کور / مقالې / د طلوع ټلويزون او ښاغلي کرزي د پلويانو ترمنځ جګړه

د طلوع ټلويزون او ښاغلي کرزي د پلويانو ترمنځ جګړه

لينن ويلې وو چې موږ هغو مطبوعاتو ته عقيده لرو چې د کمونسټ ګوند له خوا اداره کيږي

اوس هم د ازادي څخه د بيان په نوم، د ډيموکراسي او مدنې حقونو تر نامه لاندي زموږ د هيواد مطبوعات د ځانګړو کړيو او ځانګړو هيوادونو د ځانګړو شبکو له خوا اداره کيږي، ځينې يې د امریکا او غرب په ګټه، ځينې يې د ایران او اهل تشیع په ګټه، ځينې يې د پاکستان په ګټه او کم شمير يې د هند او روسيې په ګټه تبليغات او خپرونې لري.Tolo news

په ۲۰۰۹ ز کال کې ميرمن کلټن ښاغلي ولسمشر کرزي ته د امریکا د حکومت پېغام ورساوو چې امريکا ښاغلي قسيم فهيم د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه نه شي منلای، دا ډول جنرال عبدالرشید دوستم هم امریکا نور نه شي زغملای چې په افغان حکومت کې د واک څښتن وي

کله چې په ۲۰۰۹ ز کال کې ټاکنې د ښاغلي ولسمشر کرزي په ګټه اعلان شوې او لومړی مرستيال يې ښاغلی قسيم فهيم وټاکل شو، د ښاغلي اوباما له خوا بيا ځل پېغام ورته ورسيدی چې زما په دوره کې ښاغلی قسيم فهيم او رشيد دوستم امريکا ته نه شي راتللای او هیڅکله به د امريکا ویزه دوی ترلاسه نه کړي.

له همدې امله وو چې ښاغلي فهيم د زړه د تداوي له پاره کلونه وړاندي جرمني ته ولاړی، او بيا يې د مرګ اوازه ځينو رسنيو خپره کړه، فکر کيږي چې دهغه د مرګ اوازه به هم ځينو ځانګړو رسنيو په هغه وخت کې د پلان له مخې خپره کړې وه.

ځينې راپورونه وايې چې اوسمهاال بيا ښاغلي قسيم فهيم د صحي ستونزو له امله جرمني ته تللی دی.

ویل کيږي چې ښاغلي ولسمشر کرزي او ښاغلي فهيم بيا ځل هوډ کړی چې واک په خپل لاس کې وساتي.

په ۲۰۰۹ ز کال کې د ټاکنو پر مهال طلوع ټلويزون بيا هغه څه خپرول چې د ښاغلي کرزي او ښاغلي فهيم په ګټه نه وو، او له دي مخکې هم د طلوع ټلويزون او افغان حکومت د ځينو ځانګړو ادارو تر منځ ستونزې پيداشوې وي، په هر وار طلوع ټلويزون ګټندوی وو، او حکومت بايلونکی.

په  ۲۰۰۷ ز کال کې د لوی څارنوال عبدالجبار ثابت او طلوع ټلويزون تر منځ ستونزه را پيداشوه، لوی څارنوال د ټلويزون د مشر د نيولو امر وکی، دا ډول يې ځینې وسلوال هم طلوع ټلويزون ته واستول، ډیر ژر د امريکا د سفارت له خوا ثابت وپوهول شو چې داکار به يې په تاوان وي، هم هغسي هر څه پټ پاتي شول.

په ۲۰۰۲ ز کال کې يوه شمير افغان روڼ آندي د امريکا متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزات ته ورغلل، هلته يې د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه ښاغلي ماروين  Marvin Whbum سره ناسته درلودله، ویل کيږی چې ماروين له ډير پخوا څخه د افغان جهاد پرمهال هم د افغانستان او پاکستان په چارو کې فعال وو، د امريکا د استخباراتو سړی وو، همدغه افغان ډلې ته يې ويلې وو چې موږ غواړو په افغانستان کې ښاغلي سعد محسني ته راډيو فعاله کړو.

په ۲۰۰۳ ز کال کې د ارمان ایف ام په نوم راډيو جوړه شوه چې ۲۴ ساعته خپرونې يې درلودلي او په ټوله کې يې پر موسيقي زور ؤ.

داچې د طالبانو حکومت نوی له منځه تللی وو، افراطي افغان ځوانانو به د روژي په مبارکه مياشت کې حتی د پشلمي پر وخت هم د همدغې راډيو له سندرو څخه خوند اخيست، ویل کيږي چې په دغه کار سره بهرنيانو د طالبانو د هغه عمل عکس العمل ښودی چې ولي طالبانو موسيقي د خپل حکومت پر مهال بنده کړي وه.

په ۲۰۰۴ ز کال کې طلوع ټلويزون ازمايښتې خپرونې پېل کړي، د انګليس فيټر په وينا چې په لومړي ځل د طلوع ټلويزون اداري د USAID  څخه څلور ميليونه ډالر ترلاسه کړل.

ښاغلي ولسمشر کرزي څو ځله د طلوع ټلويزون د خپرونو اړوند خپل قهر او غصه ښکاره کړي ده، ولي نه دی توانيدلی چې پر ياد ټلويزون زور راولي، برعکس پر نورو ټلويزونو کله ناکله حکومت خپله خوښه او غوښتنه مني.

د طلوع ټلويزون يوه ځانګړنه داهم ده چې ددغه ټلويزون مشران د نورو ټلويزونو د مشرانو په ډول معلوم نه دي، په عامو غونډو کې نه راڅرګنديږي، او دا ډول د طلوع ټلويزون څخه د خپل شهرت کار نه اخلي، داسي معلوميږي چې ډیر ژور خلک دي.

د طلوع ټلويزون اوسنۍ تګلاره او خپرونې داسي دي چې عام خلک يې نه شي تحليل کولای، او نه هم پري پوهيږي چې ددوی هدف څه دي؟ خو کاميابي يې په دي کې ده چې په هيواد کې دننه او له هيواده بهر ډیر زيات ليدونکي لري.

اوسمهال طلوع ټلويزون د ښاغلي  کرزي ضد دي، د طالب او حکمتيار ضد دی، د نړيوالو قواوو طرفدارې کوي، له هر ځای څخه راپور چمتو کوي، واليانو ته سپينې او ستغي خبرې کوی، ولايت په ولايت د ټاکنو پروګرامونه جوړوي

کلونه وړاندې کله چې ښاغلی عبدالکريم خرم د اطلاعاتو او کلتور وزير ؤ، هڅه شوې وه چې طلوع ټلويزون په يو ډول د دولت تر کنټرول لاندي راوستل او کمزوری شي، ځينو د رسنيو کارپوهانو نظر ورکړی وو چې په رسنيو د څار کميسون دي جوړ شي، په ټلويزونو او رسنيو به څارنه کوي، ددي کار له پاره ځانګړې فورمه چمتو شوه چې د هرې  رسنۍ څخه يې تګلاره، تشکيلات، بودجه، خپل عوايد او د مرستې عوايدو د ثبت کولو غوښتنه کړي وه.

د ګردو ټلويزونو او رسنيو ادارو د اطلاعاتو کلتور وزارت ياده فورمه ډکه او ثبت کړه، لويې څارنوالي ته د رسنيو د معلوماتو فورمې وليږل شوې، يواځنې ټلويزون چې فورمه يې ډکه نه کړه او نه يې د اطلاعاتو کلتور غوښتنو ته غاړه کيښودله طلوع ټلويزون وو.

داسي معلوميږي چې له ډیره وخته د طلوع ټلويزون او کمزوري افغان حکومت تر منځ نا اعلان شوې جګړه پېل شوې وه

څه موده وړاندې ولسمشر کرزي د لويې څارنوالي څخه وغوښتل چې د طلوع ټلويزون هغه اعلان وڅيړې چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنيتې تړون د ژر لاسليک کولو غوښتنه پکې له ولسمشر څخه شوې، او د اعلان خپرو پر طلوع ټلويزون بند کړي، طلوع ټلويزون د ښاغلي ولسمشر له فرمان وروسته هم په دوامداره ډول هغه پخوانی اعلان نشر ته سپاری، افغان حکومت ته يې اخطار ورکړ که د ټلويزون پر اداره فشار راولي، طلوع ټلويزون به ډیر نور پټ او دافغان حکومت اړوند اسناد څرګند کړي.

شنونکې په دي آند دي چې طلوع ټلويزون د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو اړوند هر ډول پټ اسناد په اساني سره تر لاسه کولای او نشر کولای شي.

همدا د پټو اسنادو خبره د ښاغلي داؤد سلطان زوی په اړه هم کيږي، ویل کيږي چې کله دهغه نوم د ټاکنو کميسون په لومړي لسټ کې د ۱۳۹۳ ل کال نوماندو ولسمشرانو له لسټ څخه وايست، ګواښ يې کړی وو که دده نوم په لسټ کې شامل نه شي، نو د ځينو نوماندانو او حتی د ولسمشر د نږدې کسانو اړوند به داسي پټ اسناد ښکاره کړي چې تر اوسه به خلکو نه وي ليدلي.

ښاغلي داؤد سلطان زوی هم په طلوع ټلويزون کې کار کاوو، او هلته يې مهم سياسي پروګرام پر مخ وړی، له بهرنيانو سره يې نږدې کاري او سياسي اړيکې درلودلي، اوس چې طلوع ټلويزون هم ورته ګواښ کړی، داسي معلوميږي چې د طلوع ټلويزون پټ اسناد په واک کې لري.

په غير مستقيم ډول د طلوع ټلویزون د کمزوري کيدو په موخه ځينې نور ټلويزونونه هم فعال شول، هغوی هڅه وکړه چې د طلوع ټلويزون تر سيوري لاندي راولي، يو وخت داسي هم وشول چې کابل نيوز ټلويزون ډیر پرمختګ وکی، ډیر ليدونکې يې پيداکړل او پرېمانه پيسې يې مصرف کړي، خو ونه توانيدل چې د طلوع ټلويزون مقابله وکړي، دا ډول ژوندون ټلويزون هم چې فکر کيدی ډیر مسلکي به وي، او پرمختګ به وکړي، هغه هم هغه ډول چې د روڼ آندو تمه وه، ونه شوای کولای چې مينه وال او ليدونکې پيداکړي.

شمشاد ټلويزون هم ښه دی ليدونکې لري، دغه اداره بيا هڅه کوي چې بیلانس وساتي، نه دامريکا سفارت خفه کړي او نه هم ولسمشر کرزي او دده ټيم خفه شي.

اريانا ټلويزون چې پرېمانه پیسي لري، په هيواد کې د نورو ټلويزون په پرتله زيات مصارف کوي، زياتي پیسي لګوي، د نامعلومو عواملو له امله نه دی توانيدلی چې طلوع او یک ټلويزونو ته ماتې ورکړي.

اوسمهال په کابل کې يواځينې ټلويزون چې د طلوع ټلویزون مقابله کوی، یک ټلويزون دی، له څه مودې راهيسي ډیر فعال شوی، داسي فکر کيږي چې د طلوع او یک تګلاره به په لوی سر کې  يوه وي.

شنونکې په دي آند دی چې د طلوع ټلويزون فلج کول د ښاغلي کرزي د واک د دوام په معنی ده، که طلوع ټلويزون له منځه ځي، د کرزي صاحب او دده د کورنۍ او ټيم واک به د نورو پنځه کلونو له پاره هم غځول کيږي
دا ډول د طلوع ټلويزون يوطرفه څيړنې او له بهرنيانو څخه په پټو سترګو ملاتړ، د امنيتې او دفاعي تړون د لاسليک له پاره له افراطه ډک نظرونه خپرول هم شنونکې د افغان ولس په ګټه نه بولي.

د طلوع ټلويزون کمال په دي کې دی چې په هره سيمه او هر ځای کې خبريالان او راپور ورکوونکې لري، تر ټولو ټلويزونو او رسنيو مخکې خبر خپروي، راپور په خپل وخت چمتو کوي، همدغه لامل دی چې که څوک غواړي يانه غواړي د طلوع ټلويزون خبرونه او پروګرامونه به وينې، او د ټلويزون کاميابې داده چې ليدونکې ولري.

لينن ويلې وو چې موږ هغو مطبوعاتو ته عقيده لرو چې د کمونسټ ګوند له خوا اداره کيږي

اوس هم د ازادي څخه د بيان په نوم، د ډيموکراسي او مدنې حقوقو تر نامه لاندي زموږ د هيواد مطبوعات د ځانګړيو کړيو او ځانګړو هيوادونو د ځانګړو شبکو له خوا اداره کيږي، ځينې يې د امریکا او غرب په ګټه، ځينې يې د ایران او اهل تشیع په ګټه، ځينې يې د پاکستان په ګټه او کم شمير يې د هند او روسيې په ګټه تبليغات او خپرونې لري.

د ولسمشر کرزي ګډون همدا نن ورځ  ۲۱مه د جنوري ۲۰۱۴ د بيات د رسنيو د مرکز BMC او د اريانا نيوز د افتتاحيه مراسمو کې، د اريانا ټلويزون په اړه يې څرګندونې چې ملي ګټو ته ژمن ټلويزون دی، هم د طلوع ټلويزون او افغان حکومت تر منځ د جګړي له امله ګڼل کيږي.

ښاغلی کرزی چې په ډیرو غټو مراسمو کې هم دامنيتې ستونزو له امله ګډون نه کوي، د بيات د رسنيو د مرکز او اريانا نيوز د پېل په مراسمو کې به يې په دي خاطر ګډون کړی وي چې د خلکو پام ددغه ټلويزون ليدو، خبرونو، سياسي بحثونو او پروګرامونو ته راواړول شي.

که څه هم د بيات د رسنيو مرکز او اريانا ټلويزون هم د امريکا څخه سرچينه اخلي، طلوع ټلويزون هم د امريکا په مټ قوي شوی، بيا هم د لته هغه سوال دی چې ځينې امريکايان په افغانستان کې د جګړي د دوام طرفداره دي او ځينې امريکايان بيا غواړي چې په افغانستان کې دامريکا جګړه پای ومومي، جمهوري خوانا د يو لوري او ډيموکراټان د بل لوري ننګه او حمايت کوي.

د طلوع ټلويزون اداره ډیره پراخه ده، په مخلتفو نومونو ټلويزونونه، راډيوګانې او انټرنيټي سايټونه لري، د طلوع، طلوع نيوز، لمر، ارمان ايف ام، اراکوزيا ايف ام، ستاره افغان او په دوبۍ کې د زمزمه او فارسي ون په نوم د ټلويزون خپرونې د ایران له پاره لري.

د طلوع اداره غواړي چې عراق، لیبیا او مصر ته خپلې خپرونې وغځوي. ویل کیږي چې راتلونکي کال کې به عراق کې د طلوع تلویزیون په څیر چینل جوړ کړي او زیاته برخه به یې خارجي سریالونه او د ستاره افغان موډل په څیر برنامې ورته ډیزاین کړي.

امريکايې څيړونکې او د امريکا تګلاره جوړونکې د طلوع ادارې مشر  سعد محسني د افغانستان د رسنيو پاچا بولي، وبه وينو چې ښاغلي بيات به يې مقابله وکولای شي که نه؟ افغان حکومت به د رسنيو د پاچا له پاره کوم سيال پيدا کړلای  شي که نه؟

ډیری بې پرې شنونکې په دي آند دي چې د طلوع ټلويزون او ښاغلي ولسمشر کرزي د پلويانو ترمنځ جګړه د پرديو او ددوی د شخصي  ګټو له پاره ده، په ټوله کې يې زيان افغان ولس ته رسيږي.

ليکوال: نظرمحمد مطمئن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …