کور / غوره / د مشر بوش بقايا په کابل کې – جان مکين

د مشر بوش بقايا په کابل کې – جان مکين

جان مکین او ګراهم دوه هغه سناتوران دي چې د امریکا د جمهوري ګوند پوري تړاو لري، په خپلو منځونو کې ټينګه دوستي او انډيوالي لري، د لوی واک او قدرت لرونکې سناتوران دي، داسي هم ویل کيږې چې تر بوش ښاغلی جان مکين پر کرزي صاحب ډير مين وو.McCain 1

جان مکين په ۲۰۰۰ ز کال کې د جمهوري خواهانو له خوا د ولسمشريزو ټاکنو له خوا د ګوند خپلمنې ټاکنو ته نوماند وو، چې وروسته د ګوند له خوا عمومي ټاکنو ته جورش بوش ودريدی، دا ډول په ۲۰۰۸ ز کال کې جان مکين د جمهوري خواهانو د ګوند له خوا، اوباما د ډیموکراټانو د ګوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ وو چې پايله يې د اوباما په ګټه وه.

داوباما پر اداري له سختو انتقاد کوونکو څخه یو هم جان مکين ګڼل کيږی، او دغه انتقادونه په ۲۰۱۳ کال کې اوج ته ورسيدل.

کله چې به اړينه او مهمه خبره وه، د بوش ادارې به د جان مکين په وسیله هغه خبره کرزي صاحب ته رسوله، او داچې ددواړو ( کرزي صاحب او جان مکين) په منځ کې ټينګه دوستي وه، ښاغلي کرزي به هم پرته له څه ويلو په پټه خوله د مکين وړاندیز او غوښتنه منله.

دا ډول د ښاغلي کرزي صاحب او سناتور لینډسي ګراهم تر منځ هم د اعتماد او باور پړی غزيدلي وو، د امريکا له پاره د پوځي اډو خبره په عراق او افغانستان کې  د لومړي ځل له پاره (د نومبر ۶مه، ۲۰۱۰) کې د ګراهم له خوا راپورته شوه، هغه کلونه وړاندي دا نظر ورکړی وو چې امريکايې پوځيان دې د افغانستان څخه ووځي او پر ځای دي هلته امريکایانو ته اډې ورکول شي، تر څو د امريکايانو تلفات کم شي، چيرته چې تهديد وي د آډو له لاري هغه د امریکايې پوځيانو له خوا په نښه شي.

د بوش د ادارې پلويان او په ټوله کې د جمهوري خواهانو ډله هڅې کوي چې امریکا په افغانستان کې اډې ولري، له همدې امله ډيموکراټانو ته په قهر هم دي، دوی وايې چې اوباما ونه شوای کولای چې په عراق کې جګړه سم لورته بوځي او دامریکا په ګټه يې تمامه کړي، بلکه له عراق څخه يې امریکايې پوځيان وايستل، دا ډول اوباما ونه شوای کولای  چې د افغانستان جګړه په سم ډول سره پر مخ بوځي، بل خوا ځينې ډيموکراټان غواړي چې د افغانستان څخه امریکايې پوځيان وايستل شي.

چګ هيګل د امريکا د دفاع وزير بيا هغه څوک دی چې په ټوله کې د جګړو مخالف شخص دی، دی هم د جمهوري خواهانو پوري تړاو لري، د امريکا په ولس کې له پوره نفوذ څخه برخمن دی، هغه د اسرائيلو په وړاندي هم په هر وخت کې سم دريځ نيولی، او ويلې يې دي چې فلسطینيان محکوم شوې دي، د عراق او افغانستان د جګړي مخالف وو، بل خوا يې له ښاغلي کرزي سره اختلافات سرې کرښې ته رسيدلي دي.

اوس هم که د افغانستان او امریکا تر منځ امنيتې او دفاعي تړون لاسليک کيږي، داسي فکر کيږې که يې امریکايانو ته مثبت ګټې ولرلي نو دغه ګټې به يې د جمهوري خواهانو په ګټه وي، ځکه دوی به په راتلونکو انتخاباتو کې وايې چې د تړون پر سر ټينګار اصل کې دوی کاوو، او که يې نتيجه منفي خواته ځي نو بيا به هم اوباما او د هغوی ګوند تورنوي چې ونه توانيدل چې د افغانستان د جګړي څخه سمه ګټه پورته کړي.

د امریکا د ټاکنو پايلې په مجموع کې ډیر ځله داسي شوې چې ډیر وخت دوه پرله پسي ټاکنې يوه ګوند ګټلې او وروسته بيا بل ګوند واک ته رسيدلی دی، داسي هم شوې چې يوه دوره  ټاکنې چې کوم ګوند ګټلي  بيا هغوی دوېيمه دوره نه دې توانيدلي بل ګوند ټاکنې ګټلي دي.

د افغانستان جګړه چې د جمهورې پلوه بوش له خوا پېل شوه، د خپل واک په نيمايې کې يې پر عراق هم هم يرغل وکی، او دوره يې چې کله پای ته ورسيدله، په ټاکنو کې يې له دې خبرې ډیر کار واخسيت چې جګړه بوش پېل کړي، پريږدۍ چې دوېيم ځل هم بوش ټاکنې وګټې تر څو دواړه جګړي په ښه ډول سره رهبري کړي.

په ۲۰۰۸ کال کې چې کله اوباما واک ته ورسیدی، هغه له امريکايې ملت سره د عراق د جنګ ختمول او دا ډول په امریکا کې د مخ په ځوړ اقتصاد د پرمختګ وعدې وکړي، اوباما وتوانيدی چې له عراق څخه امریکايې پوځيان وباسي، ولي په اقتصادي برخه يې ګڼې ستونزي درلودلي، ددوېیم ځل  ټاکنو له پاره مخکې له ټاکنو د اوباما اداره وتوانيده چې اسامه بن لادن د پاکستان په آیبټ آباد ښار کې شهيد کړي. دا ډول يې په نورو هیوادونو کې هم د القاعده ځينې مهم مشران له منځه يووړل، او د طالبانو مشران يې هم په نښه کړل.

د اسامه شهادت د اوباما له پاره په ۲۰۱۲ کال کې د ټاکنو د کمپاین له پاره مهم شعار وو، او دا ډول اوباما د افغانستان د جګړي ختمول او د افغانستان څخه د ګردو پوځيانو ايستل هم د خپل کمياين له پاره د شعار په ډول وکارول.

اوس چې د اوباما دوېيمه دوره په ختميدو ده، جمهورې خواهان د راتلونکو ټاکنو د ګټلو په تمه دي، جمهوري خواهان غواړي چې په افغانستان کې د امریکا پوځيان پاتي شي، له يوه لوري به اوباما او ډیموکراټانو ته دا ګذار وي چې د امريکا له ملت سره په خبرو او ژمنو يې وفا ونه کړه، او له بلې خوا به خپل پخواني هدف (په افغانستان کې د امريکايې اډو شتون) ته رسيدلي وي.

جان مکين د امريکا په ټولنه کې واکمنه سياسي څيره ده، داسي ویل کيږي چې مشر بوش ته دومره نږدې وو چې د هغه د ځوی کشر بوش په درجه کې راتلی.

په جمهوري خواهانو کې پوره نفوذ او واک لري، ویل کيږي چې د ګوند تګلارو کې دده نظرونه تر ډیره حده پلې کيږي، همدا لامل دی چې تیره اونۍ جان مکين، ګراهم او درېيم سناتور کابل ته راغلل، د ښاغلي کرزي سره يې د امنيتې او دفاعي تړون په اړه پټې خبرې وکړي، او دا ډول يې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه هم د پردې تر شا ځينې توافقات کړي دي.

پرون د جنوري ۵مه ۲۰۱۳، ښاغلي کرزي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته يولس نوماند کسان غرمنۍ ته دعوت کړي وو، د ټاکنو اړوند خبرو تر څنګ ښاغلي کرزي څرګنده کړي چې د امريکا سره يې د تړون اړوند ستونزې تر ډیره حده حل شوې دي او ممکن چې ډیر ژر به امنيتې او دفاعي تړون له امريکا سره لاسليک کړي.

ځينې شنونکې په دي نظر دي چې ممکن لاهم د امريکا او ښاغلي کرزي تر منځ به باور دې حد ته نه وي رسيدلی چې د تړون پر سر به شفاهي توافقاتو صورت نيولي وي، امریکا به منلي وي چې دښاغلي کرزي د خوښي کانديد به ولسمشر کيږي او ښاغلي کرزی به تړون مخکې له ټاکنو لاسليک کړي، ځکه کرزي صاحب که مخکې له ټاکنو څخه تړون لاسليک کړي، نو ممکن چې د ورځي په آخر کي امريکا له شفاهي ژمنې څخه په شا شي او د ښاغلي کرزي صاحب د خوښي کانديد ونه منې.

داهم ويل کيږي چې ممکن د امریکا او افغان حکومت ګډه تګلاره داوې چې د تړون د لاسلیک، امريکا ته د آډو په ورکول سره پر وسلوال مقاومت فشار راوړل شي، تر څو له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته غاړه کيږدي، او په حکومت کې شريک شي.

که له يوې خوا د تړون خبرې کيږي، له بلې خوا د سعودي د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته د افغانستان د سولې اړوند سفر کوي، له بلې خوا تر لسو ډیر امريکا پلوه او اروپايې هيوادونه د قطر له حکومت سره په خبرو کې شکيل دي چې طالبانو وهڅوي بيا ځل له امريکا سره مخامخ خبري پېل کړي، دا هغه سوالونه دي چې ضد نقیض ځوابونه به ولري، له دي امله داهم ممکنه ده چې امریکا او ښاغلی کرزي د تړون دلاسليک او ژر عملي کولو په واسطه غواړي پر وسلوال مقاومت فشار راوستل شي ترڅو د افغان حکومت او امریکا ځينو غوښتنو ته غاړه کيږدي.

داسي ګنګوسي هم دي چې پخوانيو ځينو جهادې مشرانو د ښاغلي کرزي په مقابل کې نا رسمي ائتلاف جوړ کړی، او هڅه به يې داوي چې نور ښاغلی کرزي او دده د کورنۍ او يا دده د خوښي کانديد په ټاکنو کې بريالی نه شي، ویل کيږي چې عبدالله عبدالله او استاد سياف  هم له دغې جملي کسانو څخه دي.

بل خوا دا ګنګوسي هم شته که چيرته ښاغلي کرزی په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، ممکن چې د شمال ټلواله عکس العمل وښئې او په ناقانونه ډول ښاغلی کرزي بې واکه اعلان کړي، د لنډ مهال  له پاره واک په لاس کې واخلي، او د واک وروستۍ پله په خپله ګټه وڅرخوي.

داچې په ښاغلي کرزي د کودتاه کولو خبرې کيږي ماته عملي نه بريښې او نه هم اوس وخت د کودتاه دی، ځکه څلور مياشتي وروسته په قانوني ډول د کرزي صاحب د حکومت کولو موده پای ته رسيږي، فکر کوم چې داهم له غرب سره په هم آهنګې دغه ډول اوازي خپريږي ترڅو د کرزي صاحب نفوذ او محبوبيت په پښتنو ځوانانو او پښتون ميشتو سيمو کې زيات کړل شي، چې تر يو حده د امريکا سره د ښاغلي کرزي لفظي شخړو او د هغه په اړه د شمال ټلوالي له خوا د کودتاه د پلان شوو خبرو او اوازو په نا لوستو خلکو کې د کرزي په اړه مثبت فکر او غبرګون پيدا کړی دی، که چيرته کرزی صاحب تړون لاسليک کوي، او يا د انتخاباتو نتيجه دده د خوښي د کانديد په ګټه تماميږي، هغه وخت به افغان ولس نور هم پر ښاغلي کرزي صاحب بې باوره او بې اعتماده شي.

وخت او تاريخ هیڅ شي نه پټوي، موږ به انتظار وباسو چې اوسنۍ شخړه د ښاغلي کرزي او امریکا د پلان کومه برخه ده؟ داچي پر وسلوال مقاومت فشار راوړل شي؟ داچې ښاغلي کرزی په افغان ولس کې اعزاز او منښت پيداکړي؟ داچې شمال ټلواله په رښتيا کودتاه ته چمتو او د امريکا له خوا يې هم ملاتړ کيږي؟ داچې ښاغلی کرزي غواړي په ناندريزو څرګندونو سره خپل ورور او يا ملګري راتلونکی ولسمشر کړي؟ داچې ځينې پخواني جهادي کسان به وتوانيږي چې د کرزی د خپلسريو مخه ونيسي؟ وبه ګورو چې ګټونکې څوک دي؟ کرزی؟ شمال ټلواله؟ امريکا او که وسلوال مقاومت؟

 ليکوال: نظرمحمد مطمئن

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د لوی ننګرهار پنځوس پسرلي خزان ووهل

که له یو باغ څخه پنځوس ونې ووهل شي؛ باغ به باغ پاتې نه شي، …

د خبريال ويبپاڼي له راپور وروسته د ټپي سرتېري عيان الله سره زرګونه ډالر مرسته

نن ورځ د لغمان ولایت په امنیتي غونډه کې د لغمان ولایت د والي عبدالجبارنعیمي …