کور / ډاکتر نثار احمد صمد / “همدلته مي مه پرېږده” بوش يو دم ځای پر ځای وچ پاته سو

“همدلته مي مه پرېږده” بوش يو دم ځای پر ځای وچ پاته سو

بوش وروسته دا وينا د مذهبي تصور په پرتله جنګ ته د ورکږېدو محور وباله او داسي يې وويل:

"ما هغه يوه داسي شېبه وګڼله تر څو په دې ډاډه سو چي نور نو آرام سوم او د دې غمجن بهېر سره مي څه مرسته وکړای سوه. ما دې ته همدا راز د مذهبي نظره کتل چي دا د ملت له پاره ځکه مهمه ده تر څو هغوی دعا او عبادت وکړي". ده دا ومنل چي د دې وينا ځيني برخي (خورا تندي) وې او ويې ويل چي هغه "زما د طبيعت غبرګون" و. خو ده زياته کړه چي : "زما له پاره دا د عبادت يو ښه وخت و. ما هغه د خپلي راتلونکي کومي وينا د تدوين کولو يو فرصت نه دئ ګڼلی. زما په خيال ولس بايد چي عبادت او دعا وکړي".نثار احمد صمد

پنټاګون تر دې دمه لا د رمسفيلډ پرېکړي ته په تمه و، چي آيا نيويارک ښار ته د تګ پر مهال چي ژر مدنظر و، د ولسمشر د الوتکي سره بدرګه کوونکي الوتکي ملګري سي که يا؟ د دفاع وزير وار په وار سره ايشېدی. ده دا يوه داسي مسئله وبلله چي راساً د قوماندې د محل او د ده د قانوني صلاحيت تر زړه وتله. د دفاع د وزارت او سپني ماڼۍ تر منځ معلومات سره تبادله کېدل، خو د قواوو ځای پر ځايي آن بدرګه کوونکي الوتکي خو قانوناً يوازي د ده په صلاحيت کي ول. رمسفيلډ څه موده وروسته په دې اړه وويل، چي : "د ملي قوماندې صلاحيت اصلاً زما جمهور رئيس دئ او که ځيني کسان د دې ودانۍ له پورته نه کښته ته هدايات صادروي او هغه پسې عملي کېږي، او دا چي ولسمشر په دې کار سره نه مطمئن کېږي، نو په دې صورت کي که هغه زما څخه د اجراآتو غوښتنه وکړي، هغه به ډېر عاطل او راکدار پر مخ درومي.

له بلي خوا که ځيني کسان د نورو سره خبري اتري وکړي او وروسته ووايي، چي هوکې بدرګه الوتکي دي ورولېږل سي، يا ووايي چي کومه ګزمه کوونکې الوتکه دي دا کار وکړي يا دي هيڅ نه ورلېږل کېږي، نو دا کار به په بشپړه توګه د هغه څه پر ضد وي، چي ولسمشر يې غواړي يا يې زه غوښتنه کوم … دا به تر ډېره حده هغه ورانه وراني وي چي هره خوا به پاشل سوی وي".

د هوايي پوځ د لومړۍ نمبر الوتکي تر الوتني فقط پنځلس دقيقې مخکي د دفاع وزير خپل امر صادر کړ، چي په هغه کي صرف د يوې الوتکي د لېږلو فيصله وسوه.

دی وروسته د هغي "خورا مخفي" استخبارتي فرمان د مسودې په تصحيح کولو بوخت سو، چي سي آی اې د لاسليک کولو په خاطر ولسمشر ته ورکړې وه. په دې کي د ده په نظر هر څه په خورا غلطۍ او بې پروايۍ سره راغلي وو. د هغه لهجه مغشوشه او په بې ډوله توګه پای ته رسېده، چي صلاحيت يې هم ډېر پراخ او يو مخيزه و. ده پخپله کتابچه کي څه برخي سمي کړې، څه يې حذف کړې او څه يې توضيح کړې، چي بيا يې نو د وړانديز وړ وبللې. هغه صلاحيت چي د ولسمشر يا سي آی اې د لوی رئيس له پاره مدنظر و، هغه يې مادونانو ته وسپاره.

کله چي د سپيني ماڼۍ هيئت په هليکوپټر کي نيويارک ته رسېدونکی و، نو هګس د هغوی څخه وپوښتل چي "آيا کوم ډول بوی احساسوي؟" هغوی له مناتهن څخه شل پنځه ويشت ميله ليري وو.

نورو سرونه وښورول. مطبوعاتي سکرتر (آري فليشر) فکر وکړ چي له هليکوپتره بايد همدغسي هم وسي. خو د کړکيو څخه يوې خوا ته په کتو سره هغوی يو ستر دود وليد چي پورته کېدی. هغه بوی چي دوی احساس کړ، هغه د نړيوالي سودګريزي ودانۍ له ورانيو څخه راپورته کېدی.

هليکوپتر د وال سټريټ تر خوا چي په همدې هدف جوړ سوی و، کښېناست او د پنځه پنځوس په شاوخوا کي د موټرو خورا لوی کاروان چي د ولسمشر ورسره کسانو کله هم نه و ليدلی سره ترتيب سو. ولسمشر د ګڼي ګوڼي څخه مخ پر تباه سوي محل په داسي حال کي تېرېدی، چي ټولو د خوښۍ چيغي وهلې او بيرغونه يې ښورول.

دغه نړېدلو ورانو ويجاړو او ګډوډي مځکي پر بوش باندي يوه تلپاته بده اغېزه وکړه. لکه څنګه چي ده هغه "خورا، خورا او خورا ناوړه" وبلل. دی که څه هم د ډېرو کسانو سره د دې ورانۍ په هکله ږغېدلی و، خو اورېدو او دغو کتونو فوق العاده فرق سره درلود. دا يو "خپسکه يعني کابوس دئ، ژوندۍ خپسکه" د دې کنډوکپر او ورانۍ تر څنک چي آن تر هغه څه هم بدتره وه چي په تلوېزيون کي يې ليدلي يا يې د خپلو سلاکارانو څخه اورېدلي وو، ده هلته د خلاصون هغه کارګران وليدل، چي د غچ او انتقام وينو ته تږي ول. هو ! دا هغسي کسان وو چي "جذبات يې د چا زړه ته نه لوېدل" او ټولو د ده په وينا د عدالت منګولي غوښتلې.

کله چي دی له دې سيمي څخه تېرېدی نو ولسمشر د سختو او شديدو احساساتو سره مخامخ سو. "زه دا نه سم درته توضيح کولای، چي دغو کارګرانو څنګه جذبات لرل. هغوی فرياد کاوه، چي "په هر صورت دا پېښېږي".

يوه نفر کله چي دی تېرېدی په فرياد سره ور ږغ کړه، چي : "همدلته مي مه پرېږده" بوش يو دم ځای پر ځای وچ پاته سو. ده وانګېرله چي دا خبري او د هغه سړي ږغ ښايي تل تر تله د ده سره پاته سي. هو ! هغه ږغ چي (دلته مي مه پرېږده) د ده په فکر دا بېخي شخصي معلومېده او لکه سړی چي په خورا لرغونې زمانه کي اوسېږي. د خلاصون کارکوونکو په چيغو سره نارې وهلې چي (امريکا، امريکا، امريکا).

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …