کور / مقالې / د سولې د رسۍ سر امريکا، منځ طالبانو او پای يې کرزي نيولی/ نظرمحمد مطمئن

د سولې د رسۍ سر امريکا، منځ طالبانو او پای يې کرزي نيولی/ نظرمحمد مطمئن

د ولسمشرکرزي پر دې خبره هیڅوک هم ژور فکر نه کوي چې هغه وايې امریکا دي ومني چې په افغانستان کې سوله راولي، په دي شرط زه له امريکا سره امنيتې تړون لاسليک کوم.

طالبان وایې چې يو محارب امریکايې هم په افغانستان کې وي هغوی به جګړه کوي، دامريکايې پوځيانو او د هغوی له پاره د اډو په شتون کې د سولې دروازي بندي بولي.نظر

ښاغلی کرزی ښه پوهيږي چې که له امریکا سره امنيتې تړون لاسليک کيږي او يا خو امریکا ته د تړون د لاسلیک کیدو وعده ورکول کيږي، بيا نو په يومخیز ډول د سولې دروازه بنديږي، او په دغسي حالت کې د سولې خبرې بې معنی دی، يواځي ځينې ناپوه افغانان او نړيوال به تر لږ نورې مودې هم وغولول شي.

زما هدف له پورته جملو څخه دادی چې: که په رښتيا سره ښاغلی کرزی غواړی چې سوله وکړي، نو بيا د امريکا سره د امنيتې تړون او هغوی ته د اډو ورکولو مشروط خبرې ولي کوی؟ هغه هم داسي شرط چې خپله شرط د اصل (سولې ) مانع دی، باید چې ښاغلی کرزی په روښانه ټکو کې د تړون او اډو مخالفت وکړي، تر څو د سولې له پاره دروازه پرانستل شې.

اوس چې ښاغلی کرزی وایې چې امریکا دي سوله راولي، زه امنيتې تړون ورسره لاسلیک کوم، آيا دا امکان لري؟ امريکا پر چا سوله تحميل کړي؟ پر طالب؟ که د ولسمشر کرزي هدف داوي چې پر طالبانو دی هر څه تحمیل شي هغوی دي په حکومت کې د ګډون له پاره په زور راوستل شي، او چې کله طالبان په حکومت کې شامل کړل شول، بيا سمدستي زه له امريکا سره تړون لاسليک کوم، آیا دا امکان لري؟ دولس کلونه امريکا او دهغوی تر ۵۰ ډیرو متحدينو (هيوادونو) د طالبانو له منځه وړلو کوشش وکړ، ويې نيول، ويې ځورول، له کورونو څخه يې پسي واخستل، بمباردونه يې پرې وکړل، د ګوانتانامو زندان ته يې يوړل، د بګرام او پلچرخي زندانونه يې پرې ډک کړل، تر څو هغوی مجبوره کړي چې د ښاغلي کرزي حکومت ومني او په حکومت کې ورسره مشارکت وکړي، مګر امريکا او متحدين يې ونه توانيدل.

خو د تړون د لاسليک لپاره د شرط په توګه پر امريکا باندې د ښاغلي کرزي فشار چې بايد سوله راولي، يو بل تعبير دا هم کيدای شي چې هغه پوهيږي د تړون يو غټ عنصر د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) بريدونه دي چې په افغانستان کې له امريکايي اډو څخه په استفاده به په افغانستان او پاکستان کې ترسره کيږي. دغه بريدونه همدا اوس هم په پاکستان کې د بې امنيتۍ او جنګ سبب شوي، او افغانستان کې هم کيدای شي د سولې د راوستو پرځای د جنګ د لا زياتيدلو سبب شي. نو ځکه خو ښاغلی کرزی له امريکايانو څخه دا ژمنه غواړي ترلاسه کړي چې تړون بايد د سولې په خدمت کې وي، نه د سولې په مخ کې خنډ. که د يوې احتمالي سولې په نتيجه کې د ټولو امريکايانو وتنه اړينه وبلل شي، نو امريکايان بايد ولاړ شي، خو امريکا ورسره دا نه مني. لږ تر لږه په اوسنۍ مرحله کې د ښاغلي کرزي تحليل نسبت د راتلونکو ټاکنو ولسمشريزو کانديدانو ته معقول ښکاري. اوسني کانديدان خو له امريکا سره تړون په يوه خوله او تقريبا بې قيد او شرطه لاسليکوي. داسې ښکاريږي چې دوی له امريکا څخه په خپله پيژندنه کې يا کمزوري دي يا غلط.

دا ډول د ۱۳۹۳ ل کال د ولسمشريزو ټاکنو له پاره نوماند ۱۱ تنه هم  په خپلو خبرو او مناظرو کې وايې چې سولې ته ژمن او لومړيتوب ورکوي، دوی سمدستي داخبره هم پسې کوي چې که واک ته ورسيږي له امریکا سره امنيتې تړون لاسليک کوي، داسي معلوميږي چې ددوی د سولې اواز هم يواځي د افغان ولس غولول دی، ځکه چې دافغانستان په اوسنيو شرايطو کې امنيتې تړون او سوله يو د بل ضد شعارونه دي. ايا دوی به هم يو ځل بيا لس کاله له امريکا سره پارټنرشيپ او ملګرتيا کوي او دا ولس به يو ځل بيا پرې تباه کوي، ترڅو په اخر کې پوه شي چې امريکا دلته څه غواړي؟ او د ښاغلي کرزي غوندې يې په اخر کې هوښ سر ته راشي؟

پاکستان هم په خپل وار پر افغاني او پاکستاني طالبانو ډول ډول فشارونه راوستل، هغوی يې له منځه يووړل، بندیان يې کړل، شکنجه يې کړل، خو ونه توانيدل چې افغان طالبان کمزوري او پاکستاني طالبان مذاکراتو ته د زور له لاري چمتو کړي.

اصل جنګ د امریکا د شتون پر سر دی، که امریکا نه وي، نو بيا خو به افغانان په خپلو منځونو کې حتما جوړ جاړي ته سره رسيږي، ولي که امریکايې پوځيان او امریکايې اډې وي، ممکن به نه وي چې وسلوال مقاومت دی د يرغل په شتون کې له افغان چارواکو سره خبرو ته زړه ښه کړي.

د سولې د رسۍ سر د امریکا په لاس کې دی، د رسۍ منځ طالبانو نيولی دی، او د رسۍ پای ښاغلی کرزی کله يو لور او کله به لور ته کشوې.

هر لور ته چې امریکا غواړي د رسۍ مخه هغې لورته کشوې، طالبان په منځ کې دي، نړيوال يې نه وينې، او نه يې هم خبره اورې، نه امریکا چاته (نړيوالو ته) اجازه ورکوي چې له هغوی سره خبره وکړي، کرزی صاحب يواځي د رسي په لکۍ پسي نښتی دی، چې هیڅوک يې خبره نه اوري، او نه هم کوم ښه کردار ادا کولای شي، ځکه چې اصل کې د رسۍ سر او منځ مهم دی، چې هغه په کنټرول کې واخستل شي.

امریکا په تیرو دولس کلونو کې د پلان له مخې، چې دوی ښه پوهيدل، له یو او بل سره د طالبانو په نوم (جعلي طالبان)  د سولې ډنډوره ږغوله، امریکايان به ښه پوهيدل چې دغه خلک نه د طالب استازيتوب کوي او نه هم صلاحیت لري، خو نړيوالو، افغان او امريکایې ملت ته به يې د درواغو دغه ډرامه جوړه کړي وه، ترڅو د ملتونو له فشار څخه تر يو وخت پوري ځان وژغوري.

 

د افغانستان اوسني حکومت د سولې په نوم ډول ډول پروژې تر لاسه کړي، هیڅ يوې پروژې يې نتيجه ورنه کړه او نه هم دوی په دي نيت دغه پروژې ډیزاین کړي وي چې نتيجه ورکړي او په هيواد کې د رښتوني سولې له پاره کار وکړي.

اوس بيا د سولې په نوم غولونکو خبرو او کنفرانسونو زور اخستي دی، او تر ټولو وروستی کانفرانس يې په دوبۍ کې چې دوی وايې د طالبانو د رهبري شورا کسانو له خوا جوړ شوی، کورنيو او بهرنيو رسنيو ښه هوا ورکړه، چې د طالبانو مشرانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی.

دسولې شورا لوړرتبه هئيت د معصوم ستانکزي په مشري د دوبۍ د کانفرانس څخه  وروسته ډیر ژر دوبۍ ته ددوی په وينا له طالب مشرانو سره د خبرو له پاره ورسيدل.

په يوه خوله کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ د افغان ولس او نړيوالو ملتونو په سترګو کې خاوري شیندي، همدغه چې دوی وایې طالبان مشران او د طالبانو د رهبري شورا مهم غړې دي، ډیری یې له کابل څخه غوښتل شوې، او همدلته له ډیره وخت څخه په کابل کې هستوګن دی، وخت ناوخته د سولې عالې شورا سره دلته په کابل کې دننه مجلسونه کوي، هغه کسان چې له پاکستان څخه دغې غونډې ته تللی، د هغوی هم ځينې يې  په مختلفو وختونو کې کابل ته راغلي، او يا خو يې په پاکستان کې د سولې شورا او يا افغان دولت له چارواکو سره مخکې هم د طالبانو په نوم ليدلي دي.

ځينې خو د همدغې غونډې ګډونوال چې افغان حکومت او نړيوالې رسنۍ يې د طالبانو د رهبري شورا غړي بولي داسي کسان هم دي چې د سولې عالي شورا او يا سولې اړوند کورنيو ادارو څخه له ډیره وخت راهيسي معاش اخلي.

ترڅو چې د سولې خبرې په رښتوني ډول د اصل جهتونو ترمنځ نه وې پېل شوې، دغه ډول غونډې او ناستې يواځي او يواځي د عامه افکارو د مغشوشتيا باعث ګرځي، او کومه نتیجه نه ورکوي.

که موږ قبول کړو چې په دوبۍ کې غونډه د طالبانو د رهبري شورا دغړو ده، د کومو دلایلو له مخې دهغو اوه ۷ پخوانيو طالب وزيرانو نوم نه افشاء کيږي چې دوی يې دعوه کړي چې هلته يې په غونډه کې ګډون درلود، دا ډول ولي دهغو نظامي قومندانانو نوم له رسنيو او خبريالانو سره نه شريک کيږي چې ددغي غونډې مشرانو يې په غونډه کې د ګډون دعوه کړي؟

مهمه خبره داده چې د دوبۍ غونډې ګډونوال ډیری يې له کابل او يا ممکن کندهار هوایې ډګرونو څخه تللي وي، که دغه کسان له افغان دولت سره اړيکې ونه لري، څه ډول امکان لري چې دوی دي دوبۍ ته له همدې لاري ولاړ شي؟

د غونډۍ يواځينۍ لاسته راوړنه به داوي چې مولوي عبدالرقيب د طالبانو د وخت د مهاجرينو وزير يې قرباني شو، او دهغه وژل به د غونډو پر ګډونوالو خامخا تاثير وکړي، دا ډول دغه غونډه هغه وخت نوره هم بې ارزښته شوه، چې د غونډې د مشر پېغام د افغان حکومت د سولې عالي شورا پر پاڼه خپور شو.

امريکا او د ښاغلي کرزي اداره لا هم نه دي چمتو چې د سولې حقيقي هڅې صورت ونيسي او د سولې د لاري د امريکا له خوا د افغانستان يرغل ته د پای ټکی کيښودل شي، ځکه چې امريکا د سولې خبرې او د سولي د لاري طالبانو ته قوت سپارل د خپلې ماتي په معنی تعبيروي، او دا ډول ښاغلی کرزی د سولې د لاري د افغانستان د مسئلې حل کول د خپل واک د لاسه ورکولو په معنی تعبیر کوي.

يواځي طالبان دی چې هغوی د سولې حقيقې خبرو ته ژمن دي، امریکا د قطر دفتر د خلاصيدو پر مهال ورسره غلطۍ وکړه، دا ځل طالبان د سولې خبرو د بيا پېل کيدو له پاره ځينې شرطونه لري، چې يو له هغو شرطونو څخه يې بايد امریکا ومنی، د ګوانتانامو او امریکايې بنديانو تبادله، د امريکايې پوځونو د وتلو اعلان او اډې نه غوښتل، دا ډول د انتخاباتو ځنډول، ولي امریکا د خپل غرورو او سرزوري له امله لاهم چمتو نه ده چې د طالبانو شرایط ومني او د سولې خبرې د امريکااو طالبانو تر منځ په مخامخ ډول پېل شي.

نوي خبرونه داده چې امریکايې چارواکو چمتووالی ښودلي چې د امريکايې بندي بوبريګدال په مقابل د ګوانتانامو پنځه افغان بنديان خوشي، کړي، که دغه کار او د بنديانو تبادله ؤشي، د سولې له پاره يې ښه پرمختګ ګڼلای شو.

دا ډول د بګرام د ګردو بنديانو خوشي کول چې ځينې شنونکې په دي نظر دي چې د امریکا د مهمو او ځواکمنو چارواکو په خوښه به ترسره شوې وي هم د سولي په ډګر کې څو قدمه پرمختګ ګڼل کیږي.

اوس چې د امریکا اقتصاد د امریکا په تاریخ کې کښته درجي ته ټيټ شوې، د امریکا ډیری خلک بې کاره او بې دندې دي، د امریکا ډیری فابریکې ډيوالي شوې، په نړيواله سطحه د امريکا رعب له منځه ولاړ، نظامي قوت يې نړيوالو ته ضعيف ښکاره شو، ځکه په افغانستان او عراق کې يې هغه ډول لاسته راوړنۍ ونه لري کوم ډول چې امریکايې پوځيانو غوښتل، دا ډول په افغانستان او عراق کې يې دروند ځاني زيان وليدی، او بالاخره دي نتيجه ته امريکايان ورسیدل چې په افغانستان کې بهرني یرغلګر دوست نه لري او نه يې پيداکولای شي، يواځي د ګوتو په شمار څو تنه ورسره تر هغه وخت پوري ملګري دي تر څو چې د امریکا څخه پرېمانه ډالر تر لاسه کوي او د امریکا په شتون کې خپلې ګټې خوندي بولي، نور يې ګرده افغان ولس د تيري او يرغل پر خلاف دي، آیا اوس به امریکا دي ته زړه ښه کړي چې د کرزي نا سنجول شوې او شخصي غوښتنو ته مثبت ځواب ووايې؟ چې طالبان نور هم وټکول شي او په زور په افغان حکومت کې ګډ کړل شي.

امريکايان ښه پوهيږي چې هغوی پر طالبانو د بري خوب نور نه وينې، هغه خوب او خيال يې تر سره نه شو، د کوم له پاره چې دوی افغانستان او عراق ته ننوتل، اوس يواځي غواړي چې د خپلو پوځيانو د وتلو له پاره د وړو پوزه جوړه کړي، خو ښاغلی کرزی لاهم هغه ډول غوښتنې لري، چې نه خپله ورته ژمن دي، نه يې امریکا کولای شي او نه به يې هم په هیڅ ډول او قيمت سره طالبان ومني، دا چې طالب دي د سولې تر نوم لاندي وسله پر ځمکه کيږدي، له جنګ څخه دي لاس واخلي، تسليم دي شي، او امریکا ته دي اډي ورکول شي؟

امريکا ته په کار ده چې مخکې د خپلو پوځيانو تر وتلو په افغانستان کې د رښتونې سولې په نتيجه کې د يوه داسي افغان شموله حکومت ننګه اعلان کړي چې ټولو جهتونو ته د منلو وړ وي، تر څو په راتلونکې کې امريکا، نړۍ او په ځانګړې ډول منځنۍ آسیا له افغانستان څخه د تهدید ويره ونه لري.

نظرمحمد مطمئن: ليکوال او شنونکی

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …