  نوماندانو له خوا د ډیرو وږو نسونو خوراک وي، د رتبې، واک، قوت او نفوذ له مخې د ځينو ځانګړو کسانو خاص ډوډۍ ګاني خو بيا د کابل کانټينیټل هوټل، کابل سټارهوټل، صافي لنډ مارک او نورو مشهورو هوټلونو کې وي، چې دغه هوټلونو ته تر ډیره بریده د پارلمان غړي، د مشرانو جرګې غړي، او ځينې سياسي کارپوهان (هغه چې د ټلويزونو په تاودو او سياسي بحثونو کې برخه اخلي) او د قومونو ځينې مشران دعوت کيږي.

د کانديدانو د عکسونو او بینرونو ځوړند کولو هم ډیرو بې کاره کسانو ته کار پيداکړی وو، پر ديوال، د برق لکړو، او نورو ځايونو د هر عکس پرسريښ کولو  سره   يې  خلکو اجوره تر لاسه کوله، او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو مرکزي دفترونه، د کابل په بېلابېلو سیمو کې دفترونه او ولايتې دفترونه پرانستلي دي، چې په دغو ټولو دفترونو کې ځوانان په دندو ګمارل شوې دي، او په هر دفتر کې د غرمي او ماښام له پاره ښه ډوډۍ وږو ته پيداکيږي.

په ننګرهار کې بيا يوې لويې غونډې ته د ولسواليو څخه خلک په دي نوم په موټرونو کې راوړل شوې وو چې په ښار کې خیرات درکول کيږي، او له موږ سره به تاسي په غونډه کې هم ګډون کوي، خیر دي يوسي ، بيا يې هغو غريبانو ته چې له ولسواليو او مرکز څخه يې راټول کړي وو، پیسې هم ويشلي وي.

د کابل ښار د  دوه زره څوارلسم کال ګنګوسو،  د ۲۰۱۳ کال په وروستيو مياشتو کې لا د موټرو د ګڼې ګوڼۍ څخه  لږ اندزه پاک کړی وو، د نوماندانو د کمپاين تر مخه د کابل ښار د موټرو تراکم ډیر کم شوی وو، اوس بيا د ولسمشريزو نوماندانو له برکته ډیرو په کور ولاړو موټرانو ته د پټرولو او ډیزلو پیسې پیداشوي. د کابل ښار بيا له يوه بې ساري د موټرو زياتوالي سره مخ دی.

د دوکاندار ښه سوداکيږي، ملايې، پنیر، هګې، وریجې او نور خوراکي مواد، د نانوايې پخه ډوډۍ هره ورځ ښه پرېمانه خرڅيږي، د ټکسي او نورو موټرانو سواريان زیات شوي، د رخت دوکانونو هم ښه سودا کيږي، نوي کالي جوړيږي، او تر ټولو زيات ټوکر د لويو او کوچنيو بیرغونو له پاره خرڅيږي، دا ډول په بازارونو کې هم يو ډول ګڼه ګوڼه وي.

که څه هم د انتخاباتو کميسون د ولسمشريزو ټاکنو د کاندیدانو له پاره معلومه اندازه لښګت ټاکلی، خو هغوی خواران هم په ډیرو نورو کارونو بوخت دی، د کانديدانو دغه ګزاف لښګتونه  – نه وينې او نه خويې هم څوک ددوی له اصولو سره سم ثبوت وړاندي کولای شي، ځينې بې کاره ځوانان او بې نومه او بې ملاتړه قومي مشران بيا خوشاله دی چې دغه څو ورځي دی چې خپله ښکونه (د پیسو او مادیاتو ترلاسه کول)  له هر يوه کانديد څخه وکړي.

په ولايتونو کې بيا ډله ډله ځوانان هڅې کوي چې د بېلا بېلو کانديدانو له استازو سره اړيکې ونیسي، تر څو که ممکن وي له بېلا بېلو لارو  د کاندیدانو استازي وغولوي.

اوس ځوانان او خلک هم پوه شوي،  په خپلو منځونو کې يوه ملګري ته ووايې چې موږ تا هلته د کانديد په دفتر کې لوړ او غټ سړي معرفي کوو، چې بيا خندا ونه کړي او يا داسي خبرې ونه کړي چې هغوی پوه شي، د غرمي ډوډۍ ترڅنګ ډول ډول لندې او وچې ميوې هم خوري، او د امکان تر حده پیسي هم تر لاسه کوي.

داسي ډیری ځوانان شته چې د بېلابېلو کانديدانو  په غونډه کې ليدل کيږي،  غوړې غوړې ميلمستياوې پکې وهي، خو دغه غريبان بيا نه پوهيږي چې دکوم احساس له مخې ددغو کسانو په غونډو کې ګډون کوي؟

په دي اميد چې  ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند کسان او د ولايتې شوراګانو نوماندان پوه شي چې ولس هم ښه پوهيږي، يواځي خطاایستل دي، دوی ولس خطاباسي او د ولس يوه  برخه ځوانان بيا هڅه کوي چې دوی خطاباسي، مګر اصل کې دواړه ډلې د امريکایانو له خوا خطاایستل کيږي چې دهغوی تر يوغ لاندي د افغانستان په اوسني شرایطو کې نامشروع انتخاباتو ته هوسیږي، هغه انتخابات چې د وينو بوی ورڅخه راځي، هغه انتخابات چې د افغان ولس پر مخ د سولې دروازه تړي، او هغه انتخابات چې د افغان جګړې تضمين کوي، هغه انتخابات چې ډیر کسان به پکې خپل سرونه وخوري، هغه انتخابات چې د امریکا سره د تړون لاسلیک کول تر يوحده یقيني کړه، او هغه انتخابات چې افغان ولس به په قومونو، سمتونو او ژبني تعصبونو وويشي.

ليکوال : نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …