کور / مقالې / د هلمند واوره، د مسلمان او عيسوي ګروهه – تخنيکي څيړنه / نظرمحمد مطمئن

د هلمند واوره، د مسلمان او عيسوي ګروهه – تخنيکي څيړنه / نظرمحمد مطمئن

نږدې شپاړلس کلونه مخکې په هلمند کې پرخه رنګ ډیره لږ  واوره شوې وه، دا ډول پوره دیرش کلونه مخکې نسبتا ښه واوره په هلمند کې شوې وه، اوسنۍ واوره چې د روان کال ۱۳۹۲ د سلواغې پر ۱۴ مه او ‍۱۵ مه نيټه دوه ورځې پرله پسې وشوه،  په تیرو څو لسیزو کې يې ساری نه وو ليدل شوې.

ديرش کاله  مخکې چې کله د روسانو او دهغوی له پلويانو سره د مجاهدينو د جګړې د زور او قوت وخت وو، په هغه وخت کې هم روسانو ډیرې زياتې بمباري کولي او ډول ډول راکټونه او وسلې يې کارولي، درانه بمونه او درنې وسلې يې پر افغانانو استعمال کړي، هواء ډیره ککړه وه.1546149_267421160084039_662115442_n

الله ج خپل الهي رحمت پر بې وزله افغانانو وکی، او پر هلمند يې واوره وپاشله، د هلمند د ځمکو مخونه پر واورو سپین وو، هوا او فضاء ګرده واورو نيولي وه.

که غازونه په کوم ځانګړې ځای کې ښخ وي، او يا پټ شوې وي، خو سړی به اوبه پري ورخوښې کړي، دا چې خطرناک غازونه په هواء کې وي، د انسان له وسه پورته خبره ده چې ګرده هواء پر اوبو لنده کړي، او ګرده فضاء نمناکه کړي تر څو د غازونو تاثيرات له منځه يوسي، دا يو الله ج کولای شي.

که څه هم هلمند د واوري اوريدو هواء نه لري، ګرمه هواء لري، ګرمسیر ولايت دی، خو الله ج د مظلومو افغانان د درملني او په هواء کې د غازونو له بدو تاثیراتو څخه د خلاصون له پاره پوره ۳۰ کاله مخکې د هلمند هواء د واوري په وسيله پاکه کړه.

په اوس وخت کې د هلمند واوره هلمنديانو ته يو الهي درمل وو چې لوی الله ج دغه قيمتې درمل پرې ولورل، د هلمند هواء او فضاء د امريکا، ناټو او آیساف د وسلو د کارونې له امله ډیره زياته په ډول ډول غازونو ککړه شوې وه، په غرب کې خو داسي ویل کيږي چې هلمند د امريکايې او برتانوي وسلو د ازمايښت زیرمتون وو.

دهلمند د هواء د ککړوالي پاکوالی د انسان له وس څخه اوچته خبره وه، الله ج رحم وکړی، پر هلمنديانو يې دهغوی د قربانيو له امله خپله لویه لورينه وکړه او دهلمند ککړه هواء او فضاء يې ګرده په سپينو واورو ومينځله.

د هلمند د هواء د ککړوالي په اړه کورنيو، بهرنيو او نړيوالو رسنيو هم راپورونه ورکړل، زه هم د يو افغان په توګه سخت ځوريدلم چې د هلمندي کورنيو سخت ژوند او د هواء د ککړوالي له امله د مرضونو څخه شکايت به مې کله اوريدی، خو هيڅ نه پوهيدم چې ددغه لوی ناورین د مخنيوي له پاره به هلمندي ځوانان او مسلکې کسان کوم کار کوي، ولي دامي عقيده وه چې الله ج به په خپل فضل او کرم سره دا غازونه بې تاثيره کړي، الحمد لله چې همدغسې وهم شول، زه پوره متيقين یم چې د واوري اوريدل به د هلمند ککړه هواء لږ تر لږه پاکه کړي، او د امريکايې او برتانوي وسلو په هواء کې خوشي شوې غازونه به بې تاثيره کړي.

اوبه ژوند دی، الله ج همدغه کلمات په خپل مقدس کتاب قران کريم کې فرمايلې دي، په اوبو کې حيات دی، اوبه يې د نړې د وچې درې برابره زياتي پيداکړي دی، او کله چې اوبه ختمې شې نو د دنيا ژوند هم ختميږي.

په زرګونو کلونه مخکې د ځمکې پر مخ فساد زیات شو، بيا هم الله ج د ځمکې له مخه فساد د اوبو په واسطه ليري کړی، د نوح علیه السلام په وخت کې دومره باران وشو، چې د ځمکې پر مخ يې ټول هغه انسانان چې د الله ج له حکمونو څخه يې سرغړونه کوله د اوبو د ډيروالي له امله غرق او مړه شول، حتی چې د نوح عليه السلام زوی هم د الله ج د حکمونو څخه د سرغړونې له امله غرق شو، يواځي نوح علیه السلام او په شمار څو تنه، دا ډول د ځينو مرغانو ځينې ډولونه چې په کښتې کې وو پاتي شول.

زه نه شم کولای چې د هلمند د واورو تخنيکې اړخ په سم ډول وڅيړم، تر خپله وسه هغه څه ليکم چې زما په ذهن کې راځي، اميد دی چې ځينې څيړونکي پرې څيړنه وکړي، چې ولي په دغسي يو وخت کې د هلمند په ګرمه هواء لرونکې ولايت کې دومره پرېمانه واوره وریږي، او له يوې مخې د ولايت نږدې په ګردو ولسواليو کې واوره کيږي.

داهغه څه دي چې د انسان له عقل څخه پورته خبرې دي، او خارق العاده کارونه يې ګڼلای شو.

عيسويان هم د واورې په اړه ځانګړې ګروهه لري، که د عيسويانو د کرسميس په وخت کې واوره ونه شي، او له کرسميس څخه وروسته ونه شي، دوی عقيده لري چې د دوی د کرسميس خيراتونه او ددوی خپل عبادتونه  نه دي قبول شوي.

سږ کال د برتانيې خلک ډیر فکرجن دي چې د کرسميس وروسته په برتانيه کې واوره نه ده شوې، اوس هم دوی تمه لري چې په فبروري او مارچ کې به واوره ؤشي، اوسمهال ډیر په تشويش کې ښکاري، ځکه چې واوره نه ده شوې.

کله چې به د روسانو له خوا پر کورونو او مجاهدينو د الوتکو پواسطه بمبارد کيدی، او يا به قوي میزايل او راکټونه پر کورونو واريدل، د باروتو د بد بوی او د ګنګستيا څخه د خلاصون په خاطر به خلکو خپل څادرونه او يا نور ټوکران پر اوبو لانده کول او بيا به يې خپلو پوزو او خولو ته نيول، ترڅو د باروتو زهري مواد د پوزي او خولې د لاري د انسان د سر نورو برخو ته سرايت ونه کړي، په ځانګړي ډول عصاب زيانمن نه کړي.

کله چې لاريون کوونکي لاريون ته ځې د ځان سره په کوچنيو بوتلانو کې اوبه اخلي او دا ډول د ټوکر ټوټې پر اوبو لندوي او بيا چې کله پولیس پرې د ګاز شندلو مرمۍ اوروي، نو د ګازونو څخه د خونديتوب له پاره لاریون کوونکې بر اوبو لانده ټوکران کاروي، لانده ټوکران پر خپلو خولو او پوزو ږدې،  ترڅو هغه ناوړه غازونه تنفس نه شي او پري تاثير ونه کړي.

تاسي به ليدلي وي چې کله د برق لاينو ته اوبه ورسيږي شارټې کوي، اوبه پرې تاثير لري، د برق چارجونه خنثی کوي، کله کې د برق لاين په اوبو کې ولويږي ترهغه شارټې کوي تر څو برق په جنکشن کې قطع شي او يا د برق لاين قطع شي، دا ټول د اوبو خاصيت دی.

ډیری غازونه چې د اوبو سره مخلوط شي خپل اصلي ماهيت د لاسه ورکوي، او غازي (ګیسي)  تاثيرات يې له منځه ځې.

کله چې په کورونو او استوګن ځايونو کې د اور او يا ګیس غاز کوم کسان پر سر ونيسي (کسان ورڅخه متاثره شي) سمدستي خپله هڅه کوي او يا يې نور کسان ازادې هوا ته وړي، اوبه يې پر سر او مخ ورته شندي، دا ډول که دباروتو له امله کوم کس متاثره کيږي، ګنګس کيږي سمدستي يې خلک پر سر او مخ اوبه اچوي تر څو د غاز تاثیرات له منځه يوړل شي.

زه نږدې يوه مياشت مخکې هلمند ته تللی وم، خلکو يې د هواء له ککړتيا څخه سر ټکاوو، ډیری داسي پيښې او رنځونه ليدل شوې وي چې په هواء کې د ځينو خاصو غازونو له امله وو.

د امریکا له يرغل وروسته په هلمند ولايت کې په ځانګړې ډول، بهرنيو پوځيانو ډول ډول وسلې وکارولي، او دا ډول ویل کيږي چې ځينې کيمياوي او بيولوژیکې وسلې هم کارول شوې دي.

په روان ژمې کې ډیری کسان په کورونو او استوګن ځايونو کې د ګاز کارولو له امله مړه شول، چې پخوا دا ډول پيښې ډيرې کمې وي، دا ډول د لرګيو  او زغالو د اور له امله هم خلکو ته داسې رنځونه پيداشوې چې پخوا په هلمند کې نه وو ليدل شوي.

زما يو نږدې ملګری چې په اطاق کې يې د لرګيو اور ورته بل کړی وو، انګار ته يې کيناستلی وو، د اور د انګار له امله ګاز نيولی وو (ګنګس شوې وو)، هغه وايې چې زه درې ورځي هيڅ پر ځان پوه نه شوم چې زه د اور ګیس متاثره کړی یم، درېيمه ورځ په کور کې غورځار شوی وو، بيايې د بست روغتون ته رسولي وو، چې فشار یې ۲۰ ته ټيټ شوې وو، دومره ټيټ فشار د مرګ حالت دی، په ډیر تکليف د اکسیجن په ورکولو سره يې ساعتونه وروسته فشار بیرته لوړ شوی وو، خو بيا هم عادي حالت ته نه وو راغلی، په روغتون کې شپه او ورځ بستر وو، چې کله له روغتون څخه رخصت شو، څو ورځې وروسته يې هم حالت سم نه وو.

ځينو ډاکټرانو ویل چې دا ټول د هواء د ککړتيا تاثیرات دی، د هلمند هواء په ډول ډول ګازونو لړل شوې، ځکه خو عادي ګاز او د اور د انګار غازونه پر خلکو بد تاثير کوي، دغه غازونه په هواء کې له نورو زهري غازونو سره يوځای کيږي او بيا د انسان پر مغزو او تنفسي جهاز بد تاثیرلري.

د واوري يو بل ښه خاصيت دادی چې په بطي ډول سره د ځمکې تل ته ځان رسوي، او هغه زهرجن مواد او ککړتياوي چې تر ځمکې لاندي وي هغه هم له منځه وړي، باران څو شيبې وي، او د ځمکې تل ته په اسانه ځان نه رسوې، خو واوره بيا له دي سره چې د ځمکې تل ته ځان رسوي، په ځمکه کې د اوبو چينې هم ډکوي، او د وچکالي د له منځه وړلو باعث هم ګرځي.

د اوبو ډیر خاصيتونه دی چې يو يې داهم دی، رسول صلی الله علیه وسلم فرمايې چې کله تاسي ته غوسه درشي، نو په اوبو ولامبئ تر څو مو غوسه سړه او قابو شې، اصل کې د غوسي په وخت کې  د مغزو په شريانو کې د وينې جريان زياتيږي، وينه د جريان د تيزوالي له امله ګرموالي پيداکوي، او دغه د وينې ګرموالي په شريانو کې پر عصابو تاثير کوي، سړی عصباني کيږي، او عصباني پريکړه کوي، له همدې امله ده چې رسول ص فرمايې چې کله غوسه درشي په سړو اوبو ولامبئ تر څو بيرته عادي حالت ته راشئ او فکر او مغز مو سم کار وکړي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …