کور / ډاکتر نثار احمد صمد / مه وارخطا کېږه. داسي کار زما عادت نه دئ

مه وارخطا کېږه. داسي کار زما عادت نه دئ

بوش دکابينې هره غونډه په دعا سره پيل کوله، خو نن يې له رمسفيلډ څخه وغوښته چي يوه دعا ووايي. رمسفيلډ د څو دعاګانو په ترڅ کي دا دعا هم وويل، چي: "د عملياتو له پاره دي زموږ ستره شهواني غريضه معينه سي".

پاول د بوش د احساساتو په هکله اندېښمن و. ولسمشر څو ساعته وروسته د واشنګټن د ملي کتدرال کليسا ته وينا کوونکی و او د پاول په فکر هيواد او نړۍ يو پياوړي ولسمشر ته اړتيا لرل. دی د کابينې د يو مشر غړي په توګه ولسمشر ته نژدې ناست و او پر کتابچه يې داسي ياداښت وليکی : ښاغلې ولسمشره ! کله چي زه داسي وينا اوروم، نو څه کولای سم، زه خو هغه څه چي ورباندي پوهېږم نه وايم، ځکه هغه به مي د مور او پلار په دريځ کي ودروي. وروسته يې په وهم سره کتابچه مېز ته ورپوري وهله.

بوش هغه راواخيسته، ويې لوستل او په خندا سو. بوش وويل چي : "صبر وکړئ زه هغه څه درته ولولم چي خارجه وزير راته ليکلي دي. "ده هغه نيولی و خو پاول ږغ پر وکړ، چي "ښاغلې ولسمشره ! مه يې ښوروه!" ناستو کسانو ټولو ښه وخندل او خارجه وزير او ولسمشر هم ورسره په خندا ول.

بوش ورته وويل چي : "مه وارخطا کېږه. داسي کار زما عادت نه دئ". ده وزيرانو ته ډاډ ورکړ، چي ما او جنګي کابينې د پوځي عملياتو داسي پلانونه طرح کړي چي هغه به خورا اغېزمن وي. ده وروسته د ټولو څخه د هغوی نوي نکات وغوښتل.

پاول ديپلوماتيک يرغلونه تشريح کړل. پاول هم د ولسمشر غوندي دا حملې يو داسي چانس وباله تر څو د هغه له مخي په ټوله نړۍ کي اړيکو ته نوې بڼه ورکول سي. خو ده کابينې ته وويل چي دا کار د ائتلاف په جوړولو سره شونی دئ، چي په هغه کي به د برخه والو څخه غوښتني پوره واضح کېږي او هم به د جاسوسيو راکړه ورکړه، د تروريسټانو د روپيو ضبط کول او په پوځي عملياتو کي مرسته کول هم پکښې شامل وي.

پاول په يو ولسمشريزه انداز سره زياته کړه، چي : "دا يوازي پر امريکا حمله نه وه، بلکي دا پر تمدن باندي حمله وه او پر ديموکراسۍ يوه حمله وه. دا يو اوږد جنګ دئ او داسي جنګ چي موږ به يې ګټو. موږ د ټولي نړۍ سره مخامخ يو. موږ غواړو چي دا يو تلپاته غوندي ائتلاف وي".

پاول تر همدې سهار پوري د نړۍ مشرانو ته پنځه دېرش تليفونونه کړي ول او دوولس نور يې همدا نن پسې کول. ده په ټوکه سره وويل، چي : "زه دا څو ورځي پر هره خوا لګيا يم، د ډېرو تماسونو او زياتو خبرو اترو څخه مي اوس نو خوا ګرځي".

ټولو ښه ډېر وخندل.

رمسفيلډ پنټاګون ته د رسېدلي زيان په هکله د يوه ګروپ خبره وکړه او اعلان يې وکړ، چي د دفاع د وزارت د تيارسئ اړونده سور ګروپ يوه درجه راټيټ سوی يعني څلور ته رسېدلی دئ. د پنټاګون دا درجه د سپټمبر پر يوولسمه د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۳ کي د عربو او اسرائيلو تر جګړې وروسته ۳ ته ختلې وه. البته د تيارسئ تر ټولو جګه درجه يو وي چي هغه بالکل د جنګ په حالت کي وي.

د ترانسپورت وزير (نورمن مني ټا) پسې وويل چي هوايي الوتني همدا نن بيرته پيل سوې خو د عادي حالت نه فقط ۱٦ سلنه فعال سوي، چي دا پخپله د دې حملو د اغېزې لوړه اندازه ښيي.

بوش د دې خبري په يادونه سره غونډه پای ته ورسوله، چي په داسي حال کي چي زموږ د ادارې مرکزي توجه اوس د تروريزم سره جنګ ته اوښتې ده، نو تاسي بايد داخلي اوليتونه له پامه ونه باسئ لکه تعليمي لايحه، د ناروغ حقوق او لايحه چي ده ته د سوداګريزو تړونونو له پاره غټ صلاحيت وربخښي او نور.

د غرمې پر مهال د موټرسايکلونو په واسطه د ولسمشر بدرګه کوونکی کاروان د سپيني ماڼۍ څخه د اوولس دقيقو په واټن مخ پر شمال د کتدرال کليسا ته وخوځېد.

په کتدرال کليسا کي يوه فوق العاده ډله د خدمت په خاطر منتظره وه. د وينا کوونکو په جمله کي يو پروټيسټان وزير، يو يهودي عالم، يو کاتوليک اسقف، يو مسلمان عالم او مشهور عيسوي بيلي ګراهام شامل وو. پخواني ولسمشران بيل کلنټن او جيمي کارټر او هم پخوانی مرستيال ولسمشر الګور هم حاضر وو. د اورېدونکو له جملې نه د کابينې وزيران، د مشرانو جرګې اکثريت غړي، د ولسي جرګې زيات استازي، د احتياط او ذخيرې فدرالي رئيس (الن ګرين سين) او نور لوړچاري موجود وو. د ولسمشر او مېرمني تر څنګ يې خپل مور او پلار ناست ول.

کاندوليزا رايس کتدرال کليسا ته دا سفر د ښخولو د مراسمو غوندي وګاڼه. ځکه کله چي مذهبي سندرغاړو د (ډينس ګريوز) په سروالۍ خدايي دعا اوروله، نو دا حيرانه سوه، چي دی څنګه هغه په سور کي سره برابروي؟

بوش خپله وينا په دې جمله سره پيل کړه، چي : "موږ دلته د خپل ماتم په اصلي حالت کي قرار لرو". ده زياته کړه چي له دې حملو نه څونه کسانو ضربه وليده، څونه ستر تلفات پېښ سول او ولس به پر هغوی حساب کوي او کيسې به يې زده کوي او پسې ژاړي به. "خو د تاريخ په وړاندي زموږ مسئوليت له مخکي څخه لا واضح دئ : هغه دا چي نوموړو حملو ته به جواب ورکوو او نړۍ به د شرارت څخه بېغمه کوو". ولسمشر خپل مأموريت او هم د ملت دنده په خدايي الهام او ماسټر پلان کي سره ونغښتل.

ده د هغه زړه ورتيا او ښندني د عمل په هکله چي د امريکايانو د يو تر بله تعهد او د هيواد سره د ميني ښکارندوی دی وږغید او ويې ويل : "داسي ويل کېږي چي مصيبت په موږ باندي خپل ځانونه پېژني. نن موږ هغه څه احساسوو چي فرانکلين روزويلټ د ملي يووالي ستره زړه ورتيا بللې ده". چي هماغه "پر غليم د کاميابېدو په خاطر د غم سره خپلوي او ثابت قدمه تصميم" دئ.

په دې وينا کي زياته هڅه کېده چي له آرامۍ نه کار واخيستل سي، مګر فوق العاده مهمه جمله چي د ده وينا جوړونکي ټيم ورته ليکلې وه او ولسمشر هم پسې قبوله کړه، هغه مهال ذکر سوه چي بوش د راتلونکي په هکله وږغېد. ده وويل، چي : "دا جګړه د نورو د وخت او شرايطو پر اساس پيل سوه. خو د پای ته رسولو وخت به يې زموږ په خوښه او انتخاب پوري تړلی وي".

په کليسا کي د جنګ داسي بيانيه هيڅ مناسبه نه وه آن دا چي له خطره ډکه وه، خو دا هغه پيغام و، چي بوش يې غوښتونکی و. کله چي دی په لومړني قطار کي خپلي څوکۍ ته راستون سو، نو پلار يې تر لورا بوش خپل لاسونه ورتېر کړل او د زوی لاسونه يې ټينګ کښېکښل.

د دې مراسمو په پای کي ټول حاضرين ودرېدل او په ګډه يې (د جمهوريت حماسي مذهبي) سندره وويله، رايس په دې فکر وه چي ټولي کليسا بس همدلته د هر څه اراده وکړه.

کله چي ولسمشر او ورسره کسان د کليسا څخه ووتل د سهار پيکه رڼا او باراني هوا خپله کمبله ټوله کړې وه، روڼ لمر او شين آسمان له ورايه ځلېدل.

 

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …